ژباړه ـ ریاض مقامزی
کله چې د انټرنيټي امنیت خبره کېږي، ورسره سم د "هک" ګواښ هم زموږ ذهن ته راځي. په دې معنا چې انټرنیټي نړۍ هم لکه د ټولنيز ژوند په څېر له يو شمېر ګواښونو او ننګونو سره مخ ده. یو له دې ګواښونو څخه "Hack" بلل کېږي. موږ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع غږېږو.
هک څه شی دی؟
په "۱۹۶۰ز" کال کې لومړنی هک په MIT کې ترسره شو. له همدې چارې سره سم د "هک"، "هیکر" او "هیکینګ" الفاظ رامنځته شول. له هک څخه موخه دا ده، چې د یو شمېر تګلارو په مرسته د یو تن د کمپيوټر او انټرنیټ معلوماتو ته د نوموړي له خوښې او اجازې پرته لاسرسی پیدا کړو. همدې کړنې ته په انټرنیټي نړۍ کې "هک" ویل کېږي، ددې چارې د ترسره کولو جریان "هیکینګ" او ترسره کوونکی یې "هیکر" بلل کېږي.
که څه هم دا کار غیر قانوني دی؛ مګر کله ناکله قانوني بڼه هم خپلوي. لاندې موارد یې قانوني بلل کېږي، چې (Ethical Hacking) یې بولي.
- د مجرمينو په اړه د معلوماتو پیدا کول
- د شبکې او کمپيوټرونو د امنیتي کمزورۍ معلومول
- د لویو بشري ناورینونو مخنيوي لپاره هک کول
څه وکړو چې د "هک" ګواښ کم شي؟
که څه هم سل سلنه تضمین نه شي کېدای؛ مګر بیا هم ځينې لارښوونې شته، چې تاسو د "hack" له جدي ګواښ څخه وساتي. دا لارښوونې عملي کړئ:
- په کمپيوټر کې له "فایروال" څخه کټه واخلئ
- هغه پوستغالي "سافټویرونه" انسټال کړئ، چې معتبرې کمپنۍ یې تولیدوي
- سیسټم، "Firmware" او نورو مواد اپډيټ وساتئ
- د اپډيټ انتي ویرسونه کارول
- د قوي پاسورډونو (کوډونو) درلودل. په دې برخه کې هڅه وکړئ، الفبا، اعداد او سیمبولونه وکاروئ
- په اونۍ یا حد اقل په میاشت کې یو ځل خپل کوډونه بدلوئ
- ټولو اکونټونو او سیسټمونو ته مو یو ډول کوډ مه ټاکئ
هک څنګه کېږي؟
که څه هم په دې برخه کې وضاحت دومره آسانه نه دی؛ مګر بیا هم یوه خبره په ټولو کې مشترکه ده. هغه دا چې هیکر د یو لړ تګلارو په مرسته هڅه کوي، چې د سیسټمونو د فعالیت څرنګوالی معلوم کړي. یعنې پر دې ځان پوهوي، چي سیسټم څنګه کار کوي. کومې تګلارې لري او ورته نور مسایل هم لټوي. له دې وروسته بیا یاد سیسټم ته ورته تګلاره برابروي او سیسټم ته دوکه او فرېب ورکوي.
د هکینګ ډولونه
دې ته په کتو چې کوم شیان هک کيدای شي. کولای شو "هکینګ" پر لاندې ډولونو ووېشو.
- د ویبسایټ هک (Website Hacking)
- د شبکې هک (Network Hacking)
- د برېښنالیک هک (Email Hacking)
- د پټ نومونو (Password) هک (Password Hacking)
- د کمپیوټر هک (Computer Hacking)
- د اکونټونو هک (ID hacking)
د هک موخه څه ده؟
باید ووایو، چې په نړېواله کچه ډېر هک کېږي. د هر هکر ځانته ځانګړي اهداف وي. خو په عمده ډول یې لاندې موخې بیانولای شو.
- د پیسو ترلاسه کول
- اطلاعات د خپل ځان په ګټه کارول
- د یو چا شخصیت زیانمنول
- سیاسي موخې
- د نورو د پلان په اړه پوهېدل
- ترهګري
- د معلوماتو د خرڅلاو او ...
آیا هکران هم ډولونه لري؟
ځواب هو دی. د هکر موخو ته په کتو د هکینګ د برخې متخصصین هکران پر لاندې ډلګيو وېشي.
- ـ White Hat Hacker
- ـ Black Hat Hacker
- ـ Grey Hat Hacker
- ـ Red Hat Hacker
- ـ Blue Hat Hacker
- ـ Elite Hacker
- ـ Script Kiddie
- ـ Neophyte / Green Hat
- ـ Hacktivist