په دې لیکنه کې د پاکستان په اوسني اقتصادي وضعیت او د هغې پر عواملو مو بحث کړی، که وخت لرئ را سره پاتې شئ.!
پاکستان د سیمې هغه هېواد دی چې د اقتصاد له پلوه، تر بل هر وخت زیات ځپېدلی او سولیدلی دی، دا هېواد د لسیزو په اوږدو کې په دې نه دی توانیدلی چې اقتصادي ریفورم یا اصلاحات راوړي او د چین، بنګله دېش او هندوستان په څېر په تولیدي سکټور کې په ارزانه نرخ لوړ کیفیت توکي تولید کړي
ددې ترڅنګ پاکستان په دې نه دی توانیدلی چې د خپل صنعت لپاره د ارزانه او متداومې انرژۍ وسیلې برابرې کړي چې په دې سره ددې هېواد د تولید نرخ لوړیږي او په نړیوال بازار کې سیالي هم نشي کولی
په پاکستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت بې ثباته شوی، چې په دې سره په دې هېواد کې بهرنۍ پانګه اچوونه هم کمه شوې ده، په دې هېواد کې د صادراتو او وارداتو تر مینځ کسر لوړ شوی دی، چې نږدې وخت کې دا کسر ۴۰،۶ ته لوړ شوی دی، دې هېواد ته په ډېره کمه اندازه ډالر راځي او په زیاته اندازه ترې بهر کیږي
په پاکستان کې بیې ډیرې لوړې شوي دي او انفلېشن یې هم پورته روان دی، دې حالت هلته د عامه وګړو په ژوند او عاید هم اغېز کړی دی، په دې مانا چې د عامه هوساینې په برخه کې ستونزې راولاړې شوي دي
په پاکستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پورونو کچه هم لوړه شوې ده، نږدې څو ورځې وړاندې ددې هېواد رسنیو خپاره کړل چې پر دې هېواد د بهرني پور مجموعه څه د پاسه ۱۲۲ ملیارده ډالرو ته رسېدلې ده
پاکستان وروسته تر دې چې د خپل مالي وضعیت د سمون په خاطر د پیسو د نړیوال صندوق یا IMF څخه د پور غوښتنه وکړه، د نورو شرطونو ترڅنګ یو شرط دا هم و چې د پاکستانۍ د روپۍ ارزښت به د ډالر پر وړاندې ټیټ ساتي چې بیا پاکستانۍ روپۍ په بې ساري توګه ولوېده، ددې ترڅنګ مرکزي بانک یې په زیاته اندازه روپۍ نشر کړې، کله چې په بازار کې ډالرو ته تقاضا زیاته شوه، نو پاکستانۍ روپۍ خپل ارزښت لا نور د لاسه ورکړ په داسې حال کې چې مرکزي بانک یې په کافي اندازه ډالر نه درلودل ترڅو بازار ته یې وړاندې کړي او روپۍ پرې راونیسي چې په مصنوعي ډول د روپو ارزښت ساتلو کې هم پاتې راغلل
همدارنګه وروسته تر دې چې پاکستان د سیپک پروژې موضوع مرموزه ساتلې وه یاد هېواد د امریکا د سختو فشارونو سره مخ شو چې بیا د پیسو نړیوال صندوق هم د امریکا د غوښتنې مطابق نه غوښتل دا پورونه د سیپک پروژې لپاره چې د چین او پاکستانو د ګټو پروژه ده مصرف شي، بیا یې سعودي، چین، امارت او مالیزیا ته د پور اخیستلو په خاطر مخه کړه خو هغې هم چندان ګټه ونه کړه
دا چې د پاکستان صادارتي سکټور په نړیواله سطحه د سیالۍ وړتیا نه لري، بې کچې پوره وړی هم دی او د تاریخ د تر ټولو بد اقتصادي وضعیت تجربه کوي، اړ دی چې خپل نظامي او پرمختیایي لګښتونه کم کړي او د نورو ګاونډیو په څېر مثبت، سوله ییز او پرمختیایي سیاست خپل کړي ترڅو اقتصادي ثبات خپل کړي، که داسې ونشي ددې سخت حالت جبران یې ظاهراً سخت او ان ناشونی بریښي.
درنښت
حکمت الله یوسفزی