د کوش تپې لویې ویالې جوړولو په وړاندې د اوزبېکېستان ولسمشر څټکړنو ته د فردوس څټکړنې cover

د کوش تپې لویې ویالې جوړولو په وړاندې د اوزبېکېستان ولسمشر څټکړنو ته د فردوس څټکړنې

ماسټر اېنجینېر صفی الله فردوس

Suggest an author
Free Pashto 3K views 2K downloads

About this book

د الله په نوم پیل کوم چې پوره رحم کوونکی او پوره رحم لروونکی دی؛ مهرباني د پينۍ پنځونکي څښتن بر لورینه ده؛ ټولې ستاینې د الله دي هغه چې پالونکی د ټولو شیانو دی، څه چې ځمکې، اسمانونو او د دوی په منځ کې دي، رمټتیا او سلام دې وي پر رسولانو، د هغه پر کورنۍ او د هغه پر ټولو ملګرو.

خپل پښتون پښت ته خپلې د پښتو ژبې د کوش تپې لویې ویالې جوړولو په وړاندې د اوزبېکېستان ولسمشر څټکړنو ته د فردوس څټکړنې کښلې، د اېنجینېرۍ علمي څېړنې چې د ټاټوبي د لوړ حس پالنې هڅو اوډوون مې دی ډالۍ ورکوم. تمه ده چې خپلې د اېنجینېرۍ (انجینري) علمي، تخنیکي او د هېواد پالنې لوړ حس مینې مو په دې څېړنیزې کښلې باندې خړوب کړئ!!،

زما د الواک (نظر، تیوري) اغېزښندنې (اثرلرونکي) په څېړنه کې څلور ستنې شاملې دي: خلاص ډیټا، خلاص کوډ، کاغذونو ته خلاص لاسرسی او خلاصه (وازه) بیاکتنه. د خلاص ساینس د ودې له پاره د ټاټوبي ټولو پوګړو وګړو، د بنسټیزې اېنجېنرۍ، د ویالو، اوبو، چاپېریال څېړونکو او کارمندانو: د معلوماتو ټیوټوریلونه کوربه کړئ، ترڅو و ګړو سره مرسته و کړي چې پوه شي چې څنګه د د ټاټوبي ټولو پوګړو وګړو، د بنسټیزې اېنجېنرۍ، د ویالو، اوبو ، چاپېریال څېړونکو او کارمندانو ډیټا کارول کېږي. د وګړو سره د ټاټوبي ټولو پوګړو وګړو، د بنسټیزې اېنجېنرۍ، د ویالو، اوبو ، چاپېریال څېړونکو او کارمندانو ډیټا کارولو او پوهیدو کې د مرستې له پاره وسیلې رامنځته او کوربه کړئ، لکه د کوش تپې لویې ویاله، د نخښې کولو وړیا وسیلې چې د چارو ادره متمرکز (متمركزكولو، را غونډولو، په يوه ځاى كى سره ټولولو: خنډولو، ټينګولو یا غليظولو) څېړنې ملاتړ کوي.

تیسس څرګندونه تر روانپېره (اوسمهاله) پورې، د کوش تپې لویې ویالې جوړولو په وړاندې د اوزبېکېستان ولسمشر څټکړنه (عکسل العمل) په وړاندې کوم تن څټکړنه نه ده کړي، د اموسین او کوش تپې لویه ویاله لا افغان پښت (نسل) ته څرګند نه دی.

د کوش تپې لویې ویالې جوړولو په وړاندې د اوزبېکېستان ولسمشر څټکړنو په وړاندې د فردوس څټکړنې تراڼ ( پيل، شروع، برید)؛ د اوزبېکېستان ولسمشر څټکړنو په وړاندې د فردوس څټکړنې، د اموسین او کوش تپې لویې ویالې رښت ترمنځ بېلوالی؛ ځانګړې ځانګېړنې؛ انځورونه؛ د ویالو (کانالونو) تعریفونه ( څرګندونې، ښكارونې، د يوه توري يا سکالو تشريح كول یې)؛ پیخلیک (تاریخ)، زموږ د اوبو وار او د اوبو اوږدپېرې ( ستراتیژیکه) وېشه؛ کلني اوبو تېرېدنې د کچو مېچه، معاملې، ټاټوبي د پالسۍ جوړولو برخې، سیاسي او رښتي (حقوقي) وسایل؛ وړاندیزونه او ستراتیژي؛ د آرال سمندرګي له اوبو پنډونکي سینه؛ د سر سین او امو سین تتی ( باسین، ډنډوکی)، ټاټوبي د سینونو ټولواله ( سیستم)؛ د کوش تپې لویه ویاله، د تخنیکي لوستې او ډیزاین، توپوګرافي او جیوډیټیک لوستې، جیو تخنیکي لوستې، د خاوري پروفایل کول او د ځمکې ډلبنډۍ، د اوبو لګولو او اوبو ایستلو ډیزاین، د هیدرولیک جوړښت ډیزاین، وټېزې او مالي ارزونه، د لګښت اټکل، مالي او وټېزې ارزونه، ټولنیز او چاپیریال لوستې (مطالعات)، د چاپیریال او ټولنیزو اغېزو ارزونه، ، هغه وېرې چې د پنډوسې ټول هېوادونه یې زموږ څخه لري او موږ ورته کره ځوابونه لرو، د واورېژونو او ګلیشیرونه چټک رښت، خړې، د خړې ګران کاڼو او ځوړندې خړې کچې شننه، د کوش تپې لویې ویالې د لوړو کروندو د لفټ اوبولګولو له پاره د لمریزې انرژۍ کارول چې زما څرګندول چې روڼوي کتنه داسې؛ څه بڼه لوری سپینې ته را وباسم؛ د اوبو په سر ماتو، ګوډو او شخړو د تړو تړلو آړوتی (شرط)، کوش تپې لویې ویالې نه بوږولو په پایله کې ټاټوبي ته د رسیدلي تاوان آر (اصل)، لنډمګې پایلې پېر (وخت) او وړاندېزونو یېبره (حاصل یا ثمره) یې هم ستونځمن کار وو.

د دې هر یوه څېړلو ته زما اوږدپېری (اوږد پړاوی) او اوږدمنګی (اوږد عمری) ليد لوری.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

More Titles by This Author

Others to Explore

Popular Categories

Secured by Stripe