رسنیزه جګړه وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 16, 2021
4 years ago
2,550 views
رسنیزه جګړه وپېژنئ!

رسنیزه جګړه چې په انګلیسي کې ورته(Media War) ویل کېږي، د نړیوال امنیت د مختل کېدو یو مهم لامل دی. تر ټولو ښه تعریف چې د رسنیزې جګړې لپاره یې کولای شو: 

د موخو هېوادونو د تضعیف لپاره او همدارنګه د خپلو ملي منافعو او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره د رسنیو د ځواک، ظرفیت او ډولونو (مطبوعات، خبري اژانسونه، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ ....) څخه ګټه اخیستل رسنیزه جګړه ګڼلای شو. 

رسنیزه جګړه د نرمو او نړیوال نظام کې د مدرنو جګړو څخه یوه مهمه نوعه ده، د رسنیزې جګړې استعمال د نظامي جګړو په وخت کې ډېر مطرح وي، مګر دا په دې معنا نه ده چې ګواکي په نورو وختونو کې له دې جګړې څخه استفاده نه کېږي، رسنیزه جګړه یواځینۍ جګړه ده چې حتا د سولې پر مهال د هېوادونو ترمنځ په نارسمي شکل جریان پیدا کوي او هر هېواد د امکان تر حده هڅه کوي، چې خپل سیاسي اهداف د رسنیو پر مټ تر لاسه کړي.

 

رسنیزه جګړه ظاهراً د راډیوګانو، تلویزیونونو، رسنیزو مفسرانو، د خبري اژانسونو د خبریالانو او انټرنیټي سايټونو ترمنځ روانه وي، خو حقیقت دا دی چې د دې ژورنالیستیکې جګړې ترشا د یو هېواد رسنیز سیاست Media policy) لاس وي او مستقیماً د نوموړي هېواد له پارلمان څخه رسمي بودیجه ورته ټاکل کېږي، د ځینو مخفي اطلاعتي او امنیتي سازمانونو او یا هم د ځینو جاسوسي سرویسونو له خوا یې مالي ملاتړ کېږي. 

 

د تبلیغاتي جګړې سرتیري تبلیغاتي متخصصان، د نړیوالو تبلیغاتو ستراتېژي جوړونکي او د رسنیو نور عام کارکوونکي دي. د تبلیغلاتي جګړې لپاره د یوه هېواد د نظامي، سیاسي، اطلاعاتي، امنیتي، رسنیزو او تبلیغاتي برخو هراړخیزې او نیږدې همکارۍ ته اړتیا ده. د تبلیغاتي جګړې طرحه کوونکي یواځې نظامي جنرالان نه شي کیدای، بلکې شونې ده چې د پوهنتونونو استادان او د ژورنالیزم د ډیپارټمنټونو غړي اوسي. 

 

رسنیزه جګړه یوه داسې جګړه ده چې وینه پکې نه تویېږي او له دې اړخه یوه ارامه جګړه ګڼل کېږي. دا یوه داسې جګړه ده چې د ورځپاڼو پر مخونو، د راډیوګانو پر مایکروفونونو او د تلویزیونونو پر پردو او د کیمرو پر عدسیو تر سره کېږي. هغه خلک چې د رسنیزې تبلیغاتي جګړې تر بمبارۍ لاندې راغلي وي د هغې جګړې نه هم نا خبره وي چې د هغوی د تنفس په هوا کې کېږي. که څه هم د رسنیزې جګړې د اصولو هدف د دولتونو رویو ته بدلون ورکول دي؛ خو په عمل کې د دې پر ځای چې دا جګړه دولتونه خپل هدف وګرځوي، ملتونه هدف ګرځوي او په اصطلاح بمباروي يې.

 

رسنیزه جګړه پر دې باور ترسره کېږي چې که د ملتونو عمومي افکار د یوې موضوع په اړه  قانع کړای شي یا هم ورته په یو ځانګړي لوري بدلون ورکړل شي، نو همدا بدلون د دې لامل کېږي چې پر دولتونو د خپلو ملتونو فشار راشي او په هماغه لوري د دولتونو پالیسۍ او رویې هم بدلون وکړي.

 

شریف الله ځيرک

Related Articles

Jun 02, 2021
3,732 views

د ممیزو روغتيايي ګټې

ممیز د وچو مېوو په ډله کې یوه خوندوره مېوه ده؛ له چایو سره د خوړلو ترڅنګ په ګرمو سیمو کې ترې خوندور شربت هم جوړېږي. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې، له ځينو به یې دلته یادونه وشي. ممیز تر یوه بریده ګلوکوز لري. نو ځکه د وینې لوړ فشار ټيټولای شي او ستاسو د ز...

Nov 05, 2020
2,250 views

دوازده گرام مغز

دوازده گرام مغز (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی این اثر بسیار مهم استاد شهرت ننگیال، از زمان نشر تا کنون، سر زبان هاست. افغان های زیادی راجع به آن گفته و نوشته اند؛ اما در زمینه ای که باور های الحادی و اخوانی جولان می کنند، لطف آثاری کمرنگ وانمود...

Jan 22, 2024
2,312 views

سنګ کاری Stone Masonry

سنګ کاري Stone Masonry, Rock Masonry : سنګ کاري هم دساختماني کارونو له جملې څخه دی او برآورد يې په مترمکعب سره ترسره کيږي ، د سنګ کارۍ دحجم 30-35 فيصدو پورې مصالحه Mortar (1:6) په نظر کې نيول کيږي.په جلال اباد او شاوخواسيمو کې دسنګ کارۍ لپاره دکامې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,243 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,427 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...