دا سړي
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ميا شاه جهان دي پۀ 1942 كښې د اتمانخيلو پۀ چينه ګئ كښې د ميا حاكم پۀ كور كښې پيدا شوي او پۀ 9 فرورئ 2005 كښې د كور پۀ خواه كښې پۀ بمى چاودنه كښې د دهشت ګردئ ښكار شو ۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې ټول ژوند ئې د اولس خدمت ته وقف كړي وه !!!
مېاشاه جهان هغه شخصيت وه چې د سركار د پاره ئې ځان اولس ته مجرم كړې او د اولس د پاره ئې ځان حكومت ته مجرم كړي وه۔۔ خو د ثالثئ رول ئې هميشه د پاره لوبولي۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې هر كله ورته د پاكستان د حكومت د قبائلو دننه ضرورت پيښ شو نو د لوى افغانستان نه ئې باجوړ ته راوستلو او د يو وفادار محپ وطن اعزازات ئې وركړل۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې پۀ تاريخ كښې د باجوړ د نواب مقابلې ته پۀ ړومبى ځل انتخاباتو ته ودريد ۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې پۀ قامى سياست كښې ورله د پاكستان حكومت پۀ كور بمبارى وكړه ۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې بيګم نسيم ولى خان ورته پۀ پيښور كښې د قبائلو پۀ لويه جرګه كښې د خپل قامى تقرير د زده كړې استاذ محترم وائيلي۔۔
مياشاه جهان هغه پښتون قامپرست شخصيت وه چې حكومت ټول عمر قبائلى بغاوت ته لكه د ډال نيولي۔۔
مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې قبائلو د حكومت د سرزورئ پۀ مقابله كښې لكه د يو جنګى بهادر سپاهى راپاڅولي ۔۔
دا هاغه مياشاه جهان وه چې د نفاذشريعت پۀ شخړه كښې افعانستان ته جلاوطن كسان ئې باجوړ ته راوستل او د حكومت محافظان ئې جوړ كړل ۔۔
دا هاغه مياشاه جهان وه چا چې پۀ پاړه چينار كښې د شيعه او سنى جهګړه پۀ انسانى ورورولئ بدل كړه ۔۔
دا هاغه مياشاه جهان وه چې د وانا وزيرستان پۀ شخړه كښې پرې ټولو قبائلو د مشرئ اعتماد وكړو ۔۔
هو ۔۔
دا د مياشاه جهان د ضرورتونو د پرون خبرې وې چې د ماضى كتاب پرې ډك شو او د تاريخ پۀ آئينه كښې د قوم پۀ لمن د وينو يو نه وركيدونكي داغ شو چې د تاريخ هره پانړه به ئې دې بې ضميره بې احساسه او بې وفا اولس له پۀ مخ د شرم لاس راكاږى ځكه چې دې قوم ټول عمر د شخصيتونو پۀ جنګ كښې د ځانه هسك سرونه لكه د مياشاه جهان غوندې غوڅ كړى او ورك كړى ۔۔
ځكه نن سرونه لرو خو سردار نه لرو ۔۔
مونګ چې د مياشاه جهان د حكومت سره د خدماتو او د اولس سره د ښيګړې پۀ اوږد پرون او نن كښې دا سوچ وكړو چې د مياشاه جهان غوندې داسې غيرجانبار شخصيت چې حكومت او پښتنى قبائلى اولس دواړو ته محبوب وه او بيا هم دې بې ضميره اولس۔ او كرپټ بدعنوانه نظام تحفظ ورنكړو نو د حكومت سره مو د خدماتو او د اولس سره مو د مينې او ښيګړې نه باور پاڅى۔۔
قاتل به نن هم د خپل ضمير پۀ جرم كښې ګرفتار وى او سبا به هم ځان د ضمير د جرم د حصاره خلاص نكړى۔۔۔
مياشاه جهان په هسك سر او سپين مخ لكه د حسين عليه السلام د حق پۀ لاره خدائي له وينې وينې لاړو۔۔۔
خو مونګ نن هم د قلندرمومند دا شعر پۀ افسوس سره وايو چې !!!
د پښتون د نوى كول دې خدائي حافظ شى۔۔
هړه ورځ چې ترينه داسې مشران مرى ۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ مياشتنئ ليكوال فرورى 2005 چاپ ۔۔
كتاب ۔۔ د وينو د سپرلى ګلونه ۔۔ صحفه 36 ۔۔ چاپ 2018
ليك۔۔ جعفرخان جعفر
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Articles
3 articlesدېرش ملي متره باران څه مانا
👷 دېرش ملي متره باران څه مانا ١. باران سنجونکی په ملي متر باندې درجه بندي شوی مقیاس لرونکی دی. ٢. په باران سنجوو نکی کی هرملی متر په هرمترمربع کی دیوه لیتر اورښت سره معادل دی. نو لرو: 1 mm = 1 L / m2= 10 m 3 / 1 hac= 10 Ton / hac نو 30 ملي متره ی...
د ناول لنډه پېژندنه
لیکنه ـ ریاض مقامزی ناول په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د ناول کلمې ريښه د ايټالوي ژبې په "Novella" کلمه کې ده. ددې ويي لغوي معناوې نوی، عجيبه څيز او تازه دي. خو په اصطلاحي توګه ويلای شو، چې ناول هغه نثري کیسې ته وايي، چې د کميت په لحاظ...
الظواهري څوک و او څنګه ووژل شو؟
د یکشنبې پر سهار د کابل شېرپور سیمه کې پر یوه کور د مزایل برید سره سم پر خواله رسنیو د دې برید د نوعیت په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شول. طالبانو په لومړي سره کې وویل چې هلته پر یوه تش کور راکټي برید شوی او مرګژوبله نه لري.خو پر خواله رسنیو داسې ګ...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...