To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د کمال خان بند اقتصادي ارزښت

د کمال خان بند اقتصادي ارزښت

1,819
Ketabton
2021-03-25 13:17:23

لیکلړ
۱. خلاصه......................................................................................... ۲
۲. کلیدي کلمات .................................................................................۲
۳. د موضوع معرفي ........................................................................ ۳
۴. د موضوع اهمیت او تفصیل ..........................................................۳-۵
۵. نتیجه ګیري ................................................................................. ۵
۶. وړاندیزونه ............................................................................... ۵-۶
۷. سرچینې ...................................................................................... ۶
لیکونکې: سید عارف سیدي
په هند هیواد کې د اقتصاد پوهنځي محصل


۱.خلاصه:
کمال خان بند د هلمند پر رود د اوبو د مخ گرځونيیو بند دی چې د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ کې د زرنج له ښارڅخه د ۹۵ کیلومترو په واټن کې پروت دی.د کمال خان بند له بشپړېدو وروسته، ۲۷۸۸ میلیونه متر مکعبه اوبه مهار کوي؛ ۵۵ ملیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ ۱۸۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او د ۹ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.موسی شفیق د کمال خان بند د بیارغولو او د هېواد د اوبو د کنترول او ایران سره د یادو اوبو د شخړې او سیاسي ترينګلتیا د حلولو لپاره د ایران د وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا سره خبرې اترې پیل کړې او د خبرو په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د وېش په هکله ۱۲ ماده يي هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ياد هوکړه لیک د دومې مادې پر اساس او د ۱۹۲۰ د بارسلونا کنوانسیون پر اساس ایران هېواد ته حق ورکړای شو چې کمال خان بند څخه په ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه او په کال کې ۸۱۳ ميلیون متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي. خو د وخت تېرېدل او د بند جوړېدو ته نه پاملرنه د دې لامل شو ترسو زموږ ګاوندئ هېواد ایران د امضا شوي هوکړه لیک خلاف څو چنده او کال کې شاوخوا ۱.۵ ميلیارده متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي. کمال خان بند د لومړي فاز جوړیدلو چارې د افغانستان لومړني جمهور رییس شهید سردار محمد داوود خان په وخت کې پیل شوې، خو د کورنیو جګړو له کبله بشپړې نه شوې. دویم فاز چارې په ۲۰۱۱ کال کې پیل او شپږ کاله وخت یې ونیو. او درېم فاز کې د توربینونو نصب، د برښنا تولید لپاره ستره زیرمه او د اوبو کانالونو لپاره ځانګړې شوه، د ۲۰۱۷ کال د اپریل میاشتې کې پیل شو. د خوښۍ خبر خو دا دی چې د کمال خان بند ودانېزې چارې په ۱۳۹۹ لمریز کال د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني دوره کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د ایران هېواد له ګڼو مخالفتونو سره مخ شو.
د کمال خان بند د اقتصادي ارزښتونو له جملې څخه لمړې ارزښت د اوبو زیرمه کول دي، دویم ارزښت يې د برېښنا د تولید دی، د بند د جوړېدو دریم لوی ارزښت د ځمکې خړوبول دي او د کمال خان بند څلورم ارزښت د هېواد د وګړو لپاره د کار او روزګار د فرصت برابرول دي. د دې بند جوړېدل به د نورو ګڼو اقتصادي ګټو ترڅنګ د افغانستان او سیمې هېوادونو په اقتصادي او سیاسي ثبات او پرمختګ کې هم رغنده رول ولوبوي. نن سبا زموږ ګاونډي او د سیمې ځینې هېوادونه د افغانستان له اقتصادي پرمختګه بېځایه وېره او اندېښنه لري. خو زموږ د اقتصادی ثبات او پرمختګ څخه د ګاونډیو او په ځانګړې توګه د ایران هېواد اندېښنه بې ځایه ده. د اقتصادي قوانینو او اصولو له مخې ټولو هېوادونو کوئ شي د اقتصادي مزیتونو او اخلاقو پر بنسټ د خپلو شته سرچینو څخه ګټه پورته کړي، تولید وکړي،سوداګریزو راکړې ورکړې ولري او له دې لارو څخه ګټه پورته او خپل اقتصاد پیاوړئ کړي.
