د نهیلۍ او زړه تنګون درملنه

K
Ketabton
Author
1 min read
4,668
د نهیلۍ او زړه تنګون درملنه

انسان ذاتاً داسې یوه ځانګړنه لري،چې دِ هر ډول حالاتو په وړاندې ځان عیارولای شي که هرڅومره یې ژوند سخت شي طبعتاً دا سختي ورته د زغم وړ تمامیدای شي په اوسنیو زړه تنګو شېبو کې ډېری ځوانان وینم،چې یو ډول نهیليو او ستونزو پسې اخېستي؛ ددې لپاره،چې له خپل ژوند خوند واخلي او په خدای ورکړو نعمتونو باندې شکر وباسي پرځای یې ناشکري کوي پداسې څه باندې چُرت خرابوي،چې ورسیدلو ته یې لا ډېر وخت وي.

زه تاسو ته نن څو لنډو داسې طریقو لارو، ګودرو باندې ګړیږم،چې په تطبیق سره به یې ستاسو د ډېرو ملګرو ژوند له نهیلۍ او زړه تنګون وژغورل شي دا داسې نسخه ده،چې ما پخپل ځان تجربه کړیده اوریدلي به مو وي،چې “تجربه بهترین استاد دی” یا “طبیب هغه طبیب،چې رنځ پرې تېر وي” زه هم په اوایلو کې کټمټ هغسې څوک وم،چې ژوند ته به مې د یو ډول نهیلۍ له عینکو کتل هرڅه به راباندې غمېدل یوه ورځ مې فکر شو،چې ایا ژوند پدې ارزي،چې په تشویش او اندېښنه کې تېر شي؟ بیا مې وویل ښه؛ وژاړه، ځان ووهه، تېر پسې خفه شه، پایله یې څه کېږي “هېڅ” زه تاسو په ډاډ سره وایم،چې نن سبا نړۍ او زموږ شاخوا له داسې بدبختانو ډکه ده،چې ته څومره ځورېږې او په څومره بد حالت کې وې دا تش په نومي انسانان دِ هر درد او غم ته من، من غوښې اخلي نو ددې لپاره،چې دا تش نومي انسانان یا د انسان په جامه کې ځناور وسوځوې نو دا خپله یوه ګوله وچه ډوډۍ په دومره شوق او مینې سره وخوره لکه د غوښو، او بېلا بېلو خوراکونو دوسترخوان،چې درته غوړیدلی وي.

د یو ګېلاس یخو اوبو له څښاک وروسته یوه اوږده سا واخله دروند شکر ادا کړه،چې خدایه شکر،چې یو ګېلاس یخې اوبه  را پېرزو کړې؛ نن دِ که په پخپله وچه ډوډۍ دِ زړه له تله شکر ویست سبا به یې خدای درته په لس ګونو خوندرو خوراکونو بدله کړي، نن دِ که پخپل روغ بدن شکر ویست خدای به دِ همداسې صحتمند پاتې کړي زموږ ژوند ناشکریو داسې دربدر کړی دی همدا نن،چې هرڅه لرې پرې شکر وباسه په شونډو مو موسکا خوره کړئ او دا لاندې څوټکي په یاد ولرئ!

هره ورځ یو داسې کار وکړه،چې په دریادولې سره یې زړه کې خوښي احساس کړې مثلن هره ورځ ډېر نه لس، پنځلس صفحې یو ګټور کتاب کولای شي تاسې ته د خوښۍ احساس درکړي.

څومره،چې کولای شې د ټولنیزو رسنیو استعمال محدود کړئ؛ زموږ د ډېری پریشانیو منبع همدا فېسبوک او نورې خواله رسنۍ دي نن سبا په نړۍ کې خورا زیات چتیات روان دي؛ همدا افواهات، بد خبرونه، موږ له ژوند زړه توري کوي.

ددې پرځای لاړ شئ یوه ښایسته باغ، منظرې ته کېنئ د طبعیت ننداره پیل کړئ د خدای پدې ارته نړۍ باندې ځان په تفکر کولو کې بوخت کړئ؛ د طبعیت سره کېسې مو ذهني پیاوړي کوي دِ فکر کولو ځواک دربښي.

ځان هدفمن عادت کړئ مثلن حته که سهار له کوره ښار ته دِ تګ تابیا نیسئ فکر وکړئ،چې که ښار ته ځم یوه کوچنۍ ګټه خو باید وکړم که نور هېڅ هم ونه کړې حته که دِ یو بېوزله لاسنیوی دِ وکړ بیرته کورته په راتګ سره به دې زړه خوشاله وي.

ژوند ځانته په زور مه سختوئ، هېچا سره ځان مه پرتله کوئ دا خپل هرڅه،چې لرې دا تر بل هرچا غوره او ښه دي.

په پلان شوي ژوند کې هېڅکله نه نهیلي کېږی زموږ ډېری سرګردانۍ همدا بې پلاني ده؛ د هېڅ ورځې پلان نه لرو که هرڅومره کوچنۍ کار وي،که دِ پلان په اساس وشي روحاً خوښي دربښي دا کار ما تجربه کړی دی.

خوښي او غم د ژوند یوه برخه ده، د خوښۍ او غم توازون وساتئ.

که غواړی ژوند درته د خوښۍ دروازه پرانیزي پورته موارد په نظر کې ولرئ عملي یې کړئ همدا اوس،چې زما لیکنه مو ولوسته په شونډو تبصم وغوړوه شکر وباسه،چې خدای د لوستو ځواک درکړئ.

ژوند کې دِ خوښۍ لپاره سترو کارو ته اړتیا نشته خپلې وړې خوښۍ مو ولمانځئ  همدا ژوند دی ژوند ښکلی دی.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
Dec 25, 2021
3,935 views

د سترګو شاوخوا توروالی څنګه له منځه یوسو؟

لیکنه: شکېبا نادري د سترګو د شاوخوا توروالی څنګه له منځه یوسو؟   د انسانانو د ښکلا تر ټولو اړین شرط د مخ پاکوالی دی، که یو کس هر څومره ښایسته وي، خو د مخ پوستکی یې خالونه او تورې لکې ولري، ښایسته نه ښکاري، ځینې وخت د انسانانو د سترګو شاوخوا تورېږي...

Mar 09, 2023
4,196 views

پښتو ټوکه

ټوکه یوه شپه یو غل د یوې بوډۍ کور ته ورغی، هغه لا ویښه وه، غله ورته وويل ، د نورو بوډیو په څېر له ماښام وروسته ولې نه ویده کیږې؟ هغه پوه شوه چې غل دی، ورته یې وويل ، زویه ویده وم خو سخت ویروونکی خوب مې ولید او راویښه شوم، او زیاته یې کړه: فکر کوم ته...

Apr 04, 2023
1,513 views

عرضی قوو په مقابل کی شیر وال Shear wall

#موضوع: عرضي قوي په مقابل کې دیوال (Shear Wall) څه معنا او څه لپاره؟#ژباړن. پوهنیار صابرشاه صابريتعریف: عرضي قوي په مقابل کې دیوال هغه دیوال دي چې چې عرضي قوه لکه باد، زلزله کوم چې تخریب سبب ګرځی مقاومت وکړي.په #فریم لرونکي ودانی کې عرضي دیوال:عمودي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
40,015 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
32,108 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 17, 2020
31,986 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article