د شعر توکي
رياض مقامزی
شعر دی چې له ښه زړه به وتلی وي
ښکلی عبارت چې هنر هـــــــــم لري
“ پسرلی”
وړاندې له دې چې د شعر پر توکو وغږېږو، اړينه ده چې شعر وپېژنو. ((شعر)) عربي کلمه ده، چې معنی يې (پوهه، درک، فهم، خبرتيا او هوښياري) ده. په انګلېسې ژبه کې يې (Poem)، فرانسوي کې يې هم (Poẻme) او روسي ژبه کې يې ستيخوتورينيه (Stikhotovreniye) بولي.
شعر، ادب او په ټوله کې هر هغه څه چې ذوق پورې اړه لري، يو واحد پېژند نه لري. ځکه چې ذوقونه سره توپير لري. هغه تعريف چې کلونه وړاندې شعر ته شوی و، اوس د منلو وړ نه دی. همداسې هغه تعريف چې نن يې کوو، ممکن لس کاله وروسته څوک و نه مني. نوې څېړنې به کېږي، نوي نظريات به رامنځته او نوی پېژند به ورته ټاکل کېږي.
الفت صيب د شعر سرچينه زړه بولي، نوموړی يو ځای ليکي: ((د انسان په وجود کې دوه شيان ډېر عزيز معلومېږي، چه يوه ته زړه بل ته دماغ وائي. له دماغ نه علم او فلسفه پيدا شوه، له زړه نه شعر او ادب.))
د الفت صيب خبره منو، چې شعر به له زړه نه الهام اخلي، خو پوښتنه دا ده، چې شعر څه شی دی؟
تر ټولو زړه او عنعنوي پېژندنه يې داسې ده، چې : ((شعر هغه کلام دی، چې وزن او قافيه ولري.))
په دې تعريف کې ((وزن)) او ((قافيه)) د شعر بنسټيز توکي ګڼل شوي دي، او د بنسټيزو توکو معنا دا ده، چې پرته له دې توکو هغه مقصود نشي حاصلېدای. مثلا: د دېوال بنسټيز توکي خښتې او سيمنټ دي. که دا دوه توکي نه وي، نو دېوال نشو جوړولای.
مګر کله چې آزاد شعر رامنځته کېږي، دا تعريف هم غلط ثابتېږي. د ومان نيازي يو شعر ګورو:
زړه مې دی
د هغې پر مرۍ
نا اشنا خطاطي وکړم
رنګ به د اوبو له سيوري واخلم
او کړکۍ بايد له مناسب
نوره را بېل کړم
خو چې شپه پخه شي.
يا هم د رحماني صيب دا کلام:
کاش چې بېرته کوچني شو
او د پرون سبا
ته په تمه شو.
پورته شعرونه ګورو چې ټاکلی وزن او قافيه نه لري. خو د شعر له دايرې يې په هېڅ صورت نشو ويستلی. د فارسي ژبې شاعر او ليکوال شفيع کدکني وايي: ((شعر ګره خورده ګي عاطفه و تخيل است که در زبان آهنګين شکل ګرفته باشد.))
په هر حال نه غواړم، چې د شعر د پېژندنې بحث دې اوږد شي، تر ټولو نوی او نږدې ټول منلی تعريف، چې په اوس وخت کې د شعر لپاره شوی دی، داسې دی: ((شعر په آهنګينه ژبه کې د فکر او خيال له عاطفي تړونه رغېدونکی شکل دی.))
که پورته پېژند ومنو نو د شعر اساسي توکي په کې ((فکر، خيال، عاطفه او آهنګ ښودل شوي دي.)) پر همدې توکو لنډ بحث کوم.
تر لوړ لومړی به فکر او خيال وپېژنو:
د انسان ذهن دوه ډوله فعاليتونه لري، د يوې برخې کار له منطق سره دی. د بلې برخې له عواطفو او احساساتو سره. د لومړۍ برخې له فعاليته علم او د دويمې برخې له فعاليته هنر زېږي. په شعر کې د فکر څخه موخه دا ده، چې شاعر د ژوند او طبيعت په اړه راسره خپل برداشت شريک کړي. د شاعر ذهن له عادي ذهنونو ډېر حساس وي.