۲. کلیدي کلیمات
• برم
• بند
• اقتصادي ارزښت
• اقتصادي مزیتونو
• سیاسي ثبات
• بارسلونا کنوانسیون
• داوود خان، موسی شفیق او اشرف غني
۳. د موضوع معرفي:
کمال خان بند د هېلمند پر رود د اوبو څپانده کېدو لپاره یو ستر بند دی چې د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ د زرنج له ښار څخه د ۹۵ کیلومترو په واټن کې پروت دی. په دې مقاله کې به موږ د کمال خان بند اقتصادي ارزښتونو ته یوه لنډه علمي کتنه وکړو. اقتصادي ارزښتونه مو په څلورو عمده برخو ویشلي او بیا مو تشریح کړي.
۴. د موضوع اهمیت او تفصیل:
د کمال خان بند د هلمند په سمندري حوزه کې د هېواد يو ډير مهم بند بلل کيږي چې په جوړيدو سره به يې د هېواد په جنوب لويديځ کې د کرکيلې او د بريښنا د توليد په برخوکې زيات انکشافات رامنځته شي .کمال خان بند د هېواد د لویو بندونو په شان هغه لوی د اوبو گرځولو او کنټرول بند دی چې د هلمند پر سیند او د نيمروز ولایت سوېل ته د چهار برجک ولسوالۍ په ۱۸ کېلومترۍ کې پروت دی. دا بند د ۵۲ میلونه متر مکعب اوبو ظرفیت لري ، ۱۸۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او د ۹ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت هم لري. موږ به په دې مقاله کې د دې بند اقتصادي ارزښت ته یوه لنډه علمي کتنه وکړو.
څرنګه چې د یو هیواد اقتصادي وده د بیلا بیلو عناصرو پورې تړلې ده چې د هغې د جملې څخه بندونه هم دي چې د یو هیواد په اقتصادي ودې کې کیلیدي رول لوبوي. د کمال خان بند جوړول د افغانستان لپاره یو له بنیادي پروژو څخه وه چې خوشبختانه دا بند د افغانستان حکومت لخوا جوړ شو چې په نیږدې راتلونکې کې به یې د افغانستان ولسمشر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیسته وکړي.
د کمال خان بند د اقتصادي ارزښتونو له جملې څخه لمړې ارزښت د اوبو زیرمه کول دي. کمال خان بند د ۵۲ میلونه متره مکعبه اوبو زیرمې کولو ظرفیت لري چې ورسره به ۲۷۰۸۸ میلونه متره مکعبه اوبه مهار شي، ۱۸۴ هکتاره ځمکه خوړبه شي او ۴۹۳۹۷ هکتاره شاړه ځمکه به پری اباده شي. موسی شفیق د کمال خان بند د بیارغولو او د هېواد د اوبو د کنترول او ایران سره د یادو اوبو د شخړې او سیاسي ترينګلتیا د حلولو لپاره د ایران د وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا سره خبرې اترې پیل کړې او د خبرو په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د وېش په هکله ۱۲ ماده يي هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ياد هوکړه لیک د دومې مادې پر اساس او د ۱۹۲۰ د بارسلونا کنوانسیون پر اساس ایران هېواد ته حق ورکړای شو چې کمال خان بند څخه په ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه او په کال کې ۸۱۳ ميلیون متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي. خو د وخت تېرېدل او د بند جوړېدو ته نه پاملرنه د دې لامل شو ترسو زموږ ګاوندئ هېواد ایران د امضا شوي هوکړه لیک خلاف څو چنده او کال کې شاوخوا ۱.۵ ميلیارده متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي، او یادو اوبه څخه د خپل کرنیز سکتور د غوړېدا او اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کړي، زموږ له اوبو څخه تولید شوي توکي پر موږ وپلوري او دا لړۍ تر ننه جاري وساتي. د کمال خان بند په جوړېدو سره به اوس له يوې خوا دا اوبه مهار او د اضافي اوبو د جریان مخنیوی وشي او له بلې خوا به د هلمند د اوبو معاهده چې موسی شفیق له ایران سره امضأ کړې وه يو ځل بیا را ژوندۍ او پلي شي.
