دوه کاله، درې میاشتي او شل ورځی په دې دومره موده کې ما لس ناول ولیکل او اته ناول مې وژباړل یعنی هره ورځ بغیر له دی چې وګورم جمعه ده ، اختر دی فلان دی یا بستان هره ورځ می لیکنه وکړل هغه هم کوم دوه خط لیکنه نـــه
هره ورځ د دوه زرو څخه ډېر خطونه مې لیکې یو ډول معتاد شوی وم په لیکنه داسي چې نشوم درېدلی او یوازی مخ ته روان وم او لیکنه مې کول ځان سره مې ویل ته خپل په کار زحمت وباسه خلک خپل راځې هغه وخت نږدی دې چې خلک پوه شې ستا لیکنه کې زحمت او رښتینولې ده ځان سره مې ویل خپل ژبي ته خدمت کوم او که نن نه وی نو څو کاله وروسته خو ضرور داسې یو کس پیدا کېږی چې زما د لیکنو ویلو وروسته ووایی ولای دغه خواجه زی نومې کس هم پښتو ژبي ته د رښتیا هم ډېر خدمت وکړ خو دا هسی خیال او هندی ډیالوګ و چې ما خپل ځان ورباندی خطا ویستی
خلک راغلل داسی نه وایم چې رانغلل خو ټول د کاپی لپاره راغلل زرګونو کسانو زما لیکنی زما د چینل څخه کاپی کړل او فسبوک ،وټساپ او نور ځایونو کې نشر کړل ځینې یې خو دومره ظالمان وه چې بیخی زما نوم یې لری کړو او ځان یې مفت خیټه د هغه لیکنې چې ما په شپو،شپو ورباندی زحمت ویستلی و لیکوالان معرفی کړل
کله چې په دی خبره پوه شوم نو خدای په سر شاهد دی سخت زور یې راکړ او ټلګرام کې می کاپی بنده کړل د دې کاپی بند کولو په سر مې دومره بد رد او سپکاوی وخوړ چې حد یې نه درلود ځکه د ډېر کسانو د ممبر جذب کولو لاره وه او دا یې نشو زغملې چې زه یې داسی ناڅاپه ورباندی بنده کړم خو کله چې مې بند کړل د دی کنځلو او خبرو وروسته ډېر ملګرو د مختلف ځایونو څخه زما د شخصی ټلګرام چینل ته ځانونه راورسول
خو ما دې مېنځ کې دوه غلطیانی بیا وکړل او هغه هم زما د بیعقلی څخه نه و، زما د ډېر رحم دلی څخه وو ځینو کسانو ویل ټلګرام نشو ډانلوډ کولای ناول فسبوک کی نشر کړه نو ما هم ویل زه خیر زه به ایډی جوړه کړم او خپل د ایډی څخه به یې نشر کوم څه ستونزه لری؟
خو خبر نه وم چی دا کار مې هسې وخت او انرژی ضایع کول وه یو څو د ګوتو په شمار کسان یې جذب کړل خو بیا همغه آش او همغه کاسه شوه هر کس راتلو کاپی کول او خپل چینل کې نشر کول دویم غلطی چې مې وکړل دا وه چې ناول مې د فایل په توګه نشر کول شروع کړل دا کار هغه ملګری چی فعال وه او حمایت یې کاوه هغوی هم له ډګر بهر او اوټ کړل
هغوی هم ناول لوستل بند کړل ویل راځو بیا په یو ځل کامل ناول مطالعه کوو څه جبر دی هر برخی ته دومره وخت ورکړو؟ خو دی خبری ته یې فکر ونکړ چې دا زه چې هره ورځ دومره په زحمت لیکم او د نشر کولو وروسته ستاسو کمینټ ته په تمه پاتی کیږم چې تاسو څه نظر لری ؟ زه څه وکړم؟
دا هغه غلطیانی وه چې ما مداوم توګه تر دوه کالو،درې میاشتو او شل ورځو تر سره کړل حتا همدا پرون ماښام او تر همدی څو ساعتو مخکې مې هم دا فکر ذهن کې و تر دی چې یو ساعت مخکی د یو ملګری سره مې خبری وکړل هغه اصل کې یو فارسی زبان لیکوال دی او بار،بار یې هم ماته ویلی وه چې راشه فارسی کې لیکنی ولیکه او نشر کړه ډېر خلک به یې ولولی خو ما نه منل
