مسنون دم او رقیه
شیخ وحید عبدالسلام بالی
About this book
د سحر، جادو ، پیریانو، نظر ،لیونتوب ، رواني ، جسمی او ټولو تکلیفونو لپاره مسنون ، مستند او مجرب دمونه. شرعي دم یا رقیه هغه روحاني درملنه ده چې د قرآنکریم آیتونو، د نبي کریم ﷺ دعاوو او مشروع اذکارو له لارې ترسره کېږي. دا د اسلامي شریعت له لوري جواز لري او ډېرو صحابه کرامو هم دا عمل کړی دی.
رقیه هغه وخت ترسره کېږي کله چې څوک د جن، سترګې (نظر بد)، جادو، یا بېلابېلو روحاني او جسماني ستونزو سره مخ شي. دا د درملنې یوه روحاني لاره ده چې له خپل قادر رب څخه د شفا غوښتنه کوي.
شرعي دم باید لاندې شرطونه ولري:
د قرآن یا صحیح حدیث الفاظ وي؛
په واضح معنا وي، نه نا اشنا یا جادويي کلمات؛
باور دا وي چې شفا یوازې له الله تعالی څخه راځي، نه له کلماتو یا شخص څخه؛
دم باید له شرک، خرافاتو، او بدعتونو پاک وي.
نبي کریم ﷺ ویلي:
«لا بأسَ بالرُّقى ما لم تَكُنْ شِركًا» (صحیح مسلم) .ژباړه: "په رقیه کې کومه ستونزه نشته، تر څو چې پکې شرک نه وي." همدارنګه په یو بل مبارک حدیث کې راځي چه جبریل علیه سلام به راته او رسول الله صلی الله علیه وسلم به یی په مبارکو کلماتو دم کوه ، چه هغه مبارک دم هم په دې رساله کې موجود دی.
نن سبا، له بده مرغه، ډېر خلک غیر شرعي دم ګرو ته مراجعه کوي چې د هغوی په دمونو کې جادو، نامعلوم کلمات او ناسم عقاید شامل وي. دا ډول عملونه نه یوازې ګناه دي، بلکې د عقیدې فساد هم له ځان سره لري. د همداسې غیر شرعي، جادویي او حرامو طریقو د شرعي بدیل ضرورت تل احساسیږي ، له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه شروع زمونږ تر زمانې پورې د امت ډیرو دردمندو علماوو د الهي مسؤلیت له مخې د شرعي او مسنونو دمونه په اړه مختلف کتابونه او ارزښتانکې رسالې لیکلي د هغو له جملې د شیخ وحید عبدالسلام بالي د (مدني مسجد امام) د "الصارم البتار" او "وقایة الانسان من الجن و الشیاطین" همدارنګه زمونږ د وطن د جید عالم شیخ عبدالجلیل اخندزاده د "علیکم بسنتی کتابونه" د یادولو وړ دي . دغه مهمه او ارزښتناکه رساله د همدې کتابونه خلاصه ده ، پدې رساله کې د هغو دمونو یادونه شوې چه د الله رب العزت په معزز کتاب قرآن کریم او یا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې راغلي . په پای کې، شرعي رقیه یو مباح او غوره عمل دی، خو باید له علم، اخلاص، او شریعت سره سم ترسره شي. د رساله په اولې صفحه کې د هرروحاني او جسمي مرض لپاره دمونه له سندونو سره لیکل شوي چه وروسته هر یو په جدا جدا تشریح شوي . د رساله په آخر کې د پیریانو ، سحر ، جادو ... د علاج او دم لپاره د قرآن کریم مخصوص آیتونه راغلي سربیره پردې په رساله کې د دم کولو طریقه له هر دم سره تشریح شوې . قدرمن لوستونکې کولی شي چه لمړی صفحه نه تصویر واخلي او هر وخت پرې خپل ځان او نور مسلمانان دم کړي .
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Books
Others to Explore
د پرازیتولوژی اساسات
ترجمه وتفسیر سوره الحجرات
The Achievement Habit: Stop Wishing, Start Doing,...
C Programming Notes for Professionals book
د قربانی باره کی ۶۷ مسایل
د رنګونو پیوندونه
په افغانستان کې د جګړو ريښتوني لاملونه
بیولوژی لسم ټولګی
مجاهد افغان
ښڪلا
تهران مصور - 1 - 1357
(په تیارو کې ځلانده ستوري (د ابن تیمیه رحمه الله پ...
دانلود کتاب مغرب و هلال
شرک پېژندنه
زیارت په زیارت
لباس حضرت عمر رض
په افغانستان کی KGB
تفسیر احمد سوره الناس
دعا ځان سپارل دي
بارش کی ساتویں شام
Excel Dashboards (A how-to guide for dynamic decis...
زن روز - 172
حجاب او ځواني
محوطه ی سیاه
Popular Categories
Secured by Stripe