سویزرلینډ وپېژنئ!
2,326
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-06-08 04:59:19
ژباړه ـ ریاض مقامزی
ددې هېواد رسمي نوم د سویس کنفیدارسیون (Confoederatio Helvetica) دی، چې په "۱۲۶۲ زېږديز" کال کې تاسیس شوی. پر دې سربېره ددې هېواد نوم په آلماني کې Schweiz، ايټالویي کې Svizzera او فرانسوي ژبه کې د Suisse په شکل لیکل کېږي. دغه هېواد په "۱۸۱۵م" کې آزادي ترلاسه کړې ده. پايتخت یې د "برن" ښار دی او پولي هېواد یې فرانک نومېږي.
ددې هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه سیمه لوړ او دنګ غرونو دي. له دې جملې یې تقریبا ۶۰ سلنه د الپ د غرونو لړۍ جوړوي. د ۱۴.۲۸۳ کیلومتره مربع په مساحت سره يو کوچنی هېواد بلل کېږي، چې له فرانسې، آلمان، ايټالیا، اتریش او لیختن سره ګډې پولې لري. د ډېرې طبیعي ښکلا له کبله ګڼ شمېر سیلانیان یاد هېواد ته د چکر په موخه ځي. بازل ، ژنو، برن ، لوزان او زوریخ هغه ښارونه دي، چې هر کال ګڼ شمېر سیلانیان یې لیدلو ته ورځي.
فرهنگ
ددې هېواد وګړي، قانون ته په ډېر درنښت قایل دي. همدارنګه پخپل قوم او کلتور ویاړي. له همدې امله خپل ډېر پخواني دودونه یې ساتلي دي. وګړي یې په الماني، فرانسوي او ايټالوي ژبو خبرې کوي. البته هېره دې نه وي، چې اصلي ژبه یې رومانس "Romansh" ده. مګر د پورتنيو درېيو هېوادنو تأثیر پرې ډېر څرګند دی. وخت پېژندل او رښتينولي ددې خلکو له اصلي ارزښتونو څخه ګڼل کېږي. همدارنګه له سیلانیانو هم هيله لري، چې دې ارزښتونو ته پام وکړي.
دا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې وګړي یې ډېر عمر کوي. د نارینه وو لپاره متوسط عمر ۸۰ کاله بلل کېږي او ښځينه یې په اوسط ډول ۸۴ کاله عمر کوي. وګړي د ډېر چکر لېواله نه دي. په بریا او پرمختګ کې سیالي کول یې فطري ځانګړنه ده.
پیسې
ددې هېواد د پيسو واحد سویسي فرانک (CHF) دی. ارزښت یې هم تقریبا له یو امریکايي ډالرو سره برابر دی. په اقتصادي برنامو سره هڅه کوي، چې په نړېواله کچه د خپلو پیسو ارزښت وساتي.
مذهب او ژبه
د سویس هېواد اکثرو وګړو دین مسیحیت دی، چې ۴۳ سلنه یې کاتولیکان، ۳۵ سلنه یې پروتستان او پاتې ۲ سلنه یې ارتودوکس عیسویان دي. همدارنګه ۴ سلنه وګړي یې مسلمانان دي. همدارنګه په ډېره کمه اندازه د نورو دینونو پیروان هم په دې هېواد کې ژوند کوي. ځينې وګړي آن یو دین هم نه مني.
په اساسي قانون کې یې رسمي ژبې درې او ملي څلور ښودل شوي دي. رسمي ژبې یې فرانسوي، الماني او ايټالوي دي. له همدې امله دا هېواد درې رسمي نومونه لري. په الماني کې "شوایز"، په فرانسوي کې "سوئيس" او په ایټالوي کې یې "سوایزر" بولي.
اقلیم
ددې هېواد اقلیم په مختلفو برخو کې توپیر لري. نو په ټوله کې ویلای شو په معتدل، ګرم اوړی او سوړ واورین ژمی لري. د همدې مختلفې او په زړه پورې آب و هوا له کبله ګن شمېر خلک یې لیدلو ته ورځي او د یاد هېواد له منظرو او اقلیم څخه خوند اخلي.
د "وطنونه" لړۍ په بله لیکنه کې، غواړئ د کوم هېواد په اړه پوه شئ؟
نظر مو کمینټ کې پرېږدئ ترڅو موږ پرې لیکنه چمتو کړو.