لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ چهل زینه
کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د خپل موقعیت په خاطر د بېلابېلو واکمنیو ترمنځ د جنګ میدان ګرځېدلی دی، خو له نېکه مرغه زموږ غیرتي خلکو پردیو ته د دې اجازه نه ده ورکړې چې زموږ د ګران هېواد افغانستان دا با ارزښته برخه زموږ له نور هېواد څخه جلا کړي، تل یې د دې ځای د بیا نیولو هڅه کړې وه او پردیو ته یې پرې نه ښودله، سر بېره پر دې کندهار زموږ د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېر لرغوني او پخواني ځایونه لري چې یو له دې ځایونو څخه چهل زینه ده چې موږ په دې لیکنې کې ورباندې خبرې کړې دي.
که تاسو هم غواړئ د دې لرغوني او فرهنګي ځای په اړه معلومات تر لاسه کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!
چهل زینه چې د کندهار ولایت له لرغوني، دیني او فرهنګي ځایونو څخه یو ځای دی، دا ځای د ظهیر الدین محمد بابر شا د واکمنۍ پر مهال ۹۲۸ کال د کندهار له دویم ځل فتحې څخه وروسته د جوړېدو کار پیل شو او په ۹۵۳ کال کې یې وروسته له ۲۵ کلونو څخه د ځینو ستونزو له امله له یوې اوږدې مودې وروسته کار پای ته ورسېدو، د دې زینو د دواړو خواوو کټارې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ده د مېرمنې ملکه ثریا په واسطه جوړې شوې.
چهل زینه د کندهار ولایت لودیځې خوا د قیتول (سرپوزه) د غره پر سر موقعیت لري،
د دې فرهنګي ځای اصلي نوم رواق جهان نما دی خو اوس یې خلک د چهل زینې په نامه پېژني.
د دې ځای جوړښت په داسې ډول دی، د غر تر سر پورې د څلوېښت زینې جوړې شوې دي چې د زینو پر سر کې د یوه غار په څېر یوه خونه شتون لري، په دې خونه کې د هندي او اسلامي معمارۍ اصیلې بېلګې کارول شوې دي چې دې خونې ته یې ډېره ښکلا وربښلې ده
په دې ځای کې ډېرې کتیبې (هغه ډبرې چې ورباندې لیکنې شوې وي) پیدا شوې دي د فردوس مکاني بابر شا، میرزا کامران، میرزا عسکري او میرزا هندال په نومونو پیدا شوې دي، وروسته له دې چې بابر مړ شو او زوی یې همایون واکمنۍ ته ورسېد، په دې وخت کې کندهار د صفویانو او ګورګانیانو تر منځ د جنګ په میدان اوښتی و، نو ځکه په دې کتیبو کې د همایون څخه یادونه نه ده شوې هغه لیکنې چې په چهل زینه کې پیدا شوې په نستعلیق لیک او پارسي ژبې باندې لیکل شوې دي چهل زینه له دريو برخو څخه جوړ شوی ځای دی دننه برخه، دا هغه ځای دی چې سر یې پټ دی مستطیلي شکل لري چې درې مېټره اوږدوالی او دوه مېټره بر لري، دویمه برخه چې د چهل زینې څخه بهر د یو کټ په بڼه کېښودل شوی دی، اوږدوالی یې تر پینځو مېټرو او لوړوالی یې تر څلورو مېټرو رسیږي، درېیمه برخه یې هم د یو تخت په بڼه جوړه شوې ده چې دا زینې یې له غره سره وصل کړې دي.
چهل زینه هم د نورو لرغونو ځایونو په څېر د ویجاړېدو په حال کې دی هیله ده چې ورته پاملرنه وشي!