جرأت (له تیارو نه رڼا)
برکت الله همکار
Written a book? Sell it on Ketabton and keep 80% of your earnings.
About this book
جرأت هغه ځواک دی چې انسان له وېرې او د شکونو له تیارو یې وباسي او د رڼا پر لور یې بیایي. هر انسان په خپل ژوند کې داسې شیبې لري چې زړه یې له وېرې، شک او اندېښنو ډک وي؛ داسې شېبې چې انسان له ځانه پوښتي: ایا زه کولی شم؟ ایا زه به بریالی شم؟ ایا د دې ګام اخیستلو توان لرم؟
خو همدا هغه شېبه ده چې جرأت خپل اصلي معنا پیدا کوي. جرأت دا نه دی چې انسان هېڅکله ونه وېرېږي؛ بلکې جرأت دا دی چې له وېرې سره سره یو ګام مخکې واخلي. کله چې انسان د وېرې پر ځای زړورتیا انتخاب کړي، نو د ژوند په مسیر کې یې بدلون پیلېږي.
دا کتاب د همدې بدلون لپاره لیکل شوی دی. په دې کتاب کې به د جرأت رازونه، لارې چارې او عملي تجربې درسره شریکې شي. دا یوازې د نظریاتو یوه ټولګه نه ده؛ بلکې د ژوند له واقعیتونو، عملي تمرینونو او الهام بخښوونکو بېلګو څخه جوړه شوې هڅه ده، څو تاسې وکولای شئ جرأت یوازې ونه ولولئ ، بلکې په خپل ژوند کې یې تجربه کړئ. ځکه جرأت یوازې د جګړې په میدان کې نه وي؛ جرأت د ژوند په هره برخه کې زموږ اړتیا ده.کله چې د خلکو په وړاندې خبرې کوې، جرأت ته اړتیا لرې.کله چې د ناکامۍ له وېرې سره مخ کېږې، جرأت ته اړتیا لرې.کله چې د خلکو له نیوکو او قضاوتونو سره مخامخېږې، جرأت ته اړتیا لرې.کله چې تېروتنه کوې، بدلون منې، له یوه حالت څخه بل حالت ته ځې، یا د رد کېدو وېره درسره وي؛ هلته هم جرأت ته اړتیا لرې.موږ هره ورځ له کوچنیو او لویو وېرو سره مخ کېږو. ځینې وختونه وېره زموږ غږ غلی کوي، ځینې وختونه مو ګامونه دروي، او کله ناکله مو له هغو فرصتونو لرې ساتي چې ښايي زموږ ژوند بدل کړي.خو پوښتنه دا ده:ایا موږ به وېره پرېږدو چې زموږ د ژوند پرېکړې وکړي؟
نه!موږ کولی شو انتخاب وکړو.موږ کولی شو یو کوچنی ګام واخلو.موږ کولی شو د وېرې تر څنګ حرکت وکړو. او همدا کوچنی ګام، کېدای شي، زموږ د یوه لوی بدلون پیل وي.
دا کتاب به درسره مرسته وکړي چې د کوچنیو ګامونو په اخیستلو، د مثبت فکر په ساتلو او د خپل زړه د غږ په اورېدو سره، په خپل وجود کې د جرأت ځواک راویښ کړې.
لیکوال: برکت الله همکار / د ویناوالۍ او جرأت لوړونې متخصص روزونکی
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Books
Others to Explore
انجینری مصاله په اړه معلومات
دانلود راهی به سوی وحدت اسلامی
ادبي سوغات
د رښتیا په لټه کې
ژوندون ۱۸ او ۱۹
ادبي رنګینه
ازدواج ارثی در افغانستان
د خوشحال خان خټک مرغلری
میندې
ژوندون ۳۲
دحضرت باز ژوند او فن
زبان دری، فارسی میانه، فارسی باستان
The Web Application Hacker’s Handbook
سباوون - 11 - 1367
د احمقانو نړی
پښتو لوست (لومړی ټوګ)
رمان عاشق موزون
ریاضی
GIS Basics
کټماله
د خادم نړۍ لید
کاروباري پلان
بغدادی پیر (ناول)
زه روبوټ یم
Popular Categories
Secured by Stripe