To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا

د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا

1,475
Salman Jabbar
2021-05-03 13:12:26

د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا

د خانداد بابا په اړه باندې پښتانۀ دانشوران او تاریخ پوهان وخت په وخت خپلې تبصرې کوي دا ډېره ښۀ خبره ده چې خپل اتلان ژوندي وساتلے شي ، خپل اتلان یادول د ژوندي قامونو کار دے زۀ دغه کار ته خوش بین ضرور یم خو په دغه تبصرو مې څۀ اعتراضات هم شته دے زۀ په دغه ناکره تبصرو باندې د نن وخت دانشوران نه ګرموم ځکه چې د پښتنو یعني د پښتون قام ټول تاریخ لکه د مذهبي قیصو په توهماتو ولاړ دے د دې نورې وجې هم کېدلے شي خو ماته یې تر ټولو لویه وجه دا ښکاري چې پښتنو ټولو عمر خپل او پردي جنګونه کړي دي . د قلم او کتاب نه لرې پاتې شوي دي . د پښتنو د تاریخ په اړه چې څومره مستند کتابونه دي د هغې ډېرې حوالې د هغه قبضه ګرو قامونو د لیکوالانو دي چا چې د پښتنو په وطن قبضه کړې وه . زما خپله شخصي تجربه دغه ده چې دښمن کۀ هر څومره نیک سیرته شي خو بیا هم دښمن وي د هغۀ په وینه کښې ستا سره د دښمنۍ ګرمي ضرور وي . پښتنو دانشورانو هم زیاتره د دغه خلکو لیکلي تاریخونه رانقل کړي دي او دغه خپل تاریخ ګڼي . د دې نه علاوه پښتنو ته ځان د هر چا نه غوره مسلمانان ښکاري نو د هغې له کبله یې د عربو خالد بن ولید ته هم پښتون وئیلے دے اګر چې دا د اکبر باچا د دور حکومت افسانه ده خو په پښتنو کښې دغه افسانې دومره مقبولیت ترلاسه کړے دے چې ډېر لوے لوے دانشوران او شاعران هم بې له تحقیقه دغه افسانې ته د حقیقت په سترګه ګوري .

همدغه راز د خانداد بابا په اړه هم دانشورانو دغه رویه خپله کړې وه بې له تحقیقه ناکره معلومات یې د اولس سره شریکول زما خپل تعلق د شعر ، شاعرۍ سره دے زۀ بذات خود یو شاعر یم، کار مې شاعري کول دي په شاعرۍ تحقیقي او تنقیدي کالمونه لیکل دي ، زۀ تاریخ پوه نه یم ــ

خو د خانداد بابا د فکري او نسلي وارث په حېث مې دغه خپله زمواري وګڼله چې د ناکره معلوماتو په ځاے د تاریخ لمن ته د خانداد بابا په اړه حقیقي معلومات وروسپارم ـ

تعارف

خانداد بابا په کال 1885 کښې د مردان ولسوالۍ په بائیزوخرکي کلي کښې د میرداد بابا په کور کښې پېدا شو تعلق یې د اتمانخېل قبیلې د منصور خېل شاخ سره لرلو، په ونه درمیانه په وجود کمزورے خو د مترقي فکر خاوند ، د خپل خاندان تر ټولو زیات لوستے او پوهه انسان ؤ

کله چې د خدائي خدمتګار تحریک باني ( باچاخان ) د ازادو مدرسو جوړولو هڅه وکړه خانداد بابا هم هغه وخت د باچا خان د دغه سپېځلي کار کلک ملاتړ وکړو، د مترقي سوچ اداراک یې له دغه ځایه کېږی چرته چې ټوله علاقه د پیرنګي د غلامۍ لاندې ژوند کوي خانداد بابا په هغه وخت کښې د پیرنګي خلاف د مزاخمت لار خپلوي په خپلو بچو تعلیم کوي اګر چې دغه وخت د دې قبیلې زیاتره خلک نالوستي خلک وو،
""" یوه ورځ راته خپلې ترور ( د خانداد بابا د مشر زوي لور) قیصه کوله چې خانداد بابا راته هغه وخت پینځۀ روپۍ راکړې هغه وخت پینځۀ روپې ډېرې روپۍ وي د دې سره یې راته دا امر وکړو چې په دې به واصل خان ته جامې، کتابونه او د مدرسې نور ضروري څیزونه واخلې ، او واصل خان مدرسې ته ولېږه ما هم هغسې وکړل خو کله چې یې خپل بابا خبر شو نو ماته یې په غصې سره ووئیل چې واصل خان مدرسې ته لاړ شي نو ما پسې به پټي ته چاے او ډوډۍ څوک راوړي؟ ترور مې دا خبره په تکرار سره کوله چې هغه وخت چا تعلیم څۀ کولو خو دا د باچا خان د ملګرتیا برکت ؤ

