ښکلا پېژندونکی اوسکار وایلډ وپېژنئ

Riaz Muqamzai
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
2,687
ښکلا پېژندونکی اوسکار وایلډ وپېژنئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړۍ کې به نن د آیرلینډ هېواد نوموتی شاعر او لیکوال وپېژنئ. د لیکنې تر پایه به د نوموړي د ژوند، آثارو او ویناوو په اړه لا ډېر پوه شئ.

پېژندنه

د آیرلینډ د نولسمې پېړې ددې ستر شاعر او لیکوال بشپړ نوم اوسکار وایلډ "Oscar Waild" دی. هغه په "۱۸۵۶" زېږديز کال کې داسې کورنۍ کې سترګې پرانیستې، چې لوستې وه او آرامه وه. نوموړی د آيرلینډ په مرکز "دوبلین" ښار کې وزېږېد. پلار یې د سترګو او غوږونو ډاکټر و. مور یې هم بې کماله ښځه نه وه. تکړه لیکواله او ژباړنه وه. ځينې مشهور آثار یې له فرانسوي ژبې انګلېسي ته ترجمه کړي وو. د خپلې کورنۍ اغېز ددې سبب شو، چې اوسکار اهل ذوق شي.

اوسکار خپلې لومړنۍ زده کړې په شاهي ښوونځي کي پای ته ورسولې او ورپسې یې په ماکدالن پوهنتون کې کلاسیک رومي او یوناني ادبیات په پوره لېوالتیا ولوستل. دا چې نوموړی ذهین وو، په لومړۍ درجه فارغ شو او د سرو زرو مډال یې هم وګاټه.

نوموړي په "۱۸۸۴ زېږديز" کال کې د یوه وکیل لور چې "ماري" نومېده، په ډېرو زاریو واده ته راضي کړه. همدا یې بیا د دوو اولادونو مور هم شوه.

اوسکار به په یوه کالج کې ښکلاپېژندنه تدریسوله. ترڅنګ به یې ورځپاڼو ته مقالې او شعرونه هم لیکل. ورپسې یې داستاني ادبیاتو ته مخه کړه.

نوموړي ښکلاپېژندنه ډېره ښه مطالعه کړې وه، نو په همدې خاطر هنرمندانو امریکا او کاناډا د ښکلا پېژندونکي په توګه دعوت کړ او څو میاشتې یې هلته تېرې کړې. 

اوسکار په ۱۸۹۰ زېږديز کال کې د "The picture of Dorian Gry" په نوم ناول ولیکه. دغه اثر نوموړي ته ډېر شهرت ور په برخه کړ. ځينې نور مشهور آثار یې "خوشحاله شهزاده، سالومه، یوه بې ارزښته ښځه، د انارو کور" نومېږي.

بالآخره دا تکړه لیکوال او شاعر د غوږونو د التهاب له امله په ۱۹۰۰ میلادي کال کې د ۴۴ کلنو په عمر ومړ. 

ویناوې

ـ دوست د نورو په مخ کې ستایه او په یواځينوب کې ورته نصیحت کوه.

ـ نن سبا خلک د هر شي قیمت پېژني، خو په ارزښت یې نه پوهېږي.

ـ تجربه هغه سرلیک دی، چې هرڅوک یې خپلو غلطیو ته عنوان ټاکي. 

ـ کله چې خدای "ج" وغواړي یو څوک فاسد کړي، هغه خپلو ټولو هیلو ته رسوي. 

ـ کار هغه شی دی، چې له نورو یې د کولو تمه لرو.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه
Pashto
Apr 18, 2022
2,360 views

هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه

هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانهنشئ!د نورو ژوند بايد‌خراب نه کړو.ځوان له خپل ملګري وپوښتل چېرته کار کوې؟- په پلاني ځای کې...- څومره معاش درکوي؟- ۷۰۰۰ افغانۍ شاوخواايله ۷۰۰۰؟!  په خدای که خو دا د ما د‌نسوارو م کېږي، لېونی يې په ۷۰۰۰ ؋ کار کوې څ...

Written by pardes khpalwak Read more
هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟
Pashto
Aug 09, 2021
5,530 views

هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې به تاسو هم بېلابېل هشټګونه لیدلي وي؛ په امریکا کې د تورپوستو په ملاتړ، په مقبوضه پښتونخوا کې د پي.ټي.ام په ملاتړ او اوس ـ اوس په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پاکستان ضد هشټګونه تر سترګو کېږي. په دې لیکنه کې پر...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه او حل لارې یې
Pashto
Jul 25, 2022
3,549 views

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه او حل لارې یې

که مو بدن د اوسپنې له کمبود سره مخ شي امکان شته چې له سترګو مو تورې حلقې را وګرځي، په بدن کې د اوسپنې کمبود د پوست مشکلات را منځته کوي، که د بدن اوسپنه پوره وي پوست تازه او ځوان پاتې کيږي. له سترګو د تور حلقو تاوېدل ستاسې ښکلا ته زيان اړوي او په نفس...

Written by Riaz Muqamzai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,427 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,900 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article