ژباړه: شکېبا نادري
د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت
څېړنې ښيي چې د مطالعې لپاره غوره وخت سهار وخته دی، ځکه چې ماغزه له اوږې دمې وروسته د کار او فعاليت لپاره تیار وي او مطالعه کوونکی کولی شي په ارامو ماغزو د خپلې خوښې موضوع مطالعه کړي.
د مطالعې لپاره تر ټولو بد وخت:
د مطالعې لپاره تر ټولو بد وخت د شپې ناوخته دی، ځکه چې د شپې د انسان د بدن عصبي او مقناطیسي چار بشپړ کېږي او کله چې تاسو د شپې ډېره برخه په بې خوبۍ تېره کړئ، نو پخپل لاس ځان له دغه نعمت څخه محروموئ، که تاسو تر نېمې شپې په مطالعه کولو خپل ځان عادت کړی وي، هڅه وکړئ چې دغه عادت پرېږدئ، هېڅکله تر نیمې شپې مطالعه مه کوئ او خپله د ځان لپاره د ماغزو د ستړیا لامل مه کېږئ.
غوره ده چې له ویده کېدلو څخه مخکې خپل لوستل شوې موضوګانې په خپل ذهن کې تکرار کړئ او بیا ویده شئ.
له شک پرته چې دغه کړنه مو د ورځې په اوږدو کې لوستل شوي معلومات په سکه توګه ستاسو په ماغزو کې ځای پر ځای کوي.
که له دغه کړنې سره ځان عادت کړئ، نو که تاسو کله خپل وخت هم د ورځنیو موضوګانو د تکرار لپاره ور نه کړئ، ناڅاپه به درته تکرارېږي.
زموږ وړاندیز ستاسو لپاره دا دی چې د شپې۱۱:۳۰ بجو څخه د سهار تر ۵ بجو له مطالعه کولو څخه ډډه وکړئ او د ماغزو د ارامۍ وخت مو مه ضایع کوئ، زموږ د خبرو پایله دا ده چې هېڅوخت که هغه ورځ وي او که شپه د مطالعې لپاره نا مناسب وخت نه دی، خو په دې شرط چې تاسو خپل د استراحت، تفریح، ډوډۍ خوړلو وخت پرې ضایع نه کړئ، یا پرځان له حده ډېر فشار رانه وړئ.
نو اړینه ده چې د مطالعې لپاره مناسب وخت وټاکو، ځکه چې په ستړو ماغزو مطالعه کول بې ګټې دي هم به مو وخت پرې ضایع شي او هم به یې په موخه پوه نه شوو.