خانداد بابا د خدائي خدمتګار تنظیم عهدېدار ؤ د هغې له کبله به خلکو د سور پوش او صدر په نوم هم یادولو بابا په خپله پښتنه خاوره د خپلې خاورې د خپل اختیار، د خپلې خاورې د ملکیت تبلیغ کولو، د پښتنو د بېدارۍ لپاره یې جلسې کولې، دا هغه وخت ؤ چې د پیرنګي خلاف خبره کول به د وطن سره د غدارۍ په زمره کښې حسابېدل ، د مزاخمتي تحریک سره ودرېدل به د جېلونو، تشدد، او د دغه رقم اذیتونو مخې له د ورتللو مترداف وؤ مګر خدائي خدمتګار د خپلې قامي جذبې سره د دغه ټولو تکلیفونو مخې ته ولاړ وو ــ
خانداد بابا ته د پیرنګي حکومت له طرفه د هر قسمه مراعاتو درخواستونه شوي وؤ خو بابا یې د اخستلو نه انکار کړے ؤ، په خپله خبره سلامت ولاړ ؤ چې په نتیجه کښې يې پیرنګي حکومت د نیولو امر وکړو چرته چې به د خدائي خدمتګارو جلسه وه هلته به ورپسې د پیرنګي فوځ ورتللو د خدائي خدمتګارو په کورونو به یې چاپې وهلې پیرنګي حکومت په خدائي خدمتګارو زمکه تنګه کړې وه له دغه وجې به خدائي خدمتګارو په دغه وخت کښې خپل میټنګونه د شپې په تیارۀ کښې کول یو کس به یې څوکېدارۍ ته ودرولے ؤ کله چې به د پیرنګي حکومت فوځیان کلي ته رادننه کېدل نو څوکېدار به خپل لالټین بند کړو دغه لالټین بندول به خدائي خدمتګارو ته خبردارے ورکول وؤ

خانداد بابا په دغه سختو خالاتو کښې د خپل وطن د ازادۍ مبارزه کوله سخت خالات ورته ځکه وایم چې په نړیواله سطح د زورور دښمن سره مقابله کول د هغۀ په وړاندې مزاخمت کول د هر قسمه تکلیفونو نه خالي نه وي دغه تکلیفونه د خپل وطن د ازادۍ په خاطر زغمل قامي جذبه غواړي او دغه خدائي خدمتګار په دغه جذبه سرشاره خلک وؤ زۀ امېد لرم چې دغه قربانۍ به د پښتنو په تاریخ کښې تر تله یادیږي
خانداد بابا خپل ټول ژوند د قبضه ګر خلاف په مزاخمت او د اولس په خدمت کښې تېر کړو په کال 1971 کښې 86 کالو په عمر کښې وفات شو او د خپل کلي کوز سر کښې خاورو ته وسپارلے شو

د خانداد بابا نسل

خانداد بابا درې ودونه کړي وو
① د وړومبۍ ښځې یې دوه ځامن وؤ چې نومونه یې ¹ خان صلاح او ² عمر صلاح وؤ

② د دویمې ښځې یې یو زوے او یوه لور وه د زوي نوم یې صاحب داد ( ټیبو) دے

③ د دریمې ښځې یې دوه ځامن او پینځۀ لوڼه دي چې ځامن یې فضل الرحمان او فقیر رحمان نومیږي

① د ¹ خان صلاح دوه ځامن او درې لوڼه دي چې ځامن یې رحم صلاح او نورزمین خان نومېږي
² د عمر صلاح پینځۀ ځامن او څلور لوڼه دي ځامن یې ګل زمین خان، شاه زمین خان، بهادر خان ، دلاور خان ، ماصل خان نومیږي،

② صاحب داد ( ټیپو) وادۀ نه دے کړے

③ ¹ فضل الرحمان درې ځامن او دوه لوڼه دي ځامن یې رحم رحمان، ګلاب رحمان او ذاهد خان نومیږي ــ

² د فقیر رحمان یوه لور ده

د خانداد بابا په دې ټول نسل کښې یوازې دوه تنه عملي سیاست کوي چې یو د نورزمین خان زوے جواد علي ازار او بل د رحم صلاح زوے فرهاد علي دے نور نسل یې د پښتنو په سیاست د بې اعتبارۍ له وجې د سیاست نه کناره کشي کړې ده خو تر دې دمه د پښتنو یو قامپرست ګوند یې هم خېر خبر نه دے اخستے په نامه قامپرستان د الیکشن په وخت کښې د خانداد بابا د نوم نه استفاده ضرور کوي خو د خانداد بابا د نسل او د هغۀ د قبر په اړه هم کره معلومات نه لري دا پورتنۍ څو جملې لیکل مې ځکه ضروري وګڼل چې خپل مخلصان هېرول نه دي پکار دغه قامي اتلان یادول او د دوي په پلونو پلونه ږدل دا قام خپل مرام ته رسولے شي

تحریر بقلم خود جواد ازار

Salman Jabbar
Salman Jabbar 3 years ago
Recommended Articles