ټاقل څه ډول ازموینه ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 21, 2021
4 years ago
2,091 views
ټاقل څه ډول ازموینه ده؟

ډېری وخت چې د سکالرشيپونو معلومات خپروو نو هلته د انګليسي ژبې د ټافل ازموينې سند غواړي او بېلابېلې پوښتنې راځي چې ټافل ازموينه څه ده؟ ټافل څه وي؟ نن مو تاسو ته لاندې معلومات را ټول کړي دي چې د ټافل ازموينې په هکله دي.  

ټافل

که تاسو انګلیسي ژبي نه یاست او غواړئ په یو نړیوال معتبر پوهنتون کې زده کړې وکړئ نو اړ یاست چې د ټافل TOEFL ازموینه ورکړئ. TOEFL د Test of English as a Foreign Language مخفف او د نوموړې ازموینې رسمي نوم دی.  ويل کېږي چې د ټافل ازموينه کابو ۵۶ کاله وړاندې منځته راغلې ده او يو سمېر پوهانو له لوري داسې ازموينه ډيزاين شوه چې د پوهنتون له‌ هغو محصلينو دې د انګليسي ژبې يوه ازموينه واخيستل شي چې مورنۍ ژبه يې انګليسي نه وي.  

نوموړې ازموینه د انګلیسي ژبې اړوند ستاسو پوهه د لوستلو، ویلو، لیکلو او اورېدلو په برخه کې ارزیابي کوي. د ژبې اړوند د پوهاوي دا څلورګونې برخې د هغو نړیوالو پوهنتونو لپاره مهمې دي چې د تدریس ژبه یې انګلیسي او تاسو ته د زده کړو داخله درکوي.  مخکې د ټافل ټولې ازموینې د کاغذ پر مخ وې خو د انټرنیټ له اختراع او پرمختګ وروسته اوس نوموړې ازموینه په انلاین ډول اخیستل کیږي او یوازې هغه ځایونو کې د کاغذ پر مخ وي چېرته چې د انټرنیټ اسانتیا نشته.  

څوک باید د ټافل ازموینه ورکړي؟

د نړۍ په کچه شا او خوا ۳۵ ملیونه وګړو د ټافل ازموینه ورکړې تر څو د انګلیسي ژبې په برخه کې خپل مهارت ارزیابي کړي. نوموړې ازموینه ډیری وخت د هغه زده کوونکو له لورې ورکول کیږي چې غواړي له هیواده بیرون زده کړې وکړي او یا هم کوم بهرني سکالرشیپ ته کاندید وي.  کله چې کوم سکالرشیپ ته ځان کاندیدوئ، نو وګورئ چې د ټافل ازموینه یې اړتیا ده او که نه؟ که اړتیا وي نو حد اقل څو نومرې یې کفایت کوي.  

ولې د ټافل ازموینه ورکړو؟

د ۱۳۰ څخه په زیاتو هیوادونو کې تر ۱۱۰۰۰ ډیر پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د داخلې لپاره ستاسو د ټافل د ازموینې نومرې په پام کې نیسي. هر تعلیمي بنسټ د ټافل د اړینو نومرو لپاره حد اقل اندازه ټاکي چې ډیری وختونه نوموړې اندازه د ۶۱ او ۱۰۰ نومرو تر مینځ وي. ستاسو د ټافل د ازموینې نومرې د دوه کالو لپاره کار کوي، که چېرته تاسو دوه کاله مخکې ټافل ازموینه ورکړي وي او بیا کوم سکالرشیپ ته اپلای کوئ نو باید له سره د ټافل ازموینه ورکړئ او اړینې نومرې لاس ته راوئ.  

د ازموینې بڼه او محتویات  

د ټافل ازموینې انلاین بڼه لاندې برخې لري:  

لومړی: لوستل یا Reading:

د یو اکاډمیک او علمي متن د لوستلو او پر هغې د پوهېدلو اړوند ستاسو مهارت د ټافل ازموینې په دې برخه کې ارزول کیږي. په دې برخه کې درې یا څلور مقالې راوړل کیږي چې هر یو یې خوا او شا ۷۰۰ کلیمې لري. د نوموړې برخې د سوالونو د ځواب لپاره تاسو له ۵۴ څخه تر ۷۲ دقیقې وخت لرئ. د نوموړې برخې مقالې د پوهنتون له بیلابیلو مضامینو را اخیستل کیږي. دې ته مه وارخطا کیږئ چې مقاله ممکن ستاسو د مسلک اړوند نه وي. د پوښتنو اړوند ټول وضاحت په مقاله کې شتون لري او که تاسو پوره امادګي ولرئ نو په ځواب موندلو کې به یې له ستونزې سره مخ نه شئ.‌  

دوهم – اورېدل یا Listening :

په دې برخه کې د یو اکاډمیک لیکچر اړوند ستاسو د اورېدلو او پوهیدلو ځواک سنجول کیږي. دا پوهیدل یوازې د لیکچر ورکوونکو یا محاوره کوونکو په خبرو پوهیدل نه بلکې د هغوی د لهجې تحلیل لکه جدیت، په یوه خبره د هغوی ډاډمنتیا او نورې دا ډول برخې هم لري. دلته دوه برخې وي چې یوه یې د پوهنتون د پروفیسور کوم لیکچر او بل یې هم د پوهنتون په کیمپس کې د دوه وګړو ( محصلینو او استادانو) خبرې اترې او محاوره وي. په دې برخه کې له ۳ تر ۴ لیکچرونه وي چې هر یو به یې له ۳ تر ۵ دقیقو اوږد او هر یو یې ۶ پوښتنې لري. همدارنګه له ۲ تر ۳ محاورې به ولري چې ممکن ۳ دقیقې اوږدې او هره یوه مکالمه به ۵ پوښتنې ولري. تاسو کولای شئ د لیکچرونو او محاورو د اوریدلو پر مهال له ځان سره لنډ نوټونه واخلئ. د ټافل د نوموړې برخې لپاره له ۴۱ څخه تر ۵۷ دقیقو وخت ځانګړی کیږي.  

