هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟
4,292
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-08-09 22:22:47
لیکنه ـ ریاض مقامزی
په دې وروستيو کې به تاسو هم بېلابېل هشټګونه لیدلي وي؛ په امریکا کې د تورپوستو په ملاتړ، په مقبوضه پښتونخوا کې د پي.ټي.ام په ملاتړ او اوس ـ اوس په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پاکستان ضد هشټګونه تر سترګو کېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي دي؛ د لیکنې تر پایه به په دې اړه لا ډېر پوه شئ.
هشټګ څه ته وايي؟
هر کله چې ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټويټر، لینکدین او ...) ته سر ور ښکاره کوو، نو له بېلابېلو هشټګونو سره مخ کېږو. په اوس وخت کې اکثرو ټولنیزو رسنیو ـ چې په خلکو کې محبوبیت لري ـ دا ځانګړنه جوړه کړې ده. دا چاره د هش (#) علامې په مرسته ترسره کېږي، نو ځکه ورته د "هشټګ" نوم ورکړل شوی دی. ددې په مرسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکي پر دې توانېږي چې موضوع بارزه کړي او د خلکو پام ور واړوي.
هشټګ چا رامنځته کړ؟
د لومړي ځل لپاره دا نظریه د ګوګل کمپنۍ یوه پخواني کارکوونکي (کریس مسینا ـ Chris Messina) له لوري رامنځته شوه. هغه په "۲۰۰۷م" کال کې د #Barcamp په نوم هشټګ په ټويټر کې خپور کړ. بیا را وروسته په "۲۰۱۰م" کال کې د هشټګ (Hashtag) کلمه د اکسفورډ په وييپانګه (قاموس) کې ځای پر ځای شوه.
له هشټګ نه څنګه ګټه واخلو؟
تر هرڅه لومړی باید ووایم، هرڅوک کولای شي یو هشټګ رامنځته کړي. مګر ټول هشټګونه د پام وړ نه ګرځي. یوازې او یوازې هغه هشټګونه د پام وړ شي، چې ډېر خلک یې وکاروي. او په یو ټرینډ بدل شي. ددې لپاره چې ښه هشټګ رامنځته کړو، مهمه ده لاندې ټکو ته پام وکړو.
- هشټګ د "#" په ايښودلو پیل کړئ. که ستاسو هشټګ یوه کلمه نه وي، کولای شئ ترمنځ یې Underline کېږدئ. مثلا: #موږ_سوله_غواړو.
- که کلمه یا جمله په "#" علامې پیل نه شي، پر هشټګ نه بدلېږي.
- که د جملې په سر کې د هش "#" علامه کېږدو او د نورو د کلمو ترمنځ د "_" علامه نه وي، نو یوازې هماغه د پیل کلمه په هشټګ بدلېږي. مثلا: #موږ سوله غواړو
- په پورتنۍ بېلګه کې به فقط "موږ" پر هشټګ واوړي. نو اغېز به یې هم تقریبا هېڅ وي.
- که هشټګ مو په انګلېسي وي. نو هڅه وکړئ، د هرې کلمې لومړی توری لوی ولیکئ. مثلا: #SanctionOnPakistan او همداسې نورې بېلګې هم جوړولای شئ.
- که جمله د هشټګ په توګه کاروئ نو هڅه وکړئ، چې د کلمو ترمنځ د فاصلې (Space) له راوړلو ډډه وکړئ. یا ټولې کلمې پرته له فاصلې ولیکئ او یا هم "_" علامه وکاروئ.
- همدارنګه د جملې د بېلابېلو برخو ترمنځ ټکی "." هم باید و نه کارول شي.
باید ووایم، چې د هشټګ لپاره د ټولو ټولنیزو رسنیو اصول یو ډول نه دي. هره شبکه ځانته خپل اصول او ځانګړنې لري؛ خو دا یو حقیقت دی، چې په ټویټر او انسټاګرام کې هشټګ تر فیسبوک ډېر اغېزمن دی او ډېر ژر د کاروونکو د پام وړ ګرځي.