نن ډېر خپه وم یعنی انسان چی خپل زحمت ته ګوری بیا دا ګوری چی خلک د تشویق او حمایت لځایه داسی خبری کوی لکه حق چی ورباندی لری او دا لیکوال نه دی د دوی نوکر دی نو خدای و راستی شیطان ویل ټول شیان ډلیټ کړه او ورځه بلا د دې ټولو پسی کړه
خپل د دی فکرونو په اړه چې مې هغه ته وویل هغه پخندا شو ویل یې زه تاته د اول ورځی څخه حیران وم چې ته څنګه یو وخت کې ټلګرام ،فسبوک او زر نور ځایونه نشرات کوی او د چاپ ماشین په شان هره ورځ نوی لیکنه کوی؟ هغه ویل زه پوهیدم چې یوه ورځ ستړی کیږی او ټول پرېږدی
خلاصه ښه خبری راته وکړل د هغه وروسته یې یو مشوره راکړل ویل یې تا خپل انرژی زر ځایونو کی په نشراتو باندی ضایع کړی او ګټه دی هم نور چینلونو ته رسولی او خپل د ټولو څخه شاته پاتی یې او له بلخوا خلک دی عادت کړې اوس ته دی مفت خور خلکو ته ووایه زه ناول تر هغه وخت نه نشر کوم چی فلان کار ونکړی ټول درباندی چغی وهی چی ولی؟ ته دومره شې شوی چې داسی کار کوی؟ او حق هم لری چی درباندی بابایی وکړی ځکه ته او ستا لیکنی هر چاته په مفت په لاس ورتلی اوس هیڅوک حاضر نه دی ستا لپاره حتا یو لینک لا ووهی او ستا بل چینل فالو کړی
او دا خبره یې یو دم رښتیا وه یعنی زه چی خپل لیکوال د دی دومره ناولونو یم که ووایم ناول ته لایک ورکړی یا خپل ملګری دعوت کړی نو زر نفر کمینټ کوی په غوسه چی ته اوس د لایک وږی شوی؟ ته اوس پر موږ خپل چینل نشر کوی؟ داسی حال کې چې همغه زما ناول چی نور چینلو کې وایی نو ښه په خوند د هغه ځای د اډمین خبره منی او ښه لایکونه ورکوی او خلک هم دعوت کوی خو که زه ووایم بیا نو الله اکبر کفر دی کفرررر
ځکه ما ټول بغیر د هغه ملګرو څخه چې شعور او انسانیت لری او د رښتیا هم زما د لیکنی مینوال دی دا نور ټول خپل په سر پورته کړی که زه اوس خپل د حق په اړه خبره وکړم ټول وایی دا هم دومره شو، دا ځان مغرور نیسی فکر کوی ډیر غټ کس دی او راغلی پر موږ ظلم کوی ناول نه نشر کوی د ناول په سر فرمایشات کوی پر موږ کم نظر کوی او زر نور اپلاتی وایی خلاصه تاسو نه یاست ملامت
ملامت زه یم چې تاسو مې داسی عادت کړی خو د دی وروسته نور بس دی نور نه په فسبوک کې ناول نشر کوم نه هم د ناول فایل پورته کوم او نه هم وټساپ کې ناول نشر کوم یوازی او یوازی ټلګرام کې نشرات کوم هغه هم په اندازه او مقدار او هر چا که فرمایش او خبره درلود پخیر دی لاړ شې راه باز جاده دراز زه هېڅ ستونزه نه لرم زه یوازی خپل مینوالو ته ناول نشر کوم نه هر کس ته البته هر کس زما ناول هم نشی ویلی ځکه اوس وخت ټول عشقی ناولونه غواړی کوم چې زه نه نشر کوم او دوی نامردا استوم