دویم ارزښت يې د برېښنا د تولید مسئله ده، اوسمهال افغانستان د برېښنا له کبله يو اړهېواد ده، موږ ۷۰ سلنه خپله د اړتیا وړ برېښنا له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردو اوله دې کبله د کال شاوخوا ۲۲۰ تر ۲۷۰ ملیونه ډالره پیسې له لاسه ورکوو. که چېرې د افغانستان د برېښنا له ټولو داخلي تولیدي سرچینو څخه ګټه پورته شي کوئ شي په ټولیزه ټوګه د کال ۱۲۲ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي او دا په داسې حال کې ده چې برېښنا ته د افغانستان کلنۍ اړتیا په ټولیزه توګه ۴۷۰۰ میګا واټه ده. د برېښنا د تولیدي سرچینو څخه يو هم زموږ د اوبو بندونه او له جملې څخه يې د کمال خان بند ده چې بیارغونې سره کولئ شي ۸ تر ۹ مېګاواټه برېښنا تولید کړي. چې یاده برېښنا د افغانستان او په ځانګړې توګه د نیمروز ولایت په تولیدی او روښنايي اهدافو کې مهم رول لوبوئ شي.
د بند د جوړېدو دریم لوی ارزښت د ځمکې خړوبول دي. افغانستان يو کرنیز هېواد ده او د کرنې سکتور د ودې لپاره حیاتي موضوع د اوبو شتون او پر وخت رسول دي. داچې موږ کرنیز هېواد یو او د کرنې سکتور د افغانستان د اقتصاد د ملاتیر ده خو دا چې ولې تراوسه په دې نه يو توانیدلي چې دې مهم سکتور ته پاملرنه او وده ورکړو او د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړو؟ يو مهم دلیل يې د داخلي اوبو ناسم مدیریت، کنټرول او ورڅخه ګټه پورته کول دي. د کمال خان بند په جوړېدو سره به د شته اوبو يوه برخه مدیریت او د بند شاوخوا، ۱۸۴۰۰۰ زره هکتاره ځمکه به خړوبه شي. د دې بند یوه بله ضمیمه یې پروژه د دوه نیم سوه کیلومتره په اوږدو کې د کانالونو جوړل دي چې دا کوئ شي د نیمروز ولایت د کرنې په وده او د هېواد اقتصادي پرمختګ کې بنسټیز رول ولوبوي.
د کمال خان بند څلورم ارزښت د هېواد د وګړو لپاره د کار او روزګار د فرصت برابرول دي. د دې څخه به ۴۹۰۰۰ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه واخلي. له بده مرغه افغانستان هم د نورو شاتې پاتې هېوادونو په شان د وزګارتیا له ستر ناورین سره مخ ده. زموږ د هېواد د وګړو د وزګارتیا کچه تر ۴۰ سلنه پورې رسیږي او ولسونو مو د غربت او بېوزلۍ سختې شپې او ورځې سبا کوي، چې شته ستونزه کوئ شی تر شا نورې ټولنیزې ستونزې وزېږوي. له بده مرغه په دا ورستیو ۱۷ کلنو کې د پرېمانه بهرنیو مرستو او پانګو په شتون کې هم د افغانستان دولت ونه شو کړای چې له دې طلايي چانس څخه ګټه پورته کړي، هېوادوالو ته مو د کار او روزګار فرصتونه برابر او په ژوند کې يې مثبت بدلون راولي چې لاملونه يې ډېر کیدای شي.
د کمال خان د بند د جوړېدو په شان نورې بنسټیزي پروژې کولئ شي د کاري فرصتونو په برابرولو او د دبې روزګارۍ په را کمولو او له مینځه وړلو کې ستر او د پام وړ رول ولوبوي. د کمال خان بند په جوړېدو سره به په زرهاوو افغانانو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د روزګار فرصت برابر شي. کاري ځواک به مو په کار وګمارل شي، عواید به ترلاسه کړي، ملي تولیدات او ملي عواید به مو لوړ شي، ناامنۍ، جګړو او ټولنیزو ستونزو په کچه کې به د پام وړ کموالی راشي او د اقتصادي او ټولنيزې ودې او هوساینې لپاره به لار پرانستل شي.
