شري څه ډول ناروغي ده؟
2,566
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-09-05 21:03:46
د ماشومتوب د دورې یوه حاده انتانې ناروغي ده چي د Myxy virus ګروپ دیوخاص وایروس په واسطه رامنځته کيږي. چی عام کلینیکی اعراض اوعلایم یی تبه، دلوړتنفسې سیسټم اعراض (Coryza, cough) اوموضعې رشونو څخه عبارت دی. په پرمخ تلونکې هیوادونوکې یې مړینه اومصابیت ډیردي چي یوازي انسانان پري اخته کیږي.
• Problem statement
په ټوله نړي کې په اینډمیک ډول رامنځ ته کیږي خوکیدای سي ایپډمې هم رامنځته کړي. په پرمخ تللو هیوادونو کې کمه ده اوپه پرمخ تلونکوهیوادونو کې یوه عامه ناروغې ده.په لوړه کچه مړینه اومصابیت یې په ماشومانوکې د واکسین نه ورکول دي.
دشرې دختمولو په مقابل کې ننګونې
۱. دمعافیتې سیسټم کمزوري. ۲. د Measles لوړ انتانې فطرت، ۳. هغه خلک چي دشخړو له وجې واکسین ته لاس رسي نه لري. ۴.دخلکو انکار له واکسین څخه، ۵. ایپیډیمیولوژیک بدلونونه، ۶. دزیات واکسین درانیولو ضرورت، ۷. دخلکو اومالې سرچینو په مینځ کې فاصله.
• Epidemiological determinants
Agents factor
a. عامل: شري دیو Paramyxo RNA وایروس په واسطه رامنځته کیږي یوسروټایپ لري چي د انسان د وجود پرخارجې سطح د اوږد وخت لپاره ژوند نسې کولاي. مګرهغه وخت انتانې وي چي ترصفر درجي کښته حرارت کې و اوسې.
b. منبع: یوازینې منبع یې دشري واقعه ده او ناقل یی معلوم ندي.
c. انتانې مواد: په مخبیره دوره او درشونو په لمړي مرحله کې دتنفسې سیسټم افرازات انتانې وي.
d. سارې توب: شري په مخبره دوره او د پیلیدو په وخت کې زیات سارې وې او د رش دښکاره کیدو وروسته کمیږي. دسارې توب دوره تقریباً څلور ورځې مخکي او څلور ورځي وروسته د رش دښکاره کیدو څخه وې. یوهفته جلاوالي د رش د شروع څخه دساري توب دوره ډیره محدوده وې.
• Host factors
a. عمر: په Infancy & childhood کې هریو اخته کولاي سي( دشپږ میاشتو اودرو کالوپه عمرډیرورته مساعد دی). په پرمختلونکو هیوادو نوکې چي ناسم محیطي شرایط ولری هغه ماشومان چي دپنځو کالو څخه اضافه عمرولرې هم اخته کوی. په پرمخ تللو هیوادونو کې دواکسین داستعمال په وجه یې واقعات کم سوي دي.
b. جنس: واقعات یې په دواړه جنسونوکې برابر دي.
c. معافیت: هیڅ عمر معاف ندي کچیري پخواني معافیت نه وي. یوه حمله دشري دټول عمر لپاره معافیت رامنځته کوي او دوهمه حمله یې نادره ده. Infant دمورني انټې باډې په واسطه ترشپږ میاشتو پورې له ناروغۍ خوندي دي خوځینې تر ۹ میاشتو پورې خوندي وي. دواکسین په واسطه معافیت داوږد عمر لپاره دي.
d. تغذیه: په Malnourished ماشومانوکې زیات شدید وې ۴۰۰ ځله مړينه په سوء تغذي ماشومانو کې د Well-nourished ماشومانو په پرتله زیاته ده.
• Environmental factors
په هر موسم کې خپریدای سې. په حاره مناطقوکی یې واقعات په وچ موسم کې زیات اوپه ګرمو مناطقوکې د ژمې په موسم کې زیات وی.
• Transmission
دیو شخص څخه بل شخص ته په مستقیم ډول انتقالیږي معمولاً د Droplet په شکل .څلور ورځي مخکې او څلور ورځي وروسته د رش (rash) د شروع څخه دتنفسې سیسټم دلاري اوهمدارنګه د Conjunctiva دلاري هم انتقالیدای سي.
• Incubation period
دتفریح دوره یې په عام ډول لس ورځې ده. چی د معروض کیدو څخه بیا د تبې تر شروع پوري په برکی نیسی. او ۱۴ ورځې د رش تر ښکاره کیدو پوري . اود Live measles واکسین په واسطه کولاي سو چي دتفریح دوره را لنډه کړو.
• Clinical features: درې مرحلې لري...
1. Prodromal stage
دا مرحله د انتان څخه لس ورځې وروسته شروع کیږي او تر ۱۴ ورځو پوري دوام کوي. په دی مرحله کی تبه، زوکام، پرنچې، دپزي بهیدل، ټوخي، دسترګو سور والي، افرازات او Photophobia موجود وی، کیدایسې استفراق او اسهال هم ورسره وې. او د رش څخه یوه یا دوې ورځې مخکی ممکن Koplik’s spots په خوله کې ولیدل سي. چی مهمه پتوګونومینیک نښه ده
2. Eruptive phase
په دی مرحله کی یو سور رنګه مکولر یا مکولو پاپولر رش دغوږو نو شاته شروع کیږي اوپه تیزي سره په یوڅوساعته کې مخ ،غاړه او د دوه څخه تر درو ورځوکې لاندي نهایاتوته پرمخ تګ کوي دا رشونه کیدایسې جلاوې اویا سره ګډ وې.
