To start downloading books,
please sign in or create an account.

Sign in Create an account
ډاکټره عافیه صدیقی

ډاکټره عافیه صدیقی

542
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-02 16:34:04

واکمن چې غلام شي ولسونه لیلام شي!

ډاکټره عافیه صدیقي چې په خټه پاکستانۍ ده مسلک یې طبابت وو،  لومړنی زده کړې یې په پاکستان کې او د عصبي جراحۍ لوړې زده کړې یې په امریکا کې وکړې ددې سره په څنګ کې یې اسلامپاله او مذهبي میرمن وه ،په 2003 میلادي کال کې په کراچۍ کې نادرکه شوه او په دې تور امریکې ته وسپارل شوه چې ګواکې په افغانستان کې په امریکایي عسکرو باندې یې د تروریستي برید په اړه له القاعده شبکې سره د تسهیلوونکي او مرسته کوونکي رول لوبولی ، هر کله چې په متحده ایالاتو کې محکمې ته وړاندې شوه د ترهګری ضد محکمې په ۸۶ کاله زندان محکومه کړه،  ددې قضیې په وړاندې د پاکستان اجیر حکومت څه کړي؟
لومړی د پاکستاني استخباراتو له لوري نادرکه شوه او وروسته امریکا ته وسپارل شوه ، د عافیه صدیقي د خلاصون لپاره د پاکستان حکومت تر اوسه هیڅ نوعه دیپلوماتیک فعالیتونه ندي کړي!
په سفارتي کچه د عافیه صدیقي د رها کولو هیڅ روابط نشته!
بلکې په ټولنیزو رسنیو د ځینو مذهبي اسلامپاله مبارزینو لخوا ددې ازادۍ لپاره مبارزه روانه ده او ترڅنګ یې ددې خور ډاکټر فوزیه صدیقي ددې ازادۍ کمپاین پیل کړی  چې روانه اوونۍ ددې د مدافع وکیل او دجماعت اسلامي  له وکیل سره یو ځای د د امریکا په ټیګزاس  په زندان کې د ښیښه یي دروازې شاته ددوی خبرې شوي !
څیړنې ښيي چې پر عافیه صدیقي سخت تشدد شوی او هیڅ راز انساني خدماتو ته لاسرسۍ نلري!

Recommended Articles