لیکنه: سرفراز څرګند
انفلاسیون په عامه اصطلاح د توکو او خدمتونو په نرخونو کې په عمومي کچه جګوالي ته وایي یا په بله معنا انفلاسیون په اقتصاد کې هغه حالت ته وایي چې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د توکو او خدمتونو په نرخونو کې لوړ والی راشي چې دغې حالت ته انفلاسیون وایي، چې یاده چاره په اقتصاد کې مهم رول لوبوي او دولتونه ورته باید متوجي اوسي، مخکې له دې چې د انفلاسیون په قسمونو باندې خبرې وه کړو، لږ غواړم د انفلاسیون په هکله عامې خبرې وکړم.
انفلاسیون د یوه هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي چې تر نظارت لاندې ونیول شي، دا هم ضرور نه ده چې انفلاسیون دې دومره کنترول شي چې هیڅ رامنځ ته نه شي، اقتصاد پوهاند وایې چې د یوه ملک د اقتصادي پرمختګ لپاره له دوو نه تر څلورو فیصدو پورې انفلاسیون رامنځ ته کیدل یو ښه کار دي او حتا دوی وایي که تر نهه فیصده پورې لاړ هم شي نو اقتصاد د بربادۍ خواته نه وړي خو که دا فیصدی له نهو اوړي نو بیا خطرناک بلل کیږي چې پایلې یې په اقتصاد ناوړه اغیزې لري، تاسې به کتلی وي چې تر څو کالو مخکې پورې د سعودی حکومت انفلاسیون کلک تر کنترول لاندې نیولی و او حتا څو کاله پکې بیخی په نیشت حساب انفلاسیون رامنځ ته شو چې دې کار یې یو څه اقتصاد ته صدمه وه رسوله او بلاخره په دې پوه شول چې باید د اقتصادي پرمختګ لپآره یو څه انفلاسیون ته باید لاره ورکړو، چې هماغسې وه کړل، نو مونږ ویلی شو چې انفلاسیون تر یوه حده اقتصاد ته صدمه نه رسوي بلکې تر یوه اندازه ورته ګټور هم تمامیدای شي خو دا اندازه چې کومه ما پاس ذکر کړه له هغې باید پورته نه شي، اوس راځو د انفلاسیون ډولونو ته، چې په لاندې ډول دی:
۱: Demand Pull-inflation د تقاضا راښکونکي انفلاسیون یا په ساده اصطلاح د تقاضا د زیاتوالی پر بنیاد انفلاسیون
کله چې عمومي تقاضا د عرضې په پرتله زیاته شي دې حالت ته د تقاضا د زیاتوالي پر بنیاد انفلاسیون وایي، او دا هغه وخت رامنځ ته کیږي چې کله د روپو عرضه بازار ته ډېره وړاندې شي، د خلکو په عایداتو کې زیاتوالی راشي او یا هم د عامه خلکو او د دولت په مصارفو کې د پآم وړ زیاتوالی رامنځ ته شي
۲: Cost Push-inflation د قیمت د زیاتوالی پر بنیاد انفلاسیون
هغه وخت نرخونه لوړیږي کله چې د مزد یا اومه موادو په قیمتونو کې زیاتوالی راشي ، په دې معنا چې په تولید تمام شد لګښت پر قیمت اچول کیږي چې بلاخره نرخ ورسره لوړوالي کوي، تاسې به پرمختللی هیوادونه لیدلی وي چې خپل توکي په وروسته پاتې هیوادونو کې جوړوي چې علت یې د مزدور د کم مزد مسله ده
۳: Creeping inflation خوځنده یا ارام انفلاسیون
کله چې د توکو او خدمتونو په قیمت کې په متوسط ډول ٪۲ دوه فیصده جګوالی په کلنی ډول رامنځ ته یعنې لوړ شي نو دې انفلاسیون ته مونږ ارام یا خوځنده انفلاسیون وایو، چې د اقتصادي رشد لپآره موثر دی لکه څنګه مو چې پاس یادونه ترې وه کړله
۴: Walking inflation متحرک یا قدم اخیستونکي انفلاسیون
کله چې په متوسط ډول د توکو او خدمتونو په قیمت کې په کلنی ډول ٪۵ فیصده جګوالی راشي دې ته قدم اخیستونکي انفلاسیون وایي، چې بیا هم د یادولو وړ ده چې دا فیصدي د اقتصاد لپاره ډېره خطرناکه نه ده
۵: Running inflation ځغلنده انفلاسیون
کله چې د اجناسو او خدمتونو په قیمت کې په کلنی ډول د ٪۸ نه تر ٪۱۰ فیصده جګوالی راشي دې حالت ته ځغلنده انفلاسیون وایي چې د اقتصاد لپآره خورا خطرناک دي او څومره چې زر کیدای شي باید کنترول شي
۶: Hyper inflation شدید انفلاسیون
په دې نوعه انفلاسیون کې د اجناسو او خدمتونو د قیمتونو متوسطه کچه په کلني ډول تر ٪۲۰ فیصدو لوړیږي او کله له دې هم لوړ ځي چې دا د اقتصاد لپاره ډېر خطرناک انفلاسیون دی، چې د نړۍ بعضې هیوادونو د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته تجربه کړي دی، او هم ویلای شو چې اوسنۍ وبا یعنې کرونا هم دا حالت په بعضو هیوادونو کې یاد انفلاسیون رامنځ ته کړو، افغانستان یې هم یو مثال کیدلی شي، خو اکثریت وخت شدید انفلاسیون د جنګونو او سیاسي بې ثباتیو په وجهه رامنځ ته کیږي
۷: Imported inflation وارداتي یا راوارید شوي انفلاسیون
د انفلاسیون هغه نوعه ده چې بل هیواد کې د نرخونو د لوړوالی پر بیناد کوربه هیواد کې انفلاسیون رامنځ ته کیږي، څه معنا؟ که فرض کړو مونږ له پاکستان نه بوره را واریدو، که چیرته د بورې قیمت په پاکستان کې لوړیږي نو دا ددې معنا لري چې مونږ به یې هلته په لوړ قیمت اخلو او دلته به یې حتمي په لوړ قیمت خرڅو چې دې حالت ته وارید شوي انفلاسیون ویل کیږي
۸: Currency inflation د کرنسۍ انفلاسیون
کله چې د پیسو مقدار زیات شي او قیمتونه لوړوالی پیدا کړي، یا په بله معنا کله چې مرکزي بانک بازار ته ډېرې روپۍ عرضه کړي او د پيسو مقدار په بازار کې زیات شي نو دې وخت کې قیمتونه خپله لوړیږي چې دې حالت ته د کرنسۍ انفلاسیون هم ویل کیږي
کسري او ازاد هم د انفلاسیون ډولونه دی خو نه غواړم دا لیکنه نوره اوږده کړم.
نتېجه
داچې مونږ پوه شو انفلاسیون د اقتصادي رشد لپاره یو مهمه پدېده ده نو دولت دې همدا نن نه لاس په کار شي او دا شی دې په ښه شکل کنترول کړي، که په خپل وخت یې چاره ونه شي نو خدای مه کړه بیا به داسې یو حالت ته لاړ شو چې د انفلاسیون کنترول به ورکې بیخي سخته مسله وي لکه شدید انفلاسیون یې یو مثال دی، او بیا به زمونږ او ستاسې له روپیو هغه پخوانۍ کرنسي جوړه وي او په بوجیو کې به یې ګرځو ترڅو اجناس پرې راوه نیسو.