To start downloading books,
please sign in or create an account.

Sign in Create an account
آیا په اسلام کې ږيره مهمه ده!؟

آیا په اسلام کې ږيره مهمه ده!؟

1,852
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-04-18 21:32:47

لیکوال ـ محمد محق

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

هغوی چې د فقهې له اصولو، کلام، تفسیر او ورته نورو علومو سره آشنايي ولري، پوهېږي چې د ږيرې په اړه قطعي او متفق علیه حکم نشته؛ بلکې دا له پیله یوه اختلافي موضوع ده او که هرڅوک د ږيري پرېښودل د اسلام قاطع نظر بولي زیاته وايي (مبالغه کوي.) ددې اختلاف علت دا دی، چې په قران مجید کې د ږيري پرېښودلو اړوند هېڅ حکم نشته. په قرآن شریف کې فقط یو ځل د "لحیه/ږیره" کلمه راغلې ده. هغه هم د موسی او هارون "ع" د واقعې په یوه څنډه کې ذکر شوې ده. چې ددوی ترمنځ د خبرو برخه ده. د "طه" سورة په ۹۴ آية کې راغلي:  "لا تأخذ بلحیتی و لا برأسی" (ژباړه: سر او ږيره مې پرېږده.) اصلا دا هم د ږيرې حکم پورې اړه نه لري؛ بلکې د بني اسرائیلو او هارون "ع" ترمنځ د پېښې اړوند ده، چې موسی "ع" یې په غوسه کړی وي.

هغوی چې د ږيري پر اهمیت تاکيد کوي، وايي له دې آیته معلومېږي، چې پیغمبرانو ږیرې درلودې او د هغوی عمل پر موږ لازم دی. ځینو نورو بیا ادعا کړې ده، چې یوازې هارون "ع" نه؛ بلکې ټولو پیغمبرانو ږیرې درلودې، نو له دې خبرې یې دا پایله اخیستې ده، چې باید ټول مومنان ږیره پرېږدي.

په داسې حال کې چې له زرګونو پیغمبرانو څخه، یا د ځینو روایتونو په اساس یې شمېر له یو لاکهـ او شل زرو څخه زیات ښودل شوی؛ یوازې د پنځه ويشتو نومونه په قرآن کریم کې ذکر شوي دي. د پاتې نورو په اړه هېڅ اطلاعات نشته؛ حتی د نومونو په اړه یې هم نه پوهېږو، دا خو لا بېخي لرې ده، چې د قیافې او ږیرې په اړه یې اطلاعات ولرو. 

که ټولو پیغمبرانو ږيرې درلودلي وي، دا دلیل بیا هم ځکه ناسم دی چې د ټولو پیغمبرانو اعمال پر مسلمانانو لازم نه دي. قرآن کریم تاکید کړی، چې هر امت ته یې بېل شریعت ورکړی او مسلمانان د نورو شریعتونو پر پېروۍ مکلف نه دي.

دا موضوع په "علم اصول فقه" کې د "شرائع من قبلنا" تر عنوان لاندې ښه شاربل شوې ده. دا هم معلومه نه ده، چې د هارون "ع" ږیره درلودل، د عبادي عمل او د شرعي حکم له امله وه؛ که د هغه انساني عادت له کبله، چې هر انسان یې د خپلې سلیقې له مخې ترسره کوي. 

بل قراني آیت چې پدې برخه کې ځينو د دلیل په توګه راوړی، د سورة نسأ ۱۱۹ نمبر آیت دی. د شیطان له قوله راوړل شوی، چې ویلې یې وو: "ولآمرنهم فلیغیرن خلق الله" یعنې خلک به وهڅوي، چې د خدای په تخلیق کې تغییر راوړي.

دغه ډله خلک وايي چې د ږیري خرېیل د خدای په خلقت کې تغییر راوړل دي. ددې په ځواب کې ویل شوي، چې که داسې وي؛ نو د سر، تخرګونو او تر نامه لاندې د ويښتانو پاکول هم په الهی خلقت کې تغییر راوړل دي او باید نا روا شي، ځکه چې یوې برخې ته ددې آیت ځانګړي کول نامناسب کار دی. #جالبه دا ده چې همدې ته ورته بحث په پخوانيو عیسویانو کې هم مطرح شوی و. پوښتل شوي وو، آیا د ناروغانو عملیات د خدای په کارونو کې لاسوهنه ده!؟ د هغوی ځینې مذهبیان پر دې باور و، چې ناروغي د خدای د ارادې پر اساس پیدا کېږي، که یو څوک ناروغ شي دا د تقدیر برخه ده او که ډاکټر یې عملیات کوي یا د بدن یوه برخه یې پرې کوي دا د خدای له ارادې سره مخالفت دی؛ نو غوره به دا وي چي پرېږدو، ترڅو ومري. پدې توګه به مو د هغه په کارونو کې دخالت نه وي کړی. 

د ږيرې پلویان هغه حدیث د بل دلیل په توګه راوړي، چې پدې اړه روايت شوی. د ږیري په هکله مشهور حدیث چې په بخاري شریف کې ذکر شوی: "خالفوا المشرکین وفروا اللحی و أحفوا الشوارب"، یعنې له مشرکانو سره مخالفت وکړئ، ږيرې پرېږدئ او برېتونه کم کړئ. 

په یوه بل روایت کې چې بخاري او مسلم دواړو ذکر کړی، راغلي: "قصوا الشوارب و وفروا اللحی"، چې هماغه پورتنۍ معنا ورکوي. 

