اې زما وطنه
انجنیر همت الله امین زی
About this book
په همدې اړه؛
پر ځان د بسیاینې لپاره د روحیې پیاوړي کولو او بریالیتوب ته د رسیدلو لپاره باید یوازې د نورو پر اند او کړنو تکیه ونه کړو، بلکې پر پام وړ موضوع په خپله خپلو څېړنو ته دوام ورکړو او د خپل لیدلوري له مخې يې د ویلو لپاره څه ولرو، او یوې باوري کچې ته په خپله ورسیږو.
کله چې انسان خپله واقعي څېره ومني او د ځان پیژندنې په لاره کې خپلې هڅې پیل کړي، نو په خپلو ټولو وړتیاوو پوهېږي او د خپلو کړنو له ستونزو او کمزورو ټکو څخه هم خبریږي او په چاپیریال کې د هغو د اصلاح په لاره کې ګامونه اوچتوي.
دغه خبره تل زموږ په مینځ کې ویل کیږي چې ژوند ارزښتمن او موخه ییز وي، او موخه د ژوند لپاره د یوه بنسټ په توګه منل شوی دی، اما د دې ځای دی چې سپیڅلو دیني متونو ته په مراجعې سره دغه پوښتنه مطرح کړو چې په کوم دلیل ژوند باید موخه ییز وي؟
له لږ ځیرتیا وروسته کولی شو پوه شو، چې ژوند ته « لوری» او « مانا » وربښي.
نو له دې امله د انسان خوښي او کمال د هغه د ژوند د « حیات پر فلسفې » باندې پوهېدنه، د پروګرام جوړونې په برخه کې ځیرتیا او پرته له ځنډ څخه هڅو پورې تړلی دی.
نو له مخې، یې داسې پایله تر لاسه کوو چې ژوند باید د هغه لور له مخې باید موخیز وي چې په اصل کې هغه څه چې د ژوند د موخې موضوع جوړوي، هغه د انسان شخصیت او برخلیک دی.
په هر کور، هر کلي، هره سیمه او هر ځای کې چې اوسو، د ژوند په نامه شيبې سبا او بیګا کوو، له شک پرته ځينې مسؤلیتونه را په غاړه دي او دا مسؤلیتونه د هېواد پالنې په لمن کې خلاصه کيږي.
وطن چې په لنډه توګه د مور په شان د عزت په نامه مانا کیږي، ټوله پالنه کې په هر میشت وګړي مسولیت باله شي، له رغاونې او بیا رغاونې، له سمسورتیا تر ګلبڼتیا، له سولې تر آبادۍ او تر هر هغې چې هر انسان يې د ځان لپاره خوښولی شي د هېواد لپاره باید وغاړي او د يوه ښه ژمن میشت وګړي په توګه يې پلې کړي.
زما په اند د زده كړې لومړنۍ او آره موخه د ټولنې سمون او په كې مثبت بدلون راوستل دي. ځکه چې هر هغه عمل، چې ښوونكي یې ترسره كوي او په وسيله يې زده كوونكي نوي مهارتونه زده كړي او له مهال سره سم روان شي, او ټولنه كې بدلون راولي او د مثبت نوښت پر لور يې روانه كړي. د پرون او نن خبره يې بايد يوه نه وي او نه هم په پټو سترګو ځينې خبرو ته غاړه كیږدي بلكې په خپلې ذهني بټۍ كې دې هره خبره تحليل او تجزيه كړي, ښیګڼې او بدګڼې دې يې معلومې او په اړه دې يې تصميم ونيسي.
كه خبره مو رانغاړلې وي، كله چې ښوونه او روزنه او بالاخره د زده كړې پړاونه پاى ته ورسیږي. انسان بايد ټول عمر په زده كړه كې وي او هیڅكله هم زده كړه پاى ته نشو رسولاى، په دې صورت كې بيا نو د تجربو او بالاخره د زده كړو د عالي موخو د پلي كیدا وخت دى، چې څومره يې په سمه توګه پلي كوو؛ نو كه چیرې دغه موخې په سمه توګه پلې او زموږ فكري خپلواكي هم ورسره مله شي، بې له شكه پايلې به يې مثبتې وي او كه چیرې په يو غوږ خبره ننوته او له بل غوږه ووته؛ نو بيا د صفر ضرب صفر مساوي په صفر كيسه ده.
خو وړاندې تردې، چې په همدې ټکو خپلې خبرې راونغاړم، اړینه بولم د هغو دوستانو یادونه هم وکړم، چې د دغو کتاب په بشپړاوي کې یې لاس راکړی دی. له درانه ايډیال او ملګري انجنیر میوند رفیع، سیف الرحمن سالم، انجنیر هجرت الله حبیبي هوتک او انجنیر یاسین منګل د زړه له کومې مننه کوم چې زه يې ددې کتاب لیکول ته وهڅولم دا کار یې د عالي ذوق استازولی کوي. او مننه کوم له اغلې ثنا ساپۍ، رفیع الله جميل ستانکزي، شرف الدین ستانکزي او لینا شريفي څخه چې په ښو او نیکو کلیمو يې ستایلی یم.
په پای کې په ډېره مينه او ادب یاد کتاب د درنو لوستونکو مخې ته ږدم، باور لرم چې هېڅ يو له لوستونکو به يې په مطالعه ستړیا احساس نه کړي.
په ډېره مینه
امین زی
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
More Titles by This Author
Related Books
Others to Explore
په تار د رواجو
په لیلما خماري باندې ډلیز تجاوز
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات
د زړونو اصلاح
IHD notes
فزیک
د اروپایی سیلابونو د خبرتیا سیستم
نیوزیلنډ
بررسی تحلیلی پان فارسیسم
مجلهء دری ادب 8 - 3 - 4
سکالو
د افغانستان کالنۍ - 1343
عمومی فزیک General physic
القرآن الحکیم
د کابل ښار اصلي معماري (مراد خانۍ)
خرافات وفور در زیارت اهل قبور آیت الله برقعی قمی
ENGLISH - AFGHAN DARI
ژوندون ۱۲
قرانکریم ١٥ خطه Quran 15 lines
The Web Application Hacker’s Handbook
اصول حدیث پښتو
سالنامهء کابل - 1321
دسایس و جنایات روس در افغانستان از امیر دوست محمد...
د اصحابانو کیسې
Popular Categories
Secured by Stripe