د ياد شویو ګټو ترڅنګ د کمال خان بند بیا رغول کولئ شي د هېواد وګړو ته د څښاک د اوبو په برابرولو کې حیاتي رول ولوبوي. نیمروز يو ریګي ولایت ده او د افغانستان د هغو ولایتونو له جملې څخه ده چې څاګانې يې تروشې اوبه لري چې د څښاک او کرنط لپاره مناسب ندي. د زرنج او د ښار شاوخوا خلکو لپاره د اوبو اصلي سرچینه د هلمند سیند دۍ، د دې سیند پر سر د کمال خان بند جوړېدل به تر ډېره د څښاک د اوبو په مهارولو او برابرولو کې مهم رول ولوبوي.
بلې لویه ستونزه چې په هېواد کې او په ځانګړې توګه په نیمروز کې شتون لري د موسمي سېلابونو شتون ده، ډیرئ وخت د ورښتونو په موسمونو کې د ډېرو ورښتونو له کبله د اوبو سطحه لوړیږي او د خطرانکو سیلابونو لامل ګرځي، چې ياد سیلابونه تل د خلکو لپاره ګڼ اقتصادی زیانونه رامنځ ته کوي، د کمال خان بند په بیارغېدو سره به د یادو سېلابونو او اقتصادي زیانونو مخنیوئ او د ياد ولایت، او د بند د شاوخوا سیمو دا ستونزه به تر ډیره هواره وشي.
د دې بند جوړېدل به د نورو ګڼو اقتصادي ګټو ترڅنګ د افغانستان او سیمې هېوادونو په اقتصادي او سیاسي ثبات او پرمختګ کې هم رغنده رول ولوبوي. نن سبا زموږ ګاونډي او د سیمې ځینې هېوادونه د افغانستان له اقتصادي پرمختګه بېځایه وېره او اندېښنه لري. خو زموږ د اقتصادی ثبات او پرمختګ څخه د ګاونډیو او په ځانګړې توګه د ایران هېواد اندېښنه بې ځایه ده. د اقتصادي قوانینو او اصولو له مخې ټولو هېوادونو کوئ شي د اقتصادي مزیتونو او اخلاقو پر بنسټ د خپلو شته سرچینو څخه ګټه پورته کړي، تولید وکړي،سوداګریزو راکړې ورکړې ولري او له دې لارو څخه ګټه پورته او خپل اقتصاد پیاوړئ کړي.
په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ تقاضا زېږوي او هېواد مو له اقتصادي پلوه په هغه کچه نده چې نوې رامنځ ته شوې تقاضا ته مثبت ځواب ووايي، په نسبي توګه کېدای شي شته غوښتنو ته تر یوه حده ځواب ووايي خو د پوره کولو لپاره يې ګاونډي او دسیمې هېوادونه کوئ شي ښه همکاران واقع شي.
د بېلګې په توګه د کمال خان بند د بیارغونې لپاره افغانستان تخنیکي وسایلو،ماشین آلاتو او تکنالوژئ ته اړتیا لري چې اوسمهال افغانستان يې د کور د ننه د برابرولو توان نه لري، ترڅنګ يې د ساختماني چارو مخ ته وړلو لپاره مسلکي او په کار پوه کاري ځواک ته اړتیا پېښېږي چې د برابرولو ښه سرچینه يې زموږ ګاونډي هېوادونه کیدای شي چې دا کار په ګاونډیو هېوادونو کې د وزګارتیا په راکمولو او د عاید په لاسته راوړلو کې مهم رول لوبوئ شي.
