د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

Riaz Muqamzai
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
3,722
د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د یادې ورځې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

سواد څه ته وايي؟

دا کلمه تقریبا د "لیک لوست" معادل ده؛ خو ځینې مهمې نقطې شته، چې باید پام ورته وشي. په پخواني مفهوم سره "باسواد" هغه کس ته ویل کېده، چې لیک او لوست به یې زده و؛ مګر په نوي مفهوم سره "باسواده یا لوستی" هغو اشخاصو ته ویل کېږي، چې د لیک او لوست ترڅنګ د تحلیل، پیغام رسولو او تفکر وړتياوې ولري. یعنې په اوس وخت کې ددې کلمې معنا ډېره پراختیا موندلې ده.

مګر په وروسته پاتې هېوادونو کې اوس هم د "سواد" مفهوم د "لیک او لوست" تر زده کړې محدود پاتې شوی. دا ځکه چې درېیمه درجه هېوادونه نه دي توانېدلي د خپلو وګړو د پوهې کچه لوړه کړي. په داسې حال کې چې په پرمختللو هېوادونو کې د سواد کچه ډېره لوړه شوې ده. 

 

لنډه تاریخچه

دې ورځې ته په انګلېسي ژبه کې "International Literacy Day" وايي. د سيپټمبر ۸ په ټوله نړۍ کې د "سواد نړېوالې ورځې" په نوم نمانځل کېږي.

یونسکو په خپله څوارلسمه غونډه کې (د "۱۹۶۶" زیږدیز کال د اکټوبر په شپږويشتمه نېټه) پرېکړه وکړه، چې د سيپټمبر اتمه به د "سواد" نړېواله ورځ وي. ددې پرېکړې دلیل دا و، چې خلک د زده کړو پر ارزښت پوه شي او د "بې سوادۍ" پر وړانې مبارزه وکړي.

دا ورځ د یو ځانګړي شعار سره نمانځل کېږي. له "۲۰۱۳" میلادي کال څخه وروسته یې ځينې پیغامونه په دې ډول وو:

د یوویشتمې پېړۍ لپاره سواد، سواد او پایداره پراختیا، سواد او پایداره ټولنې، سواد او د وړتياوو پراختیا، همدارنګه په "۲۰۲۰م" کال کې د "د کرونا په بحران کې د سواد زده کړه او ..." شعار سره ورځ ونمانځل شوه.

 

باید څه وکړو؟

د رسمي ارقامو له مخې په ټول افغانستان کې له پنځو میلیونو ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې/محروم دي. په دې برخه کې د نجونو کچه نسبت هلکانو ته ډېره ده. حال دا چې د اسلام مبارک دين په "ښځه او نر" دواړو تعلیم فرض بللی. نو موږ باید هڅه وکړو، د خپلو کورنیو غړو ته د زده کړو زمینه برابره کړو. په ځانګړې توګه خپلو خویندو ته باید ډېره توجه وکړو.

دا ځکه چې د یوه نارینه په تعلیم سره ممکن یو نارینه لوستی شي؛ مګر د یوې مېرمنې په باسواده کېدو سره نږدې ټوله کورنۍ باسواده کېږي. په دې معنا چې مېرمنې تر نارینه وو ډېر په کور کې پاتې کېږي. په دې توګه هغوی د کورنۍ له ماشومانو سره د لیک او لوست په زده کړه کې ډېره مرسته کولای شي او ماشومانو ته ډېر ګټور ثابتېږي

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(پنځمه برخه) د پټرا ښار
Pashto
Oct 09, 2021
6,653 views

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(پنځمه برخه) د پټرا ښار

لیکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه  پینځمه برخه د پټرا ښار د ننني ارډن په سوېل کې، د لویو غرونو په منځ کې، یو لرغونی، ښکلی او پټ ښار شتون لري چې پټرا نومېږي، نبطیان هغه ټبر و چې له میلاده یې 400 کاله پخوا په دې ښار کې ژوند کاوه او دا...

Written by imranghani Read more
کتاب څنګه ولیکو؟
Pashto
Nov 27, 2021
5,097 views

کتاب څنګه ولیکو؟

لیکنه: شکېبا نادري، څنګه کتاب ولیکم؟   لیکل داسې یو بهیر دی چې وخت، مطالعه او علاقه ورسره ونه لرې، نو د دې کړنې ترسره کول به درته په یوې ستونزمنې کړنې بدل شي، ان په ځینو حالاتو کې کېدای شي په ماغزو کې مو ډېرې موضوع ګانې وي، خو د دې لپاره چې له لیکل...

Written by imranghani Read more
صابئین دین چی قران کی تری یادونه شوی
Pashto
Jul 03, 2023
2,298 views

صابئین دین چی قران کی تری یادونه شوی

دهغه دین پیروان چې په قرآن شریف کې ترې یادونه شوې ده ، خو  ډیر لږ خلک ترې خبر دي : صابئین چې مندائیان هم ورته ویل کیږي  دهغه دین پیروان دي چې په قرآن شریف کې ترې یادونه شوې ده او زیاتره په عراق ، سوریه او دایران د خوزستان په اهواز   کې استوګنه لري ا...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
42,330 views
1

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,617 views
5

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,501 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article