داسې حساس لکه هغه زخم چې پوټکی يې نه وي نيولی، که هغه زخم باد هم ولګي نو حس کېږي.
بل بحث د تخيل دی. تخيل يو ابداعي ځواک دی، چې زيات شمېر انسانان يې لري، چې د همدې ځواک په وسيله انسان د طبيعت اجسامو او پديدو ته له نوې زاويې ګوري. يا هم تصرف پرې کوي. مثلا: چنار په طبيعت کې شته دی، او خبرې کول د انسان سره يوه تړلې پديده ده. که څوک ووايي: ((چنار خبرې کوي.)) يا ((چنار خاندي.)) نو دا تخيلي ترکيب دی، همدا تخيل دی.
يا هم مثلا يو آس دی، څنګه چې دی همغسې يو انځور يې زموږ په حافظه کې مجسم دی. تخيل د آس پر انځور تصرف کوي. سر يې د يو ښکلي هلک ټاکي، وزرې ورکوي نور يې هم سينګاروي. چې يو بل نوی شی جوړ شي. داسې شی چې په حقيقت کې هېڅ وجود و نه لري. همدا تخيل دی.
دا چې تخيل او فکر سره بېل کړو، د کاروان صيب د شعر يوه بېلګه ګورو:
نن دې يادونه لکه مسته پېغله
زما زړګی لکه ښکلوکی ماشوم
په هوس وتخناوه، څومره دې وخنداوه
له ډېره شوقه دې پرې سپين غاښونه ولګول
څومره دې وژړاوه
اوس يې په غېږ کې نيسه
اوښکلوه يې په ناز
رضا کوه يې، که رضا دې نه کړ
نادان ماشوم دی زمانې خبروي.
په دې شعر کې د ((معشوقې يادونه د عاشق زړه په هوس کې اچوي، ژړوي يې او ځوروي يې، که معشوقه د خپل عاشق زړه خفه کړي نو رسوايي جوړېږي.)) دا د شعر خاکه ده، چې فکر جوړه کړې ده. يعنې په دې شعر کې همدا د فکر برخه ده. مګر يوازې يوه طرحه ده لا ښکلې شوې نه ده. په دې وخت کې به اوس نو خيال خپل نقش ادأ کوي.
ګورو: ((د معشوقې يادونه دومره ښکلي او خواږه دي لکه يوه مسته پېغله، چې د عاشق پاک، معصوم او نازولی زړه، چې د يو ښکلي ماشوم په شان دی، تخنوي، خندوي او بيا له شوقه او هوس څخه خپل سپين غاښونه پرې لګوي. له همدې امله ښکلی ماشوم ژاړي. اوس ددې ښکلې پېغلې دنده ده، چې دا ماشوم په غېږ کې ونيسي، ښکل يې کړي، ناز ورکړي او رضأ يې کړي. که نه د عاشق د زړه ماشوم به ټولې زمانې خبرې کړي.)) دا برخه د تخيل ده، خپل نقش يې ادا کړی دی. په دې شعر کې تشبېهات، استعارې او تصويرونه، چې حقيقي نه دي، خو په واقعيت کې ريښې لري، د تخيل په مرسته رامنځته شوي دي.
په غالب ګومان چې په شعر کې د ((فکر او خيال)) موضوع لږه روښانه شوه، نو اوس به د شعر پر بل توکي (عاطفه) وغږېږو.
د ځانګړي پېښې او موضوع پر وړاندې وجداني حالت ته عاطفه وايي، چې په تجربه ترلاسه کېږي او په انسانانو کې يو له بل څخه توپير لري. څېړنې ښيي چې په ښځو کې د نارينه وو په پرتله ((عاطفه)) ډېره ده.
عقل او عاطفه بشپړونکي اضداد دي، په دې معنی که د يو بل خلاف هم دي خو يو بل ته اړتيا هم لري. عقل په منطق او استدلال ولاړ وي، ټولو قضايو کې کره پرېکړې کوي. خو عاطفه پر نرمښت او رڼو احساساتو ولاړه ده. عاطفه هڅه کوي، چې په بېړني ډول غريزه اشباع کړي، خو عقل بيا اوږد مهاله وخت غواړي.
