افسانه(پردے حق)# ليک محمد الياس ملاکنډ

Muhammad ilyas
Muhammad ilyas
Author
1 min read
1,747
افسانه(پردے حق)#  ليک محمد الياس ملاکنډ

( پردے حق )

هسي خو د‌ امير عالم پلار سيد عالم حاجي صيب د‌ شکل نه ډېر ښه انسان ښکارېدو - ټوله ورځ به په جمات کښې ناست وو مونځونه او نفلونه به ئې کول او  اللّٰه ته به ئې سوال او زاري کول  چي خدايه  ما اوبخښے. او په ژړا به شو 

 

يوه ورځ ترې د‌ بر کلي فقير ګل تپوس اوکړو چي بابا تهاکثر په دعا کښې په ژړا شے چې دا ولې ؟

 

سيد عالم حاجي صيب ورته اووئيل  چي بچيه ما د‌ ابراھيم  خان په ډيران باندي‌ په ناحقه قسم خوړلے دے او د ھغې په بدل کښې راته د‌ ډيران دا زمکه مېلاؤ شوې ده 

 

فقير ګل ورته اووے چي حاجي صيب ژاړه مه  ستا خبره خو ډېره اسانه ده او شکر دے چې اوس درله عقل راغے  لاړ شه او د‌ ابراهيم خان ته خپله زمکه هم واپس کړه او معافي تري هم اوغواړه . ځکه چې هغه لا ژوندے دے مسله به دې حل شي

 

سيد عالم حاجي صيب فقير ګل ته اووے ... 

 

بچيه دا ته څه ګډي وډي وائې . په دې  زمکه خو ما  قسم خوړلې دے او د‌ قسم نه ‌پس مې تر دے دمه د دې ډېران نههر کال خپل د داماني زمکې ته سره هم وړې ده

 

اوس يې ورته څنګه واپس کړم !!! 

 

البته په‌ ابراهيم خان پسې به ورشم او معافي به تري اوغواړم 

 

فقير ګل چي دا واوريده نو مسکے شو او د سيد عالم حاجي صيب نه يې د‌ تلو رخصت واخستو. 

 

سيد عالم حاجي صيب د‌فقير ګل سره د‌ په ‌مخه کولو نه‌ پس نيغ د‌ ابراهيم خان پسي د ھغوي کور ته‌ ورغلې -د‌ ورتلو سره‌ يې ورته اووے چي د مرګ او ژوند هيڅ پته‌ نه‌ لګي ما ستا په زمکه په ناحقه قسم خوړلے دے ما معاف کړه.

 

ابراهيم خان ورته اووے تا ډير زياتے کړے وو په دروغه دي  زما په زمکه قسم خوړلے وو وژلے مې نه شوے ځکه چي د يو انسان قتل د‌پوره انسانيت قتل دے. په دغه وجه مې د‌ زمکې نه زړه صبر کړے وو.. خو د‌ قيامت  په ورځ مي زمهوار يې زه تا نه بخښم- 

 

سيد عالم حاجي صيب چي د ابراهيم خان دا خبره‌ واوريده نو  غلے شان پاڅيدو او په زړه کښې ئې دا فيصله اوکړه چي زمکه ورته ولي واپس کړم .. بس چي زه مړ شم نو کيدې شي ابراهيم خان راته بخښانه اوکړي  

 

سيد عالم حاجي صيب په دغه سوچونو کښې وو او لا  خپل کور ته رسيدلے هم نه‌ وو چي د‌جمات په لاؤډ سپيکر کښې اعلان اوشو چي ابراهيم خان وفات شو جنازه به ئې  سبا سحر اته بجې د‌ بر کلي  په جنازګاه کښې ادا کيږې. 

سيد عالم حاجي صيب اوس هم جومات ته ځي راځي مونځونه هم کوي او د‌خدائ پاک نه سوال هم کوي چي خدايه ما اوبخښے .. 

 

خو کله کله چې په جومات کښې فقير ګل اوويني نو زر ورته د ابراهيم خان خبره راياده شې چې ما نه يې بخښلے او  بيا په ژړا شي .

 

🌷 🌷 🌷                    

 د کتاب پردے حق نه انتخاب 

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
قالبندي ساختمان
Pashto
Jun 19, 2024
1,558 views

قالبندي ساختمان

ـ  ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ   قالبندي(Formwork) ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـقالبندي يوه موقتي ساختماني پروسه يا د سختمان موقتي جز ده کوم چې د يو ساختمان د عناصرو لپاره د تکيې په حيث کارول کيږي چرته چې تازه کانکريټ اچول کيږي، تر څو د ساختماني جز member مطلوب ش...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
د ژوند د تېر فصل په لوستلو مۀ بوخت کېږي.
Pashto
Mar 13, 2022
2,702 views

د ژوند د تېر فصل په لوستلو مۀ بوخت کېږي.

لیکنه: وقار ابراهیمي زموږ موضوع ته په اشارې لومړي د ژوند د بدلون او ترقۍ لپاره د پياوړي لیکوال او اروا پوه؛ برایان ټرېسي یوه پیاوړي اصطلاح چې له یو فوق العاده معنا څخه ډکه ده، راخلو؛ نوموړي د یو نوې انګېرنې او هدف لپاره لومړي کار او مسولیت څه ګڼي؟...

Written by Wiqar Ibrahimi Read more
افغانستان کی ChatGPT
Pashto
Mar 18, 2023
4,187 views

افغانستان کی ChatGPT

پخوا به هغه کسانو چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي وه د نور خلکو د انګلیسي لیکنو له اصلاح ډېرې پیسې ترلاسه کولې. ما خپله د تېزیس په اصلاح چې کره هم نه وه پیسې ورکړې دي. ChatGPT تر ټولو لومړی د همدغو کسانو کاروبار ختم کړ. ځکه تر هغو ښه او په مسلکي ډول متن اصلا...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,425 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,899 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article