د زنګون درد لاملونه او د ښه کېدو لارې چارې
3,420
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-07-12 05:47:41
زنګون د بدن یو له اړینو مفصلونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د زنګنونو درد په ډېر عمر لرونکو(زړو) کسانو کې ډېر وي خو ډېری ځوانان هم له دې درده کړېږي.
د زنګونونو درد شخص، عمر او حالاتو ته په کتو بېلابېل لاملونه لري، خو له اړینو لاملونو څخه یې لاندیني موارد یادولای شو.
د زنګانی سولېدل (ارتروز یا اوستو ارټریټ ) چي شونې ده هلته د مفصل غضروف (د هډوکې نرمي لکه د غوږ هډوکی) یا کپرکی تخریب یا له منځه تللی وي.
د مفصلونو ( بندونو ) التهاب ( ارټریټ ) او یا سولېدل چې د مفصلونو یو ډول روماتیزوم دی او درد د هغه له مشخصو علایمو څخه شمېرل کېږي .
د غضروف د نرمي پټيلا(د زنګانه پر سر متحرک هډوکی) دی
د زنګانه د شاو خوا عضلو او بندونو زیانونه
د زنګانی د مینیسک (کلک غضروفي جوړښت لري چي د زنګانه دننه د کونډیل هډوکې پورته خوا ته موقعیت لري) زیانمنېدل یا پرې کېدل
سپورټي زیانونه یا ضربه خوړل
د زنګانه د درد هغه لاملونه چي پورته مو یې یادونه وکړه د درملنې لپاره لاندینۍ سپارښتنې کېږي چي خورا ګټورې پایلې لري.
شونې ده د زنګانه د درد د ښه کېدو لپاره لومړنۍ سپارښتنه د بدن د وزن د کمېدو وي چې دا چاره د زنګونونو پر مفصلونو باندې د فشار کچه تر یوه حده را ټیټوي او د زنګانی شاوخوا عضلو او غضروف ( کپرکی ) ته په زیان اړولو کې کموالی راولي.
لامبل، یا په اوبو کې تګ را تګ کول د زنګانه د درد له کمېدو سره مرسته کوي خو برعکس دغه لوبې لکه: فوټبال، ټنیس، کرکټ او باسکټبال د زنګانه درد زیاتوي.
د پښو په سر نه درېدل، په ګونډو او له پلترۍ یا پلتۍ کېناستو څخه ډډه وکړئ، خو که چېرته تاسو مجبوره کېږئ چي په پښو ودرېږئ د ساري په توګه د لوښو مینځلو په وخت کې، نو تاسو ته سپارښتنه کېږي چي تر خپلو پښو لاندې د ۲۰ سانتي مترجګوالې په اندازې یو څه کېږدئ.
د بدن په نرمښت سره د زنګانی د درد درملنه:
په یوه ورځ کې حد اقل د نیم ساعت لپاره په هواره ځمکه په پښو وګرځېږئ، یقینن په غر ختل، په زینو پورته ښکته تلل او تل په هسکه ختل یا ښکته کېدل د زنګانی د درد لپاره زیانمن کار دی.
نو یو شمېر سپورټي سپارښتنې شته چي د زنګانی د درد په کموالې کې اغېزمن رول لري، ډېری وخت ډاکټران هم د زنګانی د درد د کموالی په موخه خپلو ناروغانو ته د دغو سپورټي حرکاتو سپارښتنه کوي.
دغه حرکات چې د وراني او مفصلونو د څلورو خواوو د قوي کېدو لامل کېږي په لاندي ډول دي:
په ځمکه یا هم په یوه څوکۍ باندې ښکېنئ او خپله پښه سیده وغځوئ، وروسته پرته له دې چې په خپلو مفصلونو باندې فشار راوړئ پښه مو ښکته پورته کړئ او دا حرکت څو ځلې تکرار کړئ، له څه مودې وروسته به ستاسو د زنګانه په درد کې د پام وړ ښه والی راشي.
په ورځ کې حد اقل نیم ساعت خپل خوږمن ځای ته لمر ورکړئ.
ستنیز طب یعنې اکوپونکټور (یوه طبي کړنلاره ده چي د درد په ښه کېدو کې اغېزمن رول لري) یوه بله طبي تګلاره ده چي د مفصلونو په دردونو کې خورا مرسته کولای شي، په ډېریو مواردو کې له جانبي عوارضو پرته د Corticosteroid ( د هغو درملو نوم دی چي معمولً د التهابي ناروغیو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي ) ځای ناستی هم کېدای شي.
ډاکټر شفیق الله