اسلام د ساینس کورس نه دی!

R
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
2,939
اسلام د ساینس کورس نه دی!

کوم خلک چې اسلام او ساينس نېغ په نېغه تقابل ته اچوي له هغوی دواړه خرابېږي.

د اسلام او ساينس ترمنځ نامستقيمه اړيکه موجوده ده، مثلاً په قران کريم کې د سورة النور په ۳۵ ايت شريف کې د اینسټاین د کتلې و انرژي ترمنځ د اړيکې په څېر خبره شوې ده، د المعارج سورة په څلورم ايت شريف کې نسبي وخت او په کايناتو کې د بېلابېلو سيمو د وختونو تر منځ توپير ته اشاره شوې ده. د الرحمن سورة په ۱۹ او ۲۰ نمبر ايتونو کې د سمندرونو د اوبو تر منځ د جلاوالي پردو ته اشاره شوې ده، د سورة «يس» په ۴۰ نمبر ايت کې په فضا کې د کيهاني کتلو حرکت ته اشاره شوې ده، په داسې حال کې چې لوی فزیکپوه، البرت اینسټاين يو وخت کاينات ساکن بلل او د بې حرکته کايناتو په موډل يې کار کاوه چې بیا وروسته ترې لاس په سر شو.

 

اوس ممکن يو څوک دا ووايي چې د قران کريم دې اشارو ته هغه وخت د مسمانانو ور پام شو چې دغه خبرې لومړی ساينسپوهانو کشف کړلې. د دې خبرې ځواب دا دی چې اسلام په مستقيم ډول د ساينسي لارښوونو لپاره نه دی را لېږل شوی او هدف يې يوازې ساينسي پرمختياوې نه دي. په قران کريم کې دغه اشارې يو دويم لاس موضوعات دي او د خدای جل جلاله د قدرت پېژندلو او منلو يا نورو لومړنيو اهدافو لپاره يې يادونه شوې ده.

 

له ساينسي کشفياتو وروسته د قران کريم د دې اشارو د موندنې بل ضمني اړخ دا کېدای شي چې له ساينسي پرمختګ سره هممهال را څرګندې شي. همداراز په اسلام کې انسان ته د کار او زحمت ايستلو خبره شوې ده او له دې مالومېږي چې د اسلام او ساينس د اړيکو او پرتلې خبره داسې ده، لکه د اسلام او نجاري، اسلام او زراعت، اسلام او ډرېوري او د اسلام او نورو کسبونو تر منځ رابطه.

 

اسلام ځکه د ساينس دايرې ته نه را کوچنی کېږي او هره ساينسي پېښه نه بيانوي چې ساينس يې لومړنی هدف نه دی او د کايناتو دغه کمه برخه (ساينسي پوهه) ځکه د اسلام دايرې ته نه شي ور پورته کېدای چې د اسلام اعتقادي اساسات (لکه د خدای شتون، د ملايکو موجوديت، د جنتونو او دوزخونو شتون او…) ميټافزيکي او تر ساينس (د کايناتو فزيکي تشريح) لوړ دي.

څنګه چې په ساينس اسلام نه ثبوتېږي، همداسې له اسلام څخه ساينس نېغ په نېغه نه شي راوتلای. دا خبره مې ځکه وکړه چې زموږ اکثره مسلمانان وايي، « کفارو ټول ساينس له اسلامه اخيستی دی.» د مسلمانانو له دې ډلې څخه چې د ځينو پېچلو ساينسي مسايلو او اسلام تر منځ پوښتنه وشي، دوی وايي چې په دې مسايلو کې غږېدل ښه کار نه دی. که په دغسې مسايلو کې غږېدل روا نه وي، د دې خبرې مشروعيت هم نه شته چې ګواکې ساينس نېغ په نېغه له اسلامه اخيستل شوی دی.

 

د اسلام او ساينس ترمنځ په اړيکو کې انسانانو ډېره ګډوډي جوړه کړې ده. د دې ګډوډي دوه لوی علتونه د انسانانو بې‌صبري او کمزوری تفکر دی. انسانان زياتره وخت د خپلو ساينسي تيوريو خبره هم نه مني. د ساينس په تاريخ کې د بلک هولز يا تورو غارونو د شتون مساله يوه داسې پېښه ده چې تر شواهدو وړاندې يې تيوري موجوده وه. يعنې هيچا هم بلک هول نه و ليدلی، مګر د شتون خبره يې کېده. اول ځل د ګوتو په شمېر خلکو د تورو غارونو شتون مانه، خو کله چې په را وروسته کلونو کې دا موضوع وڅېړل شوه او په پای کې د تور غار عکس هم واخيستل شو، ټولو يې موجوديت و مانه. بل مثال يې د اینسټاين دا خبره ده چې ويل يې «د کيهاني کتلو په محوطه کې د نور وړانګې کږېږي او جاذبه قوه د وخت – فضا کوږوالی دی.» دا خبره په لومړيو کې زياتره خلکو نه منله، خو کله چې په ۱۹۱۹ کال د يوې لويې لمر نيونې (تندر) پر مهال رڼا ورځ تياره شوه، دا حقيقت خلکو عملي وليد. له دې دوو مثالونو مې مطلب دا و چې د خدای وجود، د ملايکو شتون او داسې نور اعتقادي اساسات اوس ځينې خلک ځکه نه مني چې دوی يې زموږ د موجوديت په ابعادو کې مشاهده غواړي او د خدای تر وعدې (قيامت) پورې يې د عملي ليدو لپاره صبر نه شي کولای.

