لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ د امیر بند (بند امير)
زموږ ګران هېواد افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات لرغوني او طبیعي ځایونه لري لکه، غرونه، سیندونه، پارکونه، مجسمې او داسې نور، د افغانستان هر ولایت خپله ځانګړې ښکلا لري، موږ په نننۍ لیکنه د افغانستان د مشهور ولایت د بامیانو د یو مشهور ځای چې امیر بند نومېږي په اړه تاسو ته معلومات وړاندې کوو که غواړئ چې د دې حیرانونکي او ښایسته ځای په اړه مو معلومات تر لاسه کړئ، نو دا لیکنه تر پایه ولولئ!
د امیر بند چې د افغانستان له لومړنیو بندونو څخه شمېرل کېږي، د افغانستان د حیرانونکو او طبیعي ځایونو څخه یو ځای دی، د دې بند طبیعي ښکلا او اوبه رنګ د دې لامل شوی چې هر کال په زرګونو لیدونکي یې لیدو ته ورځي او لیدنه یې کوي، د امیر په بند کې ډېر څاروي او الوتونکي شته دي هغه لوی او طلایي کب چې په دې بند کې شتون لري تر ټولو ښکلی کب دی چې د چوش په نامه یادیږي، د امیر د بند په اوبو کې ډېر معدنونه شته دي چې د دغه بند دې اوبو ښایست یې دوه برابره کړی دی.
د بند امیر موقعیت:
د امير بند د بامیانو د شمال لودیځ په 75 كيلو مېټرۍ او په د یکاولنګ ولسوالۍ په 34 کیلو مېټرۍ کې د افغانستان پلازمېنې کابل په 215کیلو مېټرۍ د هندوکش او بابا غرونو تر منځ موقعیت لري. د امیر بند 75زره هېكټاره ځمکه نیولې ده.
د امیر بند په مرکزي برخو کې ډېر لرغوني ځایونه شتون لري چې مخینه یې تر سلو کلونو پورې رسېږي لکه، د سید علي حسین حاجي مقبره او د شاه سيد شاه مقبره چې د سادات له نیکونو څخه و.
هغه خلک چې د امیر بند څخه لیدنه کوي پر درېیو برخو وېشل شوي دي:
1. هغه ګرځندویان چې د څېړنې لپاره د اوبو، ډبرو، کبانو، الوتونکو او داسې نورو لپاره دغه ځای ته راځي.
2. هغه خلک چې د تفریح او ساعترۍ لپاره د رخصتۍ پر مهال دغې سیمې ته راځي.
3. هغه خلک چې له کلیو او بانډو څخه دلته راځي.
د امیر بند شپږ دریاچې لري؛ دریاچه(هغه کوچني سیندونه چې له لویو سیندونو څخه سرچینه اخلي) د غلامان بند، د ذوالفقار بند، د پنیر بند، د قنبر بند، د پودینې بند او د هیبت بند دی چې شاوخوا یې د ډبرینو دېوالونو په واسطه جوړ شوي دي.
تر ټولو لویه دریاچه یې 490هېکټاره ده چې د ذوالفقار په نامه یادېږي او تر ټولو کوچنۍ دریاچه یې د غلامان په نامه یادېږي چې اوږدوالی یې800 مېټرو پورې رسېږي، تر ټولو ښایسته او ژوره دریاچه یې د هیبت په نامه یادېږي چې اوږدولی یې تر دریو کیلو مېټرو پورې رسېږي.
د امیر بند په 1388 لمریز کال کې د افغانستان د ملي او لومړني پارک په توګه وپېژندل شو.
لیکنه: شکېبا نادري