څنګه کولای شم ګټوره مطالعه وکړم؟

Riaz Muqamzai
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
6,667
څنګه کولای شم ګټوره مطالعه وکړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

مطالعه د انسان په فکري روزنه کې رغنده رول لري. د مطالعې په مرسته زموږ پوهه زیاتېږي او پر مټ یې یو منطقي بحث کولای شو. دا او دې ورته ډېرې ګټې شته، چې د مطالعې په مرسته ترلاسه کېږي. مګر ځينې خلک نه پوهېږي، چې د ښې مطالعې لپاره باید کوم کارونه ترسره شي؟

په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. تاسو به د لیکنې تر پایه پر دې پوه شئ، چې د ښې او ګټورې مطالعې لپاره کوم اړین اقدامات باید ترسره شي.

 

ښه او ګټوره مطالعه

تر هر څه لومړی باید پوه شئ، چې ګټوره مطالعه یعنې څه؟ له ګټورې مطالعې څخه موخه داسې مطالعه ده، په کوم کې چې تاسو فکري بلوغ ته رسېږئ، معلومات مو ډېرېږي، په رفتار، کړنو او خبرو کې مو فوق العاده بدلون حس کوئ. د ګټورې مطالعې لپاره لاندې لارښوونې په پام کې ونیسئ. 

 

لومړی ـ مناسب ځای 

که غواړئ د مطالعې په جریان کې زړه تنګون حس نه کړئ نو هڅه وکړئ مناسب موقعیت ځان ته وټاکئ. د ځای ټاکل انساني طبیعت ته په کتو فرق کوي، ځينې خلک په آرام او ځينې نور یې بیا له شورماشوره په ډک ماحول کې ښه مطالعه کوي. خو اکثریت یې دا خصوصیات لري.

ـ آرام ماحول

ـ منظمه کوټه/ مېز

ـ د مطالعې چوکۍ او مېز

ـ آرام میوزیک او یا مطلقه خاموشي

 

دویم ـ خپله هم منطم اوسئ

ځينې خلک د مطالعې مناسب ځای لري مګر خپله مناسب نه وي. دا په دې معنا چې خپل حالت یې ګډوډ وي. ارواپوهان پر دې باور دي، چې د ښې مطالعې لپاره انسان باید منظم کالي پرتن، ږمنځ کړي ويښتان او په ټوله معنا مهذب اوسي.

که تاسو خپله منظم نه یئ، دا کړنه ستاسو فکري تمرکز له منځه وړي، پرته له فکري تمرکزه مطالعه د هېڅ په معنا ده. نو هڅه وکړئ خپله هم ډېر پاک او منظم اوسئ.

 

درېيم ـ فکري تمرکز مو برابر کړئ

دا طبیعي خبره ده، چې نږدې هر انسان په خپل ژوند کې ستونزې او مشکلات لري. حتما به داسې څه وي، چې انسان وځوروي. مګر ښه مطالعه دا نه ایجابوي، چې تاسو دې د مطالعې په وخت کې نورو مسایلو ته فکر وکړئ. 

د ښې مطالعې لپاره باید هڅه وکړئ خپلې ټولې ستونزې هېرې کړئ. یوازې دې ته فکر وکړئ، چې څه لولم او کتاب راته څه وايي.

 

څلورم ـ د حجم پر ځای کیفیت ته پام وکړئ!

اکثره خلک په یو وار د کتاب ختمولو هڅه کوي، دا کړنه د ګټورې مطالعې برعکس ده. د ګټورې مطالعې لپاره باید کم ولولئ خو سم ولولئ. د سم لوستلو څخه موخه دا ده، چې باید لوستې خبره مو نیم ساعت بعد له یاده و نه وځي. بلکې تر ډېره دې ستاسو په ذهن کې وي. 

