ډارونکی سېلاب cover

ډارونکی سېلاب

ډاکټر معمار حشمت الله اتمر

Suggest an author
Free Pashto 5K views 1K downloads

About this book

ګرانو لوستونکو! دا ځل مې و غوښتل یو بل حقیقي داستان یا ناول چې کیسه یې په هېواد کې د ننه د لوګر ولایت په خوښۍ (خوشي) ولسوالۍ کې تېره شوې ده، د خپلو کتابونو مینوالو او لوستونکو سره ګډه (شریکه) کړم. زما د کتابونو مېنه وال یوازې معماران او انجینران نه دي، نه باید اوسي، نوځکه غواړم ورځ په ورځ د خپلو لیکونو کې توپير راوړم چې د هرې څانګې مېنه وال په کې ډېر شي، دا کار به ما دېته اړ کړې چې لیکنې مې توپير و لري او هم به مې مینه وال ډېر شي.

• دا کتاب د دې له پاره ډارونکی نوم پرې ايښودل شوی دی، چې مسلمانان باید د خدای نه وډار شي، د هغه عبادت وکړي او هغه څيز(شي) نه چې منع شوي دي لکه: دروغ ویل، زنا کول، رشوت اخیستل، د یتیم مال خوړل، حرامه ګټه، شراب څښل، دخانیاتو استعمالول، کوکنار کرل، قاچاق کول، انسان تښتول، انسان وژنه، قمار وهل، بې حجابه ګرځېدل، لمونځ نه کول او داسې نور مثالونو دي چې باید د هغه نه ډډه وکړي. په نورو ملکونو کې هم حکومتونه کوښښ کوي چې خلک وډار کړي تر څو په ټولنې کي نظم او نظام حاکم او انسان تېری ونه کړي. