د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو سره ځينې خلک د ناسمو خوړو او ځينو نورو لاملونو له کبله خپلې روغتيا ته زیان رسوي. دلته به پر ځينو لارښوونو پوه شئ.
۱ ـ خپل خواړه درې وخته کړئ
اکثره خلک په روژه کې دوه وخته "روژه ماتی او پیشنمی" خواړه خوري. د روغتیاپالانو له نظره دا کار نامناسب دی. تاسو هڅه وکړئ، دا وختونه درې کړئ. مه حیرانېږئ، طریقه یې اسانه ده.
تاسو کوښښ وکړئ، چې په روژه ماتي کې کم خواړه وخورئ، له څو ساعتونو مسلسل دمې وروسته معدې ته ډېر خواړه جمع کول، ستاسو روغتيا ننګوي. له روژه ماتې ساعت یا دوه ساعته وروسته ماښامنۍ وخورئ. په درېيم ځل خواړه مو پیشنمي کې وخورئ. په دې توګه ستاسو خواړه درې وخته کېږي.
۲ ـ په اندزه خواړه وخورئ
ځينې خلک په روژه ماتي او ځينې نور بیا په پېشنمي کې ډېر خواړه خوري. دا کار نامناسب دی. هڅه وکړئ، خپل خواړه په درېيو وختونو تقسیم کړئ. په دې توګه به ستاسو معده د خوړو له ډېر حجم څخه شکایت و نه لري.
۳ ـ خواړه په سړه سینه وخورئ
څو ګړۍ پر له پسې لوږه سړی حتما دې ته اړ کوي، چې ژر ـ ژر خواړه وخوري. خو، هغوی چې خپله روغتيا او صحت ورته مهم ښکاري، داسې کړنه هېڅکله نه ترسره کوي. همدارنګه ځينې خلک په پیشنمي کې د کم وخت له کبله هم ژر ـ ژر خواړه خوري او په دې توګه خپل صحت ته زیان رسوي. کوښښ وکړئ، په پیشنمي کې په وخت له خوبه پاڅئ. په بشپړ ډول ویښ او د خوړو لپاره چمتو شئ.
۴ ـ د خوړو ډول ته پام وکړئ
د روژې مبارکې میاشتې په برکت د اکثرو خلکو دسترخوانونه له رنګارنګ خوړو ډک وي. چې له اکثرو یې اصراف او افراط هم کېږي. هڅه وکړئ، له هغو خوړو ډډه وکړئ، چې ډېر غوړ ولري او هم له ډېرو سرو کړو خوړو ځان وساتئ.