نیمکۍیو د څېړنچوپړو انګړ
ماسټر اېنجینېر صفی الله فردوس
About this book
د الله په نوم پیل کوم چې پوره رحم کوونکی او پوره رحم لروونکی دی؛ مهرباني د پينۍ پنځونکي څښتن بر لورینه ده؛ درنو لوستونکو، ښاغلو او اغلو، پیاوړو، سپېڅلو، غښتلو، څرګندو، منلو، ګڼلو، افغانانو؛ کشرانو، مشرانو، ځامنو، لوڼو، خویندو، میندو، ترونو، ترلو، ژڼکو، ڼڼکو، تیندارو، وریندارو، اېنګیندو، کاکۍندو، اناوو، نیاګانو، اکاوو، کاکاګانو او نیکونو!! نیمکۍیو د څېړنچوپړو انګړ کښلې ( لیکی یا کتاب)، د پښتو ژبې ګړنې پېیلې علمي څېړنې چې د ټاټوبي د لوړ حس پالنې هڅو اوډوون مې دی ډالۍ ورکوم. تمه ده چې خپلې ادبي علمي، تخنیکي او د هېواد پالنې لوړ حس مینې مو په دې کښلې باندې خړوب کړئ!!،
تیسس څرګندونه: له دې پېیلو څخه نټه (انکار) نه شو کولی او نه پرې نټیالي یو، ځنې ښې شتۍ (خدنګې) او اننګوږې (انارکې) وي. له غوره سول (عقل) څخه ډکې وي، بېلا بېل غړیالۍ ( عضلاتي) وي، د پښتنو په منځ کې لوستل، لیکل او غږول کېږي. نازغموړ(د تحمل وړ) دي، نا انډوله ور سره نه ده په کار، همداسې زموږ نیکونو او اناوو نیمکۍ ( سروکی یا پام) پېیلې (اشلوک، پېیړن، شېر، شعر) پېژندلې او خپلې پېیلې یې چې سوچه ګړنې پېیلې دي. پرې پوهېږي چې د پردۍیو ژبو له ادبي کالبونو څخه پاکې دي، نه د پردۍ پېیلو په ډول تول، پښېله ( کافیه) او نه هم لړ ( ردیف) لري، په نیمکۍ یا سروکی یا پام باندې نومولي دي.
خپل پښت یې لېیل ( هڅول) چې په ولوله او ولولیز بڼه یېبرور ( باورو، حاصلخېزه) د پېیلې ونج (عوض، تعویض، میز) ایزوړ ( د کښتۍ لاستی) په لاس ور کړي.
بل لور ته تر روانپېره (اوس وخت) پورې، د نیمکۍ لنډۍ، نیمکۍ ټپې، نیمکۍ ټیکۍ او نیمکۍ مصرۍ ( پام لنډۍ، پام ټپه، پام ټیکۍ او پام مصرۍ یا سروکه لنډۍ، سروکه ټپه، سروکه ټیکۍ او سروکه مصرۍ) انګړ لا پښتون پښت ته څرګند نه دی.
د نیمکۍ لنډۍ، نیمکۍ ټپې، نیمکۍ ټيکۍ او نیمکۍ مصرۍ ترمنځ بېلوالی؛ ځانګړې ځانګېړنې؛ انځورونه؛ تعریفونه ( څرګندونې، ښكارونې، د يوه توري يا سکالو تشريح كول یې)؛ څپیزې او زورنې؛ ځمککچپوهنې ( هندسې) رغښت؛ سپړنې؛ زما څرګندول چې روڼوي کتنه داسې؛ څه بڼه لوری سپینې ته را وباسم؛ آړوتی (شرط)، آر (اصل)، پېخلیک (تاریخ)، پېر (وخت) او یېبره (حاصل یا ثمره) یې هم ستونځمن کار وو. د پښتو ژبې پېیلو له پاره د ختېځ لومړي نمبر څېړونکي م. اېنج. ص. ف پینۍ وال ښکاروندی لښتیلیک ) او په روان پېر کې د څېړونکي ٬٬ نیمکۍیو د څېړنچوپړي انکړ (نیمکۍیو د ریسرچ پاڼو انګړ) ،، لیکي د بېلابېلو پېیلنو او پېیلنې د نیمکۍ لنډۍ، نیمکۍ ټپې، نیمکۍ ټيکۍ او نیمکۍ مصرۍ ییبرې ( حاصل یا ثمرې)، لورا لور په غښتلې ډول څرګندونې او له ځانګړو ځانګېړنو سره یې په پوخ کې کول.
د دې هریوه څېړلو ته زما اوږدپېری (اوږد پړاوی) او اوږدمنګی (اوږد عمری) ليد لوری.
د پي ایچ ډي احتمال کشف کول: د څېړنې وړاندیز لیکلو زده کړې او هغه تخنیکي ساینسي هسې چې دا نیمکۍیو د څېړنـــچوپړي (نیمکۍیو د ریسرچ پاڼې) انګړ پنډولو او غني کولو کې ملا په راتلونکي پېر کې په سرغندي بڼه علمي څېړونکو پنځونو ته ورتړي. د دې لارښوونې پیله ساده برابر وي دا هغه ستر پوهاند چې د پي ایچ ډي له پاره د غوښتنلیک پروسې ته ګوري. هغه مهارتونه او وسیلې چې موږ یې د غوره څېړنې وړاندیز چمتو کولو او لیکلو ته اړتیا لرو چابک چمتو کوي.
پورتنۍ علمي سړې تودې (تجربې) کټ مټ د یوې کره پښتو ژبې د دې وګړنې پېیلو ٬٬ پېیلې،، کښلې او خپله مې د بډایه یوې کره پښتو ژبې یوه بولن څېړونکي په بڼه سپینې ته باستلې دي؛ نیمکۍیو د څېړنچوپړو انګړ ( نیمکۍیو د ریسرچ پاڼو انګړ) غښتلې څرګندونې مې په پوخ کې کړې او تړلې دي. لکه د نورو باندنۍیو (باندنیو) هېوادونو لیکوالو په څېر چې په پینۍوال ښکاروندو سره خپل د څېړنچوپړو کښلې کښي او خپروي.
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
More Titles by This Author
Related Books
Others to Explore
سه اصل بزګ اسلام
پر اضطراب د غلبې لارې چارې
نماز تهجد یا قیام اللیل
پټه خزانه
انساني ذهن او تخليقي تنده
امبریولوژی طبی
۵۴ تفهیم القرآن مودودی تفسیری
د يوه عيسوي راهب سره زما مناظره
د انسانپوهنې مبادي
استاد قاسم اففان
د ټاټوبي ټنګټکور او پېیلې
د ځلانده اتلانو سیرت
هیچ کس جرات ندارد
ناظر ناول دوهمه برخه
هیواد: پنجشنبه، 15/7/1398 - 4497
متن
نماز را چگونه زیبا سازیم؟
په افغانستان کي د کې جي بي فعالیتونه
Quantum Computing in the NISA era and beyond
څه يوه قيصه خو نه ده sa Ywa Qissa Kho Na Da
آواز - 2 - 1388
د اروا پوهنې ښوونځي
سرغندوی (ناب، مشهور) پوډري
د عبدالحميد مومند د شاعرۍ تړنګونه
Popular Categories
Secured by Stripe