د لنډۍیو، ټپو، ټیکۍیو او مصرۍیو انګړ څېړنـــــــــچوپړي (لومړی ټوک) cover

د لنډۍیو، ټپو، ټیکۍیو او مصرۍیو انګړ څېړنـــــــــچوپړي (لومړی ټوک)

ماسټر اېنجینېر صفی الله فردوس

Suggest an author
Free Pashto 4K views 1K downloads

About this book

د الله په نوم پیل کوم چې پوره رحم کوونکی او پوره رحم لروونکی دی؛ مهرباني د پينۍ پنځونکي څښتن بر لورینه ده؛ درنو ښاغلو او اغلو، پیاوړو، سپېڅلو، غښتلو، څرګندو، منلو، ګڼلو افغانانو؛ کشرانو، مشرانو، ځامنو، لوڼو، خویندو، میندو، ترونو، ترلو، ژڼکو، ڼڼکو، تیندارو، وریندارو، اېنګیندو، کاکۍندو، اناوو، نیاګانو، اکاوو، کاکاګانو او نیکونو!! د لنډۍیو، ټپو، ټیکۍیو او مصرۍیو انګړ څېړنـــــــــچوپړي ( ریســــــــــرچ پاڼې) -(لومړی ټوک) کښلې، د پښتو ژبې ګړنې پېیلې علمي څېړنې چې د ټاټوبي د لوړ حس پالنې هڅو اوډوون مې دی ډالۍ ورکوم. تمه ده چې خپلې ادبي علمي، تخنیکي او د هېواد پالنې لوړ حس مینې مو په دې کښلې باندې خړوب کړئ!!،

تیسس څرګندونه: تر روانپېره (اوسمهاله) پورې، د لنډۍیو، ټپو، ټیکۍیو او مصرۍیو انګړ لا پښتون پښت (نسل) ته څرګند نه دی. د لنډۍیو، ټپو، ټیکۍیو او مصرۍیو ترمنځ بېلوالی؛ ځانګړې ځانګېړنې؛ انځورونه؛ تعریفونه ( څرګندونې، ښكارونې، د يوه توري يا سکالو تشريح كول یې)؛ څپیزې او زورنې؛ ځمککچپوهنې (هندسې) رغښت؛ سپړنې؛ زما څرګندول چې روڼوي کتنه داسې؛ څه بڼه لوری سپینې ته را وباسم؛ د رنګونو ښکاروندي ( د رنګونو کوډنه)؛ د پښتو پېیلو د رنګونو څېرې، د رنګونو بوږولو کړنلارې او لښتیلیکي یې؛ د اوازنو ټېټوالي او لوړوالي کې اوږمنګې شننه؛ دفتنګونه؛ د کچې اندازې یې چې ما خپله رېبځ کړي ( جاروبکړي) او ربځ کړي ( برسکړي)؛ سیمه ییزي پایلې؛ آړوتی (شرط)، آر (اصل)، پیخلیک (تاریخ)، پېر (وخت) او یېبره (حاصل یا ثمره) یې هم ستونځمن کار وو.

د دې هر یوه څېړلو ته زما اوږدپېری (اوږد پړاوی) او اوږدمنګی (اوږد عمری) ليد لوری.

زما د الواک (نظر، تیوري) اغېزښندنې (اثرلرونکي) په څېړنه کې څلور ستنې شاملې دي: خلاص ډیټا، خلاص کوډ، کاغذونو ته خلاص لاسرسی او خلاصه (وازه) بیاکتنه د خلاص پښتو ګړنې ادب د ودې له پاره د ټاټوبي ټولو پوګړو وګړو، د معلوماتو ټیوټوریلونه کوربه کړئ، په اوبپاڼو کې خپور کړئ، ترڅو و ګړو سره مرسته و کړي، ټولو وګړو ته د خپل پښتون پښت دودي دود لیکدود کارولو او پوهیدو کې د مرستې له پاره وسیلې رامنځته او لا کوربه کړئ.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

More Titles by This Author

Others to Explore

Popular Categories

Secured by Stripe