پوهیږی زه د شپی تر دوه ،درې بجو ویښ کښینم یا لیکم یا هم ژباړه کوم تر څو سهار ته تاسو ته ناول نشر کړم داسی حال کې چی د ناول اصولی معیار ۵۰۰ ټکی دی زه دوه زر ټکی لیکم او پر ځان دومره فشار راوړم د هغه ځواب کې بیا هم ځینې کسان راځی او وایی چې ولې دی دومره کم نشر کړی؟ فایل راوستوه ولی منظم نشرات نه کوی؟ ولی داسی یې او ولې هسی یې؟
داسی کسانو ته شیطان وایی جواب ورکړه او ښه کنځل وکړه چې ستا د پلار فایل چیرته زما سره دی چې ته یې زما څخه غواړی؟ خو بیا ځان کنترول کوم او لعنت په شیطان وایم خلاصه لیکل او یو چینل مخ ته وړل اسانه خبره نه ده بلخصوص ما ته خو یې عصبی مرض اچولی هر کس ته ځواب ویل د هر چا خاطر کول د هر چا خبره منل بیا دی مینځ کې د ځینو خرو خبره هم وړل او که راضی کیدل نه ورته ویل چې خیر دی زه یې شخصی کی کامل فایل دراستوم ته مه خپه کیږه د علیجناب ځو😒🩴🩴
خلاصه یو شهر ناپرسان مې جوړ کړی و چې ټول پکی اربابان او پادشاهان وه بغیر زما څخه خو نور بس دی بس بس د دی وروسته یوازی او یوازی ټلګرام کې ناول نشر کوم هغه هم په حساب نور فسبوک کی ناول بند وټساپ کې بند فایل ناول نشر کول بند او هووو له خدایه غواړم چی کوم چینل زما دلیکنی څخه کوم چې ما بنده کړی کاپی وکړی او خپل چینل کی نشر کړی نو دومره ورته وایم چې یو زه یم او که نور نه وی یو سل نفر خو لرم نو فکر وکړه ۱۰۱ نفر چی یو ځل ستا په چینل ریپوټ ووهی څه حال به دی وی کاکا دی جارسی؟
نو د دی وروسته زما څخه دوری دوری ګرځی😁 زه نور د لیکوالی څخه خش ماشی ته راغلی یم او هوو د ابلیس پنځم پړاو تر څو چی زما د ټلګرام چینل وټساپ څه پر بلا وهم وټساپ خو مې د غیبت کولو لپاره جوړ کړی😁😂
د ټلګرام ممبر مې شپږ زره شپږ نیم زره ممبرو ته نه وی رسیدلی ولاکه په دی دوه دیدو وګوری چې بیخی د اشرف غنی زامن لا شی دومره مو زما زړه کباب کړی دوه نیم کال مې د مریدانو عزت وکړ خپل بی عزت شوم ورک دی دا بې وفا مریدان شې🩴🩴😁 نور مریدان نغواړم استعفا مې ورکړل د پیرتوب څخه😁
خلاصه چې تر څو فعال نشی ناول نشته کله چې فعال شوی ناول نشر کوم هغه هم پر اصوووولو دا بغدادی جنی ناول هم نور د میږی په شان لږ لږ نشر کوم څه جبر دی دوه وخت نشر کړم او خپل اعصاب وخورم؟ البته که دوه وخت مې هم نشر کوی نو اصلی اصول د ناول لیکولو باندی ۵۰۰ ټکی لیکم اضافه نه
خلاصه د دې ټول خبرو مې دا و چې نور ټول ځایونو کې ناول نشر کول بندوم او یوازی خپل شخصی چینل کی نشرات کوم نور دومره د هر چا د فرمایش منلو وار لاړ خلاص شو حوصله ما هم اخر به سر امد نو په راتګ مو خوشحالیږم که نه راځې ناز کوی نو بلایم د پشت تان بیخی نیاین خودم هستم و چند نفر دیګه دارم عشق هستن عشق😁😂
دغه زما د ټلګرام شخصی چینل لینک دی که زما د لیکنو شوقیان یاست راځې قدم رنجه کړی😁
👇👇👇👇👇👇👇👇👇https://t.me/pashtoonovels0
که سرچ کړی ټلګرام کې پښتو ناولونه نو زما چینل به تاسو ته راشی زما د پروفایل عکس ورباندی دی خواجه زی
کنه دغه زما شخصی ایډی ده په ټلګرام کې که سرچ کې ولیکی یا حتا ګوکل کې ولیکی زما ټول اکانټونه راباسی
@shuhab09