نړيوال ادبي مکتبونه
هېواد بريال کومکي
About this book
خوښ يم، چې د لوی څښتن تعالی په مرسته مې د (نړيوال ادبي مکتوبونه) تر عنوان لاندې ادبي اثر بشپړ کړ. د دې کتاب د موضوع په هکله مې ډېر ژور فکر درلود. باید ووایم، چې په پښتو ژبه کې د نړيوالو ادبياتو په هکله پوره او د پام وړ کار نه دی شوی. ما تر خپلې وسې زيار ایستلی، چې پښتو ژبې ته د نړۍ د ادبي مکتبونو په هکله یو څه دننه کړم، تر څو راتلونکی او ځوان نسل دغه بهنځونه تعقيب او د نړۍ د ادبیاتو په هکله ډېر څه لاسته راوړي. البته د دې اثر د لیکلو پر وخت له ډېرو ستونزو سره مخ وم، خو د باندنیو ژبو ځینو اثارو راسره مرسته وکړه، چې د موضوعاګانو ژورو ته دننه شم. د دې اثر په محتوا کې پر ادبیاتو بحث شوی، څانګې یې په ګوته شوې، د سبک، جریان او مکتب په کلمو کې نږدې والی او توپيرونه څېړل شوي دي. نړیوالو ادبي دورو ته کتنه او په دې پورې تړلي حقیقتونه، لاملونه او پیښې رابرسېره شوې، چې لوستونکي وکولی شي په جلا توګه د موضوعاتو منځ ته دننه شي. د نړيوالو ادبي مکتبونو په لړ کې په کلاسېزم او بیا وروسته په زنځیري ډول نورادبي مکتوبونه، د هغوی په اصولو او لیکلو اثارو بحث شوی دی. لیکوال یې د سیاسي، علمي، کلتوري او ټولنیزو تاوتریخوالو په پار د ولس د ويښتيا او د مثبت بدلون لپاره قلم پورته کړی، یا یې دغه خوځوښتونه رد کړي دي. دا موضوع د هغو ادیبانو، لیکوالو او هنرمندانو لپاره د نړیوالو ادبي مسائلو د څېړلو او پلټلو لپاره یوه ښه وسیله کیدای شي، وروسته به نورې درنې سټې په دغه لار کې لا روښانتیا رامنځ ته کړي. هیله مې دا ده، چې د ادب وږي تږي له دې اثر څخه ډیر څه کسب او دې ته وهڅېږي، چې د دغې موضوع د لا پراخولی لپاره مټې راونغاړي.
په درنښت ّهېواد بريال کومکي خوست - افغانستان
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Books
Others to Explore
غږ د کلمو روح
کيميا لسم ټولګی
تفسیر آیۀ اولوالامر
حدیقه الحقیقه
دری
موسساتو اړوند د انجینرۍ د برخې سوالونه
نماز تراویح
د افغانستان کالنۍ - 1357
فضیلت دست راست و سمت راست در اسلام
د روح چيغه ( شعری ټولګه )
سُوْرَۃ الْمَاعُوْنَ کاتفسیر وترجمه
(Physical properties of soil)د خاورې فزيکي خصوصيات
دانلود کتاب رسالۀ توضیح المسائل نوین
(تکتو کتاب کور (د کتابونو فهرست
د استاد الفت نثري کلیات
بی پروا انجلۍ
نیرنگ تکامل
افغانسان در پرتو تاریخ
تهران مصور - 1348
آواز - 1 - 1393
څه لیکل یا لیک پوهه
قران ١٦ خطه تاج کمپنې Quran 16 line
ترجمه وتفسیر سورهء العصر
ترجمه وتفسیر سُورَة الْكَافِرُونَ
Popular Categories
Secured by Stripe