درېیم – خبرې کول یا Speaking :

د ټافل د ازموینې دا برخه په یو اکاډمیک چاپیریال کې ستاسو د خبرو اغېزمنتیا او رواني ارزوي. دلته څلور برخې وي چې د ټولګي دننه او یا دباندې ستاسو د ژوند اړوند موضوعات احاطه کوي. د دې برخې پوښتنې هم په دوه ډوله دي. یو ډول یې داسي دي چې تاسو ته یوه موضوع درکول کیږي او په خپلواک ډول د نوموړې موضوع اړوند خپل نظر،‌ تجربه او نورې خبرې شریکوئ. دوهم ډول یې ضمیمه یا Integrated Task دی چېرته چې به تاسو یوه محاوره اورئ،‌یا به کوم پراګراف لولئ او بیا به هلته د دواړو لوریو د خبرو خلاصه او یا هم د هغوی په توپیرونو غږېږئ. د هرې برخې په پای کې تاسو ته ۱۵ ثانیې درکول کیږي تر څو خبرو ته ځان اماده کړئ او بیا به له ۴۵ څخه تر ۶۰ ثانیو پورې د اړوندې موضوع په هکله خبرې کوئ. تاسو به په مایکروفون کې خبرې کوئ.‌ نوموړې خبرې لومړی ثبتیږي او بیا د اړونده برخې د متخصصینو له لوري ارزیابي او نومرې ورته ورکول کیږي. نوموړې برخې ته ۱۷ دقیقې وخت ځانګړی شوی.  

څلورم – لیکل یا Writing:

دا برخه هم دوه ډوله لیکل لري. په لومړي ډول کې تاسو یو څه اورئ او یا یې هم لولئ او بیا د هغه څه اړوند چې مو اوریدلي یا لوستلي خپلې خبرې لیکئ. په دوهم ډول کې درته یو مضمون درکول کیږي او د نوموړې مضمون اړوند په لیکلو کې خپل واک یاست چې خپل نظر،‌ تجربه او مشاهدات ولیکئ. د لومړي ډول لپاره ۲۰ دقیقې او د دوهم ډول لپاره ۳۰ دقیقې وخت لرئ. تاسو خپلې لیکنې د یو کیبورډ په وسیله په ځانګړي سکرین کوئ چې د ټافل ادارې ته لیږل کیږي او هلته د اړونده مرجع له لوري ارزیابي‌ او نومرې ورته ورکول کیږي.  

یادونه: د ټافل هره برخه ۳۰ نمرې لري چې مجموعاً ۱۲۰ نمرې کیږي.  

ازموينه چېرته ورکول کېږي يا‌ اخيستل کېږي؟

د دې ازموينې پولې چارې د ETS نړيوال سازمان له لوري پر مخ وړل کېږي، د ازموينې څخه وروسته ستاسو نتيجه له ۸ تر ۱۲ ورځو کې رسماً تاسو ته استول کېږي چې په نړيواله کچه د منلو او ګټې وړ ده  که غواړئ چې د ازموينې وخت، تاسو ته تر تولو نږدې مرکز او نور بشپړ معلومات ولرئ نو www.ets.org وېبپاڼه وګورئ.  بايد يادونه وشي چې د ټافل ازموينه فيس لري او فيس يې هم له ۱۸۰ تر ۲۵۰ امريکايي ډالرو دی. دا ليکنه په تاند، کتابتون، نوښت، پرمختګ او ځينو نورو وېبپاڼو کې په بېلابېلو نومونو خپره شوې وه، موږ هماغه ليکنې ته بېلابېلې برخې ور زياتې کړې او د کوم ليکوال له نوم پرته خپرېږي.  

له ټولنیزو رسنیو څخه 

Related Articles

Sep 10, 2021
2,513 views

په نړۍ کې د روغبړ جالب رواجونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ جغرافیوي، سمتي، مذهبي او توکمیز وېش ددې سبب شوی، چې په محتلفو سیمو کې د روغبړ (ستړي مشي) مختلې بڼې رامنځته شي. ځینې یې ممکن عادي وي؛ مګر ځينې نور بیا زموږ له کتلور څخه په ډېر لوی توپیر کې قرار لري. آن کولای شي موږ حیران کړ...

Feb 23, 2022
2,761 views

که د روباټ په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ

روباټ د کمپیوټر په واسطه پرواګرام شوي ماشين دى، چې ډير پيچلي مشکلات په اتومات ډول ترسره کوي او د انساني زحمت پرځاى کارول کیږي. روباټ د بهرني عامل يا هم خپله د روباټ په داخل کې لګيدلي سيسټم په واسطه کنټروليږي، چې د جورج ډيول له خوا په 1954 کال کې جوړ...

Apr 21, 2022
1,596 views

How to learn English quickly: 10 tips

1. Read everything you can get your hands on Classic literature, paperbacks, newspapers, websites, emails, your social media feed, cereal boxes: if it’s in English, read it. Why? Well, this content will be full of juicy new vocabulary, as well as a...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,679 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...