د غزې د اوربند ماتېدو وروسته: د حالاتو اړوند (۱۷۸) مقالو مجموعه cover

د غزې د اوربند ماتېدو وروسته: د حالاتو اړوند (۱۷۸) مقالو مجموعه

محمدبشیر مدنی

Suggest an author
Free Pashto 3K views 812 downloads

About this book

د غزې تراژیدي یوازې د یوې جغرافیې او جګړې کیسه نه ده، بلکې دا د یو مظلوم ملت د زړورتیا، صبر، قربانیو او مقاومت ژوندی تاریخ دی. هغه ملت چې د اشغال، بندیز، لوږې، بمبارۍ او نړیوالې بې‌غورۍ تر سیوري لاندې، لا هم د آزادۍ امید نه دی پرې ایښی. کله چې د اوربند د لومړۍ مرحلې وروستۍ شېبې رارسېدې، او د بندیانو تبادله نژدې وه، اسراییلو د خپلې عادت شوې خیانت پالنې له مخې یو ځل بیا اوربند مات کړ، له ژمنو واوښت، او د فلسطیني ولس پر وړاندې یې خپلې وحشیانه بمبارۍ له سره پیل کړې. په څو ورځو کې د شهیدانو شمېر زرو تنو ته واوښت، زرګونه ټپیان شول، او لا هم د وژل شویو، ویجاړو شویو کورونو، او بې‌ځایه شویو کسانو لړۍ روانه ده. دغه مجموعه چې د ۱۷۸ مقالو او راپورونو تسجیل دۍ، هڅه کوي چې د غزې د وروستۍ جګړې، د اوربند د ماتېدو، د اسراییلي جنګي جنایاتو، د حماس د مقاومت، او د نړیوالو غبرګونونو یو مستند او تحلیلي تصویر وړاندې کړي. موږ دغه مقالو ته د اسنادو حیثیت ورکوو، ځکه دا یوازې د تېر شوي حال ثبت نه دی، بلکې د یوه روان ناورین د حالاتو، ارادو، او پلانونو افشا کول دي. د دې لیکنو له لارې موږ هڅه کړې چې لوستونکی د هغو حقایقو سره مخ کړو چې رسنۍ یا یې تحریفوي، یا یې پټوي. په پای کې دا مجموعه یو امانت دی – د هغو شهیدانو، یتیمو ماشومانو، وږو, غم ، ځپلو ، او ویجاړو کورونو امانت – چې تاریخ یې باید هېر نه کړي، او ملتونه یې باید د خپل ضمیر پر وړاندې وساتي.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

More Titles by This Author

Others to Explore

Popular Categories

Secured by Stripe