 

پنځم ـ وقفې ولرئ 

مسلسله مطالعه د ګټورې مطالعې د تګلارې خلاف ده. د ګټورې او ښې مطالعې په اصولو کې یوه بله مهمه موضوع هغه د مطالعې په منځ کې وقفه ده. که غواړئ، ښه مطالعه ولرئ نو حتما تر ټاکلې مودې وروسته یوه لنډه وقفه واخلئ، اوبه وڅښئ، قدم ووهئ او یا کوم بل د خپل ذوق مطابق کار وکړئ. 

تاسو کولای شئ پخپله د مطالعې ترمنځ وقفه وټاکئ. په ساعت کې لس دقیقې، نیم ساعت کې ۱۰ دقیقې او یا بل هر ډول چې تاسو یې د ځان لپاره مناسب بولئ.

 

شپږم ـ نوټ واخلئ 

د مطالعې په جریان کې به حتما له ځينو ډېرو مهمو موضوعاتو سره مخ کېږئ، هڅه وکړئ موضوع له ځان سره ولیکئ. په دې توګه یاده موضوع ستاسو په معزو کې تر ډېره پاتې کېږي او هر وخت ترې استفاده کولای شئ. 

 

اووم ـ د کتاب په اړه خپل تاثر ولیکئ!

کله چې تاسو کتاب په بشپړ ډول مطالعه کړ، کولای شئ په اړه یې يو څو کرښې خپله هم ولیکئ. ځينې خلک نه پوهېږي، چې د کتاب په اړه لیکل څنګه وکړي. ددې چارې د اسانۍ لپاره موږ تاسو ته تګلاره چمتو کړې، همدا تعقیب کړئ، د لوستل شوي کتاب په اړه به ستاسو لیکنه چمتو شي.

ـ د کتاب په اړه ووایئ! (د کتاب نوم، لیکوال، چاپ کال، خپرندويه ټولنه، د پاڼو شمېر)

ـ د لیکوال په اړه ډېر لنډ وغږئږئ! (تخصص، آثار، ژوند)

ـ د کتاب پر عنوان او محتوا خبرې وکړئ!

ـ ځای ځای ترې نقل قولونه هم راوړئ!

ـ د موضوع په اړه خپل نظر ولیکئ! 

ـ کومه موضوع درته نوې او جالبه وه؟

ـ ولې یې نورو ته د لوستلو توصیه کوئ؟

ـ پر تاسو یې څه اغېز وکړ؟

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
Mar 13, 2021
3,171 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی په دې ليکنه کې د لامارتين (Lamartine) په ويناوو کې د ژوند درسونه لولئ. نوموړی د فرانسې د لوی ليکوال، سياستوال او شاعر وو. ۱ـ “تر ټولو نږدې شی مرګ دی او تر ټولو لرې هيلې او اميدونه دي.” انسان د خپل عجيب خاصيت له مخې تل خپل نږدې...

Sep 04, 2021
4,412 views

څنګه کولی شو یو ګټور او نه ستړی کېدونکی بحث پیل کړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه کولای شو یو ګټور او نه ستړی کوونکی بحث پیل کړو؟ د هر کار پیل ډېر ستونزمن وي، که هغه د دندې، زده کړو، د کور کارونو او داسې نور کارونو پیل وي، د خبرو او بحث کولو پیل هم ستونزمن وي. ډېری داسې کسان شته چې د زده کړو کچه به یې تر...

Nov 05, 2020
2,493 views

د امریکا انتخابات؛ ولسمشر څنګه ټاکل کیږي؟

ځينو ملګرو په دې اړه پوښتلی وم، لنډ وضاحت لیکم:د امریکا د استازو مجلس ٤٣٨ څوکۍ لري او دا څوکۍ د هر ایالت د نفوس په تناسب مشخصې دي. په دې کې د واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي چې ایالت نه دی درې څوکۍ هم شاملې دي. د امریکا سنا ١٠٠ څوکۍ لري چې د هر ایالت دوې څوکۍ کی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
40,918 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Dec 17, 2020
32,290 views
1

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Nov 26, 2020
32,265 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article