نو دوی باید څه وکړي
ژباړه: معتصم بالله شاهد
About this book
پۀ دې تورتم کې سخ د هغو مؤمنانو پۀ حال چې لکه شمع پر سر چتر د رڼا ونیسي پسرلی
استاد معتصم شاهد لۀ وخته پر فېسبوک را سره ملګری دی، د ادبیاتو د پوهنځي استاد دی. موده وړاندې یې د (ښکلا پېژندنه) تر عنؤان لاندې یؤ کتاب پۀ پي ډي اېف بڼه خپور کړ، زما خیال چې دا به پۀ پښتو ژبه یؤ نا آشنا عنؤان وي، جمالیات. اوس یې تازه پۀ تازه د Leo Tolstoy اثر چې پۀ ۱۸۶۰ مو کلونو کې لیکل شؤی اؤ سمدستي پر انګلیسي د (What then must we do?) تر نامۀ لاندې ژباړل شؤی، پر پښتو ژباړلی دی. تر دې وړاندې ډاکټر لطیف بهاند د ټالسټی (War & Peace) غالبا پۀ پنځو ټوکونو کې لۀ روسي ژبې پښتو ته ژباړلی دی. ټالسټی یؤ پراګراماټیک اؤ د ځمکې د ساحې لیکؤال دی، د لېکنې مشهور تیمونه (ځؤاني، مرګ، غربت، مینه اؤ...) یې د عملي ژؤند دي اؤ آسانه دی چې ولؤستل شي. که څۀ هم ګڼو روسي سیاسي چارؤاکو لۀ دۀ کرکه لرله؛ خو لېنن ترې متأثره ؤ اؤ دی یې د روشین انقلاب هنداره اؤ یؤ عظیم هنرمند بالۀ چې د روسیې یؤ شفاف تصؤیر یې پۀ لېکنو کې پروت دی. نۀ پوهېږم، برداشتونه مختلف دي. There is no fact but interpretations څنګه هغه څوک چې د چا تر رهبرۍ لاندې پنځوس لکه خلک خاؤرې وخوري؛ لۀ ټالسټی سره مینه لرلی شي؟ ټالسټی یؤ لۀ لومړنیو خلکو څخه دی چې د عدم تشدد (Non-Violent resistence) فلسفه اؤ سټراټيژي یې پۀ لېکنو کې لکه د نیمې ورځې لمر ښکاري. مهاتما ګاندي اؤ مارتین لوتر پۀ ژؤره توګه لۀ ټالسټی متأثره دي اؤ د ګاندي د عدم تشدد فلسفه اؤ سټراټیژي د ټالسټی د عدم تشدد د سلسلې دؤام اؤ پرمختیا ده. د ټالسټی لومړنۍ لېکنه (ماشومتوب Childhood) ده چې یؤ لۀ ناسټلجیکو فکشنونو څخه ده. د استاد ژباړه پۀ دوو لاملونو پۀ ښو لؤستلو ارزي: یؤ دا چې استاد د ادبیاتو مسلکي دی، باؤري یم چې ژباړه به یې زموږ تر تؤقع پورته وي؛ کمه به نۀ وي، لکه پخؤانی تألیف (ښکلا پېژندنه) یې. دؤهم دا چې کتاب د کوم Trendy لیکؤال بریان ټرېسي، روبین شرما اؤ... نۀ دی، د نړۍ د فرسټ کلاس د لیکؤالو لۀ جملې څخه دی چې واقعا مو د مطالعې تنده در ماتؤي! استاد ته د دې اثر د تکمیل ډېره ډېره مبارکي وایم، خدای دې یې موږ ته د ښو لؤستو تؤفیق راکړي! خوشال پۀ دې یم چې اوس هم یؤ څوک شته چې د لارې د سر لۀ دوړو ور آخؤا هم یؤ څۀ ژباړي اؤ فقط د خؤارې پښتو د ښۀ خدمت پۀ نیت. کور دې ودان استاده! بلال بابکرخیل
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Books
Others to Explore
د افغانستان کالنۍ - 1348
هوایی میدان معلومات Airport pashto
تفسیر احمد سوره الماعون
واورینه - شعري ټولګه
ترافیکي اصول
انسان له دغه ځمکي څخه نه دې
تفسیر احمد سوره الکافرون
لومړنی روغتیایي مرستې
رهنمای اساسی انستیزی برای کشور های روبه انکشاف
لکچر نوت کیمیا صنف هشتم
نومورکي مؤرخین
عامه اقتصاد
رمان عشق یکطرفه
هوتکیان
ښځه په اسلام او غرب کی
مکتبي ګرامر
اقتصاد سیاسی به زبان ساده
طبي ترمینالوژي
د اسلام ستر اتل امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله
Principles for Success in Your Life
علت های شایع بوی بد دهان و راه های حل ٱن
نظری به کتاب افغانستان در پنج قرن اخر
د مشهورو ليکوالانو او فيلسوفانو خبرې
Getting Started with ASP.NET 4.5 Web Forms (Beta)
Popular Categories
Secured by Stripe