د خاورو لاندې ښار cover

د خاورو لاندې ښار

داکتر معمار حشمت الله اتمر

Suggest an author
Free Pashto 5K views 1K downloads

About this book

ګرانو لوستونکو! تر ټولو مهم ټکی د یوه کتاب له پاره د عنوان ټاکل یا غوره کول دي چې د کتاب ټولې د ننه برخې پرهغه عنوان پورې اړه او یا څرخي (څرخېږي).

ښار هغه ځای دی چې د نفوسو لوړه کچه، سیاسي، اداري او تاریخي مرکزيت ولري، چېرې چې د خلکو اصلي فعالیت غیر کرنیز وي او ښاري همغږي لري چې د محلي حکومت له لارې اداره کېږی. په نړۍ کې لومړی ښار په 5500 د میلاد نه د مخه په میسوپوتامیا کې تاسیس شو، په لومړیو ښارونو کې، نفوس لږ وو، ځکه چې زاړو ښارونو یوه دیوال درلود او څلور خواوو ته یې د نظامي دفاع له پاره، ترې تاو کړې وه. د تاریخ پوهانو د وینا له مخې، له پیل راهیسې، انسانانو هڅه وکړه چې د ژوند له پخوانیو لارو لکه ځنګلونو، سمڅو (غارونو)، خیمو کې ژوند، کرنه او د کلیو ژوند څخه و باسي، د ځان له پاره ښه ژوند چمتو کړي او د دې هدف له پاره، ښارونه تاسیس شوو. د عینک مسو کان ته څېرمه ښار کوم چې تر خاورو لاندې دی، لاندې ښاري ځانګړتیاوې لري لکه: استوګن ځایونه، راکړې ورکړې (تجارتي) مرکز، بودایي عبادت ځایونه، د هغه وخت صوفیانو عبادتګاه وې، کوشني مسو ویلو کولو کارخانې، لارښوونې (رهبری) مرکزیت چې پاچا تپې ( شاه تپې) په نوم یادېږی، تر اوسه په سیمې کې په ویجاړه توګه شتون او تصویرونه یې هم په دې کتاب کې د لا ډېرو مالوماتو(معلوماتو) له پاره خپاره او یا ځای پر ځای شوي دي. ما هم د هر اړخیزو څېړونو، مطالعې د ښار اصولو په پام کې نیونې نه وروسته، د دې کتاب له پاره « د خاورو لاندې ښار» نوم غوره کړ، کوم چې په رښتیا هم تر خاورو لاندې دی، خدای وکړي چې لوستونکي ترې ګټه واخلي.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

More Titles by This Author

Others to Explore

Popular Categories

Secured by Stripe