A Cognitive-Linguistic Analysis of Conceptual Metaphors in Selected Folk Poetry of Nangarhar
Taj Mohammad Rahimi
About this book
دا مقاله «د ننګرهار په ټاکل شوو ولسي شعرونو کې د مفهومي استعارو تحلیل» تر سرلیک لاندې د ادراکي ژبپوهنې له لیدلوري په پښتو ولسي ادب کې مفهومي استعارې څېړي. په دې څېړنه کې د مفهومي استعارې د تیورۍ پر بنسټ د ننګرهار د ولسي شعرونو بېلګې د کیفي او تشریحي میتود له لارې تحلیل شوې دي. څېړنه پر لوریزو، وجودي او تشخصي استعارو تمرکز کوي او د دعاوو او ښېراوو ژبني، عاطفي او کلتوري اړخونه هم تر څېړنې لاندې نیسي. د مقالې موخه دا ده چې څرګنده کړي مفهومي استعارې څنګه د انتزاعي مفاهیمو په درک او بیان کې مرسته کوي او د ننګرهار د ولسي شاعرۍ له لارې د ولسي فکر، کلتوري ارزښتونو، احساساتو او ټولنیزو اړیکو انعکاس کوي. دا مقاله د پښتو ولسي ادب د ادراکي او ژبني تحلیل له مینهوالو، څېړونکو او محصلانو سره مرسته کوي چې د ولسي شعرونو استعاري جوړښتونه او د هغوی مانیز او کلتوري اړخونه په ژوره توګه وپېژني.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
More Titles by This Author
Related Books
Others to Explore
Popular Categories
Secured by Stripe