مثلاً: که يوه مور خپل ماشوم کور کې پرېښی وي. او خپله له کوره بهر تللې وي. نو کله چې راستنېږي له هر څه وړاندې خپل ماشوم ته ځان رسوي، ځکه چې دلته يوه عاطفي اړيکه موجوده ده. اکثره وخت په ډېرې بې احتياطۍ ماشوم پورته کوي، چې کله ناکله دماشوم نازک هډوکي زيان هم ويني. عاطفه دومره قوي شي، چې عقل ته وخت ورنکړي، تر څو د ماشوم د پورته کولو په اړه پرېکړه وکړي.
د عاطفې په اړه دوکتور تقي وايي: ((له عاطفې څخه موخه د غم، خوښۍ، يأس، اميد، غوسې، حيرانۍ، تعجب او داسې نور رواني حالتونه دي، چې د شاعر په ذهن کې د عيني يا ذهني پېښو په پايله کې پيدا کېږي ...))
دروېش درانی وايي:
دا چې ځړېږې مخامخ درته په دار ســــــــرونه
په دې وطن کې بس همدغه وو د کار سرونه
پورته شعر کې عاطفه د غم او وير له ډلې ده.
د اکرام الله ګران په لاندې بيت کې وينو، چې خوښي او سرور د عاطفې برخه جوړوي.
ستا په راتلو شوم له ديدنه محروم
د خوشـحالۍ نه مې نظر نه لــــګي
نورې ګڼې بېلګې هم شته، چې په کې د اميد، غوسې، حيرانۍ او نورو له ډلې عاطفه څرګندېږي. خو دا چې موضوع اوږده نه شي نو په شعر کې د عاطفې بحث پر همدغه ځای پرېږدو او پر آهنګ لنډ بحث کوو.
په شعر کې آهنګ يو پراخ مفهوم دی. او يوازې په ظاهري وزن پورې نه دی تړلی. پخوانيو ادبپوهانو وزن او شعر سره تړلی باله او موزون کلام به يې ورته وايه. په معاصره شعر پېژندنه کې بيا دا مفهوم او بحث پراخ شوی دی.
آهنګ په فارسي کې سندرې ته هم وايي؛ خو موږ يې په ګرامر او شاعرۍ کې کاروو. د ګرامر او شاعرۍ دواړه آهنګه له فشار سره رابطه لري. دا معلومه نه ده، چې دا اصطلاح له شاعرۍ ګرامر ته تللې ده، که له ګرامر نه شاعرۍ ته.
پښتو شعر کې د هر رکن په څلورو کې درې سېلابونه سپک يا بې خجه وي او له دې څلورو څخه يو يې دروند او خج لرونکی وي.
نو ځکه يې سېلابوتونيک سيستم بولو. پښتو شعر کې څلور سېلابونه يو رکن بلل کېږي، که د لومړي رکن پر کومه څپه فشار وي، همدغه خج په ټولو رکنونو کې بايد تکرار شي.
پښتو شعر کې د آهنګ لپاره يوازې د څپو شمېر مهم نه دی، بلکې په دې سېلابونو کې په منظم ډول د درنو څپو تکرار هم مهم شرط دی.
د استاد پسرلي لاندې بيت ګورو:
حاسد که هر څومره وو ولي شهکار آثر په تيږه
ماتېږي نه د لمر د پلوشو وزر په تيــــــــــــــــــــــږه
په دې بيت کې د هر رکن دويمه څپه خجنه (فشار لرونکې) ده. نورې ډېرې بېلګې شته، چې په کې نورې څپې خجنې وي. لکه د رحمان بابا د اکثرو شعرونو درېيمه څپه خجنه وي او د لنډيو څلورمه څپه خجنه وي.
په هر حال د شعر د توکو بحث ډېر پراخ دی. په يوه مقاله کې يې واضح کول ستونزمن دي. که په هر توک يې کار وشي کتابونه پرې ليکل کېدای شي. نو زه هم د پير محمد کاروان په دې کلام خپله موضوع رانغاړم، چې وايي:
ته معشوقه هم لرې؟
ووايه نوم يې څه دی؟
ما وې زما معشوقه شعر نومېږي
د مور له مينې آن د خدای تر پولې
ورسره مينه کوم
آسمانه ته ووايه
داسې عاشقه معشوقه به هم وي؟
چې لکه شعر خوږه وي
د مور له مينې
آن د خدای تر پولې
راسره مينه وکړي.