 

عجبه خبره خو لا دا ده چې ساينس د زياتو ابعادو د شتون خبره مني، مګر ډېر کم انسانان (له جملې يې ايم کي جسوپ او ادم فرانک) پر دې باور دي چې په نورو ابعادو کې داسې ځايونه، شيان، مخلوقات يا نور څه شته چې زموږ په څلوربُعدي فضا کې يې تر هغو پورې ليدل هيڅ امکان نه لري چې څو زموږ ابعادو ته را داخل نه شي او يا موږ د هغوی بُعدونو ته ور نه شو.

زموږ کايناتو ته د ميټافزيک او په هغه کې د دايمي او قديمي وجود او غيبي موجوداتو خبره اديانو راوړه، کنه موږ يې په هکله لومړنی تصور نه درلود. مانا زموږ خیالونه، خوبونه او فکرونه ټول په څلور بُعدي سیسټم کې دي او موږ تر دې ابعادو د ور هاخوا شیانو په اړه فکر هم نه شو کولای، نو د دوی د شتون خبره لومړی د اسماني وحیې لرونکو ادیانو له خوا وشوه، ځکه موږ خو یې په اړه فکر لا نه شو کولای! تر اوسه پورې موږ د ماوراء الطبيعت ابعاد نه دي پېژندلي چې موجودات يې مشاهده کړای شو. ساينس هم د دې ابعادو موجوديت مني، خو د ساينسي او ديني پوهې ګډوونکي کسان مخ پر ترکستان روان دي…

 

ټولې ساينسي تيورۍ نسبي دي، يعنې يو وخت يوه تيوري په مکمل ډول جواب ويونکې ښکارېږي خو بل وخت داسې غلطه ثابته شي چې سړي ته خندا پرې ورځي. سټيفن هاکينګ ويلي دي چې «ممکن زموږ ټولې ساينسي تيورۍ يو وخت زموږ پوهه او وړاندوينې هيڅ وبولي.» يو بل عالم کارل پوپر بيا ويلي دي چې «يوه ښه ساينسي تيوري هغه ده چې په پای کې د خپلو وړاندوينو له لاسه غلطه ثابته شي.» سټيفن هاکينګ وايي چې «ډېری خلک ممکن دا تمه ولري چې ساينسي پرمختياوې به يې ژوند ورسم کړي او له مشکلاتو به يې را وګرځوي، مګر يوه مکمله واحده تيوري مو هم د ژغورنې چانسونه نه شي زياتولای.»

 

ځينې ساينسپوهان ځينې وخت الاسټي (په تصادفي ډول) يوه خبره وکړي او يا کله کله د خپلو ساينسي تيوريو خبره هم نه مني. مثلاً د نيوټن قوانينو د مطلقې فضا شتون نه مانه، خو نيوټن ته ډېره سخته وه چې د خپلو قوانينو له مخې پر همدې خبره باور ولري. اینسټاين په لومړيو کې پر کوانټ ميخانيک باندې ډېرې ټينګې نيوکې وکړې، حال دا چې د دې برخې په پرمختګ کې يې لوی لاس لاره او په دې موضوع کې يې د کار کولو له امله د نوبل جايزه هم ګټلې وه. موږ داسې مخلوقات يو چې که يوه واحده او پر ځان بسيا ساينسي تيوري هم ولرو، باور مو نه پرې راځي.

 

وکیل احمد عزیزي

Related Articles

3 articles
Aug 17, 2024
1,846 views

د طورخم بندر اقتصادي اهمیت پاکستان ته ډیر دی که افغانستان ته؟

لیکونکی: ساحل ګلابزی لومړی: تاریخي شالید طورخم بندر، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ختیځه پوله کې موقعیت لري، یو له مهمو سوداګریزو لارې څخه ګڼل کیږي. دا بندر له دواړو هیوادونو سره تاریخي او جغرافیايي اړیکې لري او د سیمې لپاره یو ستراتیژیک مرکز...

Jan 20, 2026
4,046 views

خواجه زی

پښتو ناول لیکوونکی خواجه زی  پېژندنه: زه خواجه زی یم، د پښتو ادب مینه‌وال او لیکوال. د ژوند ساده کیسې، مینه، ډرامه، او د کلیو ژوند مې د خپلو ناولونو او کیسو موضوع ګرځولې ده. زه هڅه کوم چې پښتو لوستونکو ته تازه، روانه او زړه راښکونکې کیسې وړاندې...

Sep 04, 2021
4,121 views

څنګه کولی شو یو ګټور او نه ستړی کېدونکی بحث پیل کړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه کولای شو یو ګټور او نه ستړی کوونکی بحث پیل کړو؟ د هر کار پیل ډېر ستونزمن وي، که هغه د دندې، زده کړو، د کور کارونو او داسې نور کارونو پیل وي، د خبرو او بحث کولو پیل هم ستونزمن وي. ډېری داسې کسان شته چې د زده کړو کچه به یې تر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
35,937 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,535 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,562 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article