یوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لرې؟

i
imranghani
Author
Sep 19, 2021
4 years ago
4,519 views
یوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لرې؟

لېکنه: شکېبا نادري، يوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لري؟

 

اللهﷻ ښځینه او نارینه د یو بل د بشپړولو لپاره پیدا کړي دي. یعنې ښځه پرته له نارینه او نارینه پرته له ښځې نیمګړی دی، چې ښکاره بېلګه یې د ادم (ع) او بي بي حوا پیدا کېدل دي.

اللهﷻ ښځه او نارینه د یو بل لپاره لازم او ملزوم ګرځولي. دا شونې ده چې یو نارینه دې پرته له ښځې او یوه ښځه دې پرته له نارینه ژوند وکړي، خو ژوند به یې د هغه چا په پرتله، چې ښځه او اولادونه او یا خاوند او اولادونه لري، بې رنګه وي. موږ ټول پوهېږو چې ښځینه او نارینه په خپل منځ کې ځینې توپیرونه لري، لکه په لوړوالي کې، په څېره کې، په پیاوړتیا او داسې نورو کې، د دې ټولو توپیرونو ترڅنګ د دوی خوښه هم توپیر لري.

موږ په دې لیکنه کې د هغو ښځینه وو پر خوښه خبرې کړي چې هره نجلۍ یا ښځه غواړي چې راتلونکی خاوند یې باید دا ځانګړنې ولري.  

 

۱. رښتنی و اوسي

د ټولو ښځو لومړۍ او وروستۍ هیله له خپل خاوند څخه دا وي چې تل ورسره رښتنی و اوسي، دوی د دروغو له ویلو سره بېلابېل غبرګونونه ښیي، ان تر دې چې د دوی ګډ ژوند له ستونزو سره مخ کولای شي او هرڅه له منځه وړلای شي. نو د هرې نجلۍ او ښځې غوښتنه دا ده چې له یو رښتني کس سره واده وکړي.

 

۲. خپله ښځه درک کړي

په ژوند کې بېلابېلې ستونزې راځي، ستونزې تل په خبرو او د خبرو په پوهېدلو یعنې درک سره حل کېږي، خو ځینې کسان پرته له دې چې خبرې مو واوري زموږ په اړه ناسمې پرېکړې کوي. نجونې یا ښځې په دې موضوع کې حساسې دي دوی له خپل خاوند څخه یوازې دا هیله لري مخکې له دې چې د دوی په اړه کومه پرېکړه وکړي لومړی یې خبرې  واوري او درک یې کړي.

 

۳. خپلې ښځې ته پاملرنه وکړي

د نجونو او ښځو تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې خاوند یې دوی ته په بشپړه توګه پاملرنه وکړي، هېڅکله د دوی پر وړاندې د بل چا په اړه داسې خبرې ونه کړي چې ښځه یې داسې فکر وکړي چې خاوند یې ورته پام نه کوي.

 

۴. فزیکي او ذهني پیاوړتیا ولري

نجونې او ښځې تل هغه کسان د ځان لپاره خوښوي چې فزیکي او ذهني پیاوړتیا ولري، ځکه هغه کسان چې فزیکي پیاوړتیا لري ښځې یې په څنګ کې د امنیت او ارامۍ احساس کوي او هغه کسان چې ذهني پیاوړتیا لري دوی یې په دنده او مسلک ویاړ کوي او ورسره خوشحاله وي.

 

۵.مهربان و اوسي

دا خبره ټولو ته معلومه ده چې د ځمکې پر مخ تر ټولو مهربان او عاطفي مخلوق ښځینه دي، دوی تل غواړي د ځان لپاره داسې کس وټاکي چې د دوی په څېر زړه سواندی او مهربانه وي.

 

۶. وفاداره و اوسي

نجونې یا ښځې په ډېرو ستونزو سره یو کس د ځان لپاره ټاکي، خو که یې یوځل د ځان لپاره یو کس خوښ کړ بیا هېڅکله ورسره بې وفایي او خیانت نه کوي. دوی له  خپل خاوند څخه هم همدا هیله لري چې پرته له کوم شرط نه ورسره مینه او وفا وکړي.

کېدای شي د دې غوښتنو تر څنګ داسې نورې غوښتنې هم وي چې نجونې یا ښځې یې د خپل راتلوونکي خاوند د ټاکلو لپاره لري. 

ډېری خلک په دې اند دي چې د نجونو یا ښځو لپاره تر ټولو مهم توک او غوښتنه پیسې دي، دا سمه ده چې پیسې د انساني ژوند ټولې ستونزې حلولای شي هر انسان یې غوښتوونکی دی، خو د ښځینه وو لپاره له پیسو څخه وفاداري او رښتنولي  غوره او اړین شرطونه دي.

Related Articles

Sep 21, 2021
3,276 views

فضا ته لومړنی سیاحتي سفر ترسره شو

لیکنه ـ ریاض مقامزی  وروستۍ څو لسیزې د ټيکنالوژۍ، صنعت او نورو برخو د پرمختګ او اوج لسیزې بلل کېږي. د نورو ټولو پرمختګونو ترڅنګ په فضايي برخه کې هم بې ساري اسانتیاوې او پرمختګونه ترسترګو شوي دي. پخوا به فضايي سفرونو یوازې او یوازې څېړنیزه بڼه درلود...

Apr 15, 2022
1,724 views

نصیب (قسمت)

وايي چې بېړۍ ډوبه شوه. له يوه کسه پرته نور ټول مسافر اوبو لاهو کړل. دغه کس هم هسې د تصادف له مخې په يوه داسې تخته باندې سپور پاتې شو، چې تېز باد یوه ټاپو ته ورسوله. په ټاپو کې بل بنیادم نه و. ده په ډېرو خواريو ځان ته جونګړه جوړه کړه او بیا په وحشي م...

Jun 05, 2021
3,049 views

هغه کړنې چې ستاسو شخصیت ته تاوان رسوي

په ټولنیز ژوند کې نږدې هر انسان د ښه شخصیت، محبوبیت او درنښت غوښتونکی وي. زموږ او ستاسو په شمول ټول وګړي غواړي، چې خلک یې ښه ووایي، ویې ستايي او ورته ته ګران دې وي. مګر بیا هم ځينې عادتونه او کړنې شته، چې نورو ته یې بدمعرفي کړي او درنښت یې کم کړي. دا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,986 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...