د تعلیمي نصاب ستندردونه
انجنیر همت الله امین زی
About this book
د یوې ټولنې پراختیا کاملاً د هغې ټولنې په کادرونو، کاري قوې او بشري ځواک پورې تړلې ده، همدا بشري ځواک په هر زمان او مکان کې د خپل چاپیریال د پراختیا مسوولیت لري، چې تل د خدای ج له لوري او د انساني فطرت له پلوه مکلف دی، تر څو د ځمکې په ښه ودانولو او د خلکو د ژوندانه په پراختیا کې خپل رسالت او فعال رول ادا کړي. نو د هر انسان رسالت د خپلې ټولنې، خلکو او ټولنیز نظام پر وړاندې ډیر لوی دی او په هيڅ وخت کې د ماتېدو او دریدو نه دی.
د پوهنې نظام په ټوله کې او په خاص ډول په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې مسولیت لري، تر څو د افغانستان پراختیايي اهدافو ته د رسیدو لپاره، خصوصاً د حرفوي او مسلکې کادرونو په روزنه او د تخصصي ظرفیتونو په جوړولو کې خپله بشپړه دنده تر سره کړي. همدا رنګه ځوانانو او زلمیانو ته د کار بازار په وده او پراختیا کې ورته په سیستماتیک ډول ونډه ورکړله شي.
دا چې په افغانستان کې ټولنیز نظام او د ژوندانه طرز د اسلام سپیڅلي دین د احکامو او د انساني مشروعو قوانینو په رڼا کې پر مخ ځي، نو د ځوانانو سالمه روزنه او په دیني، وطن دوستي او قانونولي روحیه باندې د هغوی سمبالونه، نه یوازې اسلامي او ملي وجیبه ده، بلکې د ټولنې مادي او معنوي وده او پرختیا هم تضمینوي. چې له دې سره افغانستان له وروسته پاتي والي، اقتصادي کمزورۍ او سیاسي، اجتماعي او اقتصادي احتیاجونو نه ژغورلی شي او یوه روښانه راتلونکې راته ټاکلی شي.
نو لازمه ده، چې ښاغلي استادان، مربیان، اداري مسوولان، شاګردان او محصلان دا درک کړي، چې د هیواد روښانه راتلونکې د هغوی په توانمنو لاسو پورې تړلې ده. زموږ د ځوانانو تخنیکي او مسلکي زده کړې، مهارتونه او حرفوي توانمنۍ کولی شي، په زیاتو برخو کې خپل افغانستان پر پښو ودروي.
کاري ځواک په هر تشکیلاتي سیستم کې د انساني ځواک د صلاحیت تابع دی، د اکاډمیکو زدوه کړو او تجربو سربېره د انساني ځواک حرفوي صلاحیت هم د هغو پروسو د ستندرد جوړونې په ولکه کې دی، چې تشکیلات پکې شتون لري. دا ستندردونه چې د نظري مباني شاخصونو، چاپېریالي شرایطو او داخلي او خارجي تجربو سره چمتو کیږي، د هر مدیر لپاره د بیا کتنې او څارنې امکان برابروي. همدې ته په پام سره اړ شوو، چې په تعلیمي نصاب کې په روانو اخلاقو او کړنلارو باندې بیا کتنه وکړو او یاد شاخصونه په نوي او وړ چوکاټ کې په کار واچوو.
په درنښت
امین زی
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
More Titles by This Author
Related Books
Others to Explore
Power of Grammar in English
پښتون ږغ - 1/2/1347
قافله حجاز ۳
انګلیسی - پښتو قاموس
ایران شناسی بدون دروغ - جلد 3
د افغانستان کالنۍ - 1380
Vocabulary of thoughts and Notions
د ادارې حقوق
په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د تطبیق په وړاند...
Races of Afghanistan
Laṇda Wəla Waṇecī
ژوندون شماره ۳۶ و ۳۷ سال ۳۳
سالنامهء کابل - 1328
د افغانستان خلکو ته خطاب
سباوون - 10 - 1367
ازدواج بادختر صغیره
د انګليسي ژبي دولس (۱۲) زمانی The English Language...
دَ ختمِ نبوت 150 نظمونہ
ژوندون ۱۳
احمد حسین الشرع
د نفوسو احوال ثبت قانون
ژوندون ۵۱
ده تور اوربل تورو کمڅو خبرې
زیارت په زیارت
Popular Categories
Secured by Stripe