په یوه بل روایت کې ویل شوي، چې لس شیان فطرت دي، يو په هغوی کې ږیره ده. دا هماغه تر ټولو مهم روایتونو دي، چې د ږیري پرېښودلو اړوند راوړل شوي دي؛ مګر دا د روایتونه نه دي توانيدلي، چې د ږیرې پرېښودلو د فرضيت او وجوب لپاره قاطع دلیل شي او په علماوو کې د اختلاف دروازه بنده کړي. ځکه چې ځینو واجب، ځینو مستحب او ځینو نورو فقط یو مباح عمل بللی. یو له هغو پخوانیو مشهورو اشخاصو څخه چې د ږیرې پرېښودل یې مستحب ګڼلی قاضی عیاض دی، د نوموړي نظر نووی او ابن حجر عسقلانی ذکر کړی. په شافعي مذهب کې هم د ږيرې پرېښودل مستحب ګڼل شوی.

هغه څه چې ددې اختلاف سبب شوی، دا دی چې د دین قطعي حکمونه هغه هم چې د وجوب او یا تحریم په کچه وي باید په قران کې اساس ولري؛ یوازې په نا ثابت شوو احاديثو او روایتونو پرېکړه نه شي کېدای. په قرآن کې د ږيري په اړه حکم نشته او یاد شوي احادیث هم قطعی الثبوت نه دي. که څه هم په بخاري او مسلم کې راغلي؛ خو ظنی الثبوت دي. یعنې دقیقه ثابته نه ده، چې پیغمبر "ص" همداسې ویلي او که نا. یوازې څه چې پدې برخه کې قاطع دي، هغه دا چې یاد روایتونه ظنی (ګماني) دي. د ظني روایت له مخې قطعي حکم صادرول علمي اساس نه لري. ځکه چې په اصول فقه کې ویل کېږي، ظن (ګومان) د یقین موجوب نه دی. یعنې په ظني روایت قطعي علم/حکم موجب نه ګرځي.

پر دې سربېره دا پوښتنه هم مطرح شوې ده، چې آیا ږیره پرېښودل تعبدي حکم دی او که معقولة المعنی حکم؟

تعبدی حکمونه په حکمت او خاصې موخې پورې اړه نه لري او له بحث پرته باید تطبیق/ومنل شي؛ مګر معقولة المعنی هغه شرعي حکمونه دي، چې په حکمت او خاصې موخې پورې اړه لري. مثلا که داسې وګڼو، چې پورتني ظني روایتونه واقعا هم د پیغمبر "ص" ویناوې دي. که ځير شو هلته حکمت دا ذکر شوی چې پدې کار سره به له مشرکانو سره توپیر وشي؛ نو د فقهې د اصولو په اصطلاح دا کار مقصود بالذات او حسن لذاته نه دی، بلکې مقصد ترې له مشرکانو سره توپیر دی، نو حسن لغیره یې بولو. د حسن لغیره حکمونه د موخې په اهمیت پورې اړه لري، چې پر دې اساس تحقق مومي. نو که هدف دا وي، چې د مسلمان څېره دې له غير مسلمان څخه فرق ولري، پدې کار سره دا هدف نه ترلاسه کېږي. ځکه چې ځينې غیر مسلمانان لکه یهودان، سیکان او عیسویان هم ږیرې پرېږدي، البته ځینې یې کلوي هم. 

که شریعت جهان شموله حکم صادروي، باید په هر وخت او ځای کې معنا ولري. شیخ محمود شلتوت د الازهر پخوانی عالم، وايي: "که فقط له غیر مسلمانو سره توپیر د تحریم اساس وګرځوو، نو باید ږیره پرېښودل منع کړو، ځکه چې مسیحي راهبان اوږدې ږیرې لري."

بله پوښتنه دا ده، چې ږیره پرېښودل له عبادي سنتونو څخه ده یا عادي؟

د فقي اصولو پر اساس د پیغمبر ص عادي سنتونه شریعتي اړخ نه لري او مسلمانان یې پر پېروۍ مکلف نه دي. ځينې علما پر دې باور دي، چې اصلا ږیره د عاداتو مربوط ده او عبادي رول نه لري، ځکه چې عبادت هغه عمل وي چې د نفس د تزکیې، خدای ته د انسان نږدې کېدو او د معنوي تصفیې په موخه د انسان د روحي حالت د بدلون سبب کېږي؛ خو ږیره داسې نقش نه لري، اصلا نه شي کولای معنوي او اخلاقي بار یوسي. 

همدارنګه دا موضوع له بل هغه حدیث سره په ټکر کې راځي، چې مسلم ذکر کړی او محدثينو صحیح حدیث بللی: "إن الله لا ینظر إلی أجسامکم و لا إلی صورکم و لکن ینظر إلی قلوبکم" يعنې خدای ستاسو بدنونو او څېرو ته نه ګوري؛ بلکې ستاسو زړونو ته ګوري. 

ددې حدیث محتوی که حتی ظنی الثبوت هم وي، د دین له روح سره سمون لري او په اخلاقي اصل تاکید کوي.

ـــــــــ....

نوټ:

• دا لیکنه ډېره اوږده وه. ما یې اصلي برخه را وژباړله. فقط هڅه مې کړې ده، چې مفهوم یې را پښتو کړم.

• زه پخپله پدې اړه دقیقه مطالعه نه لرم؛ فقط د لیکوال خبرې مې وژباړلې. مقصد زما پکې هېڅ نظر دخيل نه دی. که سم وايي که ناسم، لیکوال یې وايي.

Recommended Articles