3. Post measles stage
ماشوم به وزن بایلې او دڅو ورځو لپاره به کمزوري وې .کیدایسې ریکوري رامنځ ته نسې او بدتر حالت (Chronic illness) ته ولاړسي. دنورو بکټریاو یا وایروسې انتاناتو دتغذي او میتابولیک تاثیراتو په وجه کیدایسي د ودي تاخُر، اسهال، Pyogenic infection، Candidiasis، Reactivation of pulmonary TB او داسې نور...
• Complications
زیات عام اختلاطات یې عبارت دی له اسهال، نمونیا، Otitis media (5-15%)، نمونیا یې ډیر تهدیدونکي اختلاط دي چی په مخ په وده هیوادوکی د۲۰٪څخه تر۸۰٪ پوری اوپه پرمختللوهیوادوکی ۱۰٪ پوری رسیږی.
زیات جدي اختلاطات یې Neurological اختلاطات عبارت دی له Fibril convulsion, Encephalitis,، sub-acute sclarosing-Panencephalitis
شري په حمل کې ولادي ابنارملټي نه رامنځته کوي خوکیدایسي خود به خوده سقط او Premature حمل رامنځته کړي.
• Measles and chicken pox
کله کله دواړه یوځاي واقع کیدایسې او کیدایسي چي یوپکښې څرکندې نښي ولري او انتان کیدایسې د دوهم د رش شدت راکم کړي.
• Prevention of measles
۱: دشري واکسین: دفعال معافیت په واسطه یې ښه مخنیوي کیږي دشري لپاره نیمه ژوندي واکسین استعمالیږي چي دلمر دوړانګو په مقابل کې حساس دي نوپدي وجه په رنګه ښیښه یې ویالونو کي ساتل کیږي دا واکسین باید په تاریکه کې د ۸-۲ درجې دسانټې ګریډ کې وساتل سي. (0.5 ml) په تحت الجلدی شکل په نهمه اواتلسمه میاشت ورکول کیږی.
۲: عمر: تر ۹ میاشتوپوري ماشوم دمور دانټې باډي په واسطه معاف وې مګرپه هغه ساحوکې چي out break يې موجود وې تر ۶ میاشتوپورې راکښته کیدایسې اوپه هغه هیوادوکې چي شری کم وې معافیت تر ۱۲ میاشتو پوري لوړیږي.
۳: هدایات: واکسین په عام ډول Subcutaneous ورکول کیږي مګر کچیري Intra muscularly ورکول سې هم تاثیر کوي.
۴: معافیتې جواب: دشری واکسین دواړه هم Homoral اوهم Cellular انټې باډ یانې رامنځته کوي او دشري په مقابل کې IgM انټې باډي په وینه کې، IgA په مخاطې افرازاتو کې او IgG په وینه کې ترکلونوپورې دوام کوي.
۵: Reaction: تبه اورش د ۵ څخه تر ۱۰ ورځو وروسته ترمعافیت رامنځته کیدایسې.
۶: معافیت: شاید تر ټول عمر پوري معافیت رامنځته کړي.
۷: تماس: د ۱۲-۹ میاشتو پوري په عمر تماس دشري په مقابل کې دشری دواکسین په واسطه محافظه کیدایسي.
۸: Contraindications:په High grade fever اوجُدي ناروغې په حمل کې اوپه نورو معافیت ځپلوکې دولادي ناروغیو کی، شدید HIV انتانات، Leukemia، لمفوما اوخبیثو ناروغیو کې مضاد استطباب دي.
۹: ناوړه اغیزي: Toxic shock syndrome ( اوبلن اسهال، استفراق، لوړه تبه) رامنځته کیدایسې.
• Measles and HIV
دشری واکسین باید په ورځنې ډول سره دتوقع وړ Asymptomatic HIV positive ماشومانو او کاهلانوته ورکول سي. اوهغه په HIV اخته کسانوته چي په شدید ډول سره یې معافیتي سیسټم کمزوري نه وي او اعراض یې ورکړي وي بیا هم ورکول کیدای سي.
• Combined vaccine
عبارت دي له MMR, MR and MMRV څخه.
. Immunoglobulin داهم دشری دمخنیوي لپاره استعمالیږي دا دتفریح په دوره کې 0.25ml/kg د ۳-۴ ورځوپوري دمعروض کیدو ورکول کیږي.
• Eradication of measles
جذرې درملنه یې دیو دوز واکسین په واسطه کیږي.
• Outbreak control measures
a. درش دشروع څخه وروسته د ۷ ورځولپاره جلاوالي.
b. واکسین ورکول: دمعروض کیدو په دوو ورځوکي اوکه واکسین مضاد استطباب وي بیا ایمونوګلوبولین د ۳-۴ ورځوکې دمعروض کیدو ورکول کیږي.
c. په اپیډمې کی باید په بیړه سره واکسین ورکول سې ترڅو د انتشار څخه یې مخنیوي وسې.
درملنه:
کومه خاصه درملنه نلری، مایعات اوښه خواړه باید ورکړل شی. ترهغوپوری چی اختلاط یی نه وی ورکړی باید انتی بیوتیک ورنکړل شی. دخولی له لاری ویټامین (A)ډیره ضروری ده ځکه ۵۰٪ مړینه راکموی.
اندازه یی : هغه کسان چی عمر یی تر ۶ میاشتوکم وی ۵۰۰۰۰ واحده، هغه کسان چی عمر یی د ۶ میاشتو او۱۲ میاشتو ترمنځ وی ۱۰۰۰۰۰ واحده، هغه کسان چی عمر یی تر ۱۲میاشتوزیات وی ۲۰۰۰۰۰ واحده باید ورکول شی.
دری ډوزه ورکول کیږی، په لومړی ورځ، دوهمه ورځ اودریمه ورځ.
ډاکټر عبدالغني ياسين