د دې واړو ترڅنګ د هېوادونو امنیت او ثبات يو بل سره تړلي دي، د کمال خان بند په شان د نورور بنسټیزو پروژو پلي کول به وکړاۍ شي په افغانستان کې د امنیت په راوستلو او د اقتصاد په پیاوړي کولو کې حیاتي رول ولوبوي او له دې سره به خلکو ته کاري فرصتونه په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه رامنځ ته شي، د سړي سر عاید به لوړ شي، د وګړو فقر او غربت کچه به را ټيټه شي، د هېوادوالو د ژوند په کیفیت کې به ښه والی راشي، او هېوادوال به مو د ښه ژوند خاوندان شي، بهرنیو هېوادونو ته د غیر قانوني او له خطر ډک سفرونو به کم شي، د جرمونو په اندازه کې به کموالئ راشي او په پای کې به د هېواد امنیت او تلپاتې سولې ته زمینه برابره شي او افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړئ به سیاسي او اقتصادي ثبات کې حیاتي رول لوبوئ شي.
نو ګاونډیو ته په کار ده ترڅو د افغانستان د پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره خنډ نه بلکې د ښو اقتصادي مناسباتو په چوکاټ کې د افغانستان د پرمختګ لپاره حامي او ښه مرسته کوونکي وګرځي. په دې هيله چې د کمال خان بند په شان د هېواد نورو سیمو کې هم سترې او بنسټیزې اقتصادي پروژې پلې شي، افغانستان له اقتصادي پلوه د ګاونډیو او نورو هېوادونو له لومو او اړتوب وژغورل شي او هېواد مو يو ځل بیا د آسیا د غلې کندو جوړ او پرمختللئ، په ځان بسیا او خپلواک ګران افغانستان ولرو.
۶. نتیجه ګیري:
د ګران هیواد د اوبو مهارولو لمړۍ پروژې په عملي کولو سره موږ ته لاندې نتیجه په لاس راغله:
• ایران ته د هر کال د ۱.۵ میلیارده متر مکعب مفتو اوبو مخنیوی. په نړۍ کې د یو متر مکعب اوبو مختلف نرخونه دي چې اوسط یې ۳ ډالر دی.
• د دې بند په جوړیدو سره به شاوخوا۱۸۴۰۰۰ زره هکتاره ځمکه به خړوبه شي.
• د دې بند په جوړیدو به۹ مېګاواټه برېښنا تولید شي.
• د دې بند په جوړیدو سره به ۴۹۰۰۰ کورنۍ په مستقیم ډول ورڅخه ګټه واخل.
• د هلمند حوزی زراعت به ورسره پرمختګ وکړي.
• د نیمروز دښتې به پرې ابادې شي.
• خلکو ته به د کار زمینه برابره شي چې په پایله کې به یې د خلکو اقتصاد ښه شي.
نو موږ دې نتیجې ته رسیږو چې د دا ډول بندونو جوړول د هیواد په پرمختګ کې خورا اړین رول لري چې حکومت باید د داسې نورو حیاتي پروژو لپار بودیجه پیدا او عملي کړي.
۷. وړاندیزونه:
۱. د بند د جوړیدو وروسته باید د بند وخت په وخت څارنه او مراقبت وشي.
۲. د بند څخه د ګټه اخیستونکو خلکو سره د زراعتي وسایلو مرسته وشي.
۳. که په راتلونکي کې د پاکو اوبو د کمښت سره مخ کیږو نو د دې اوبو څخه د ګټې اخیستنې یو پلان باید موجود وي.
۴. د بند څه د کانالونو په واسطه باید اوبه اړوندو زراعتي ځمکو ته ورسول شي.
۵. د بند په اوږدو کې د کبانو فارمونه جوړ شي.
۶. د کنړ په سیند ستر بندونه جوړ شي.
۸. سرچیینې:
۱. د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویبپاڼه
۲. د کمال خان بند تاریخي مخینه، نصیراحمد ابراهېم خېل ( صبح کابل ورځ پاڼه)
۳. ویکیپیډیا (کمال خان بند)
۴. کمال خان څوک و او ولېیې په نوم یو ستر بند نومول شوی؟ (هشت صبح ورځ پاڼه)
پای.

Ketabton
Ketabton 3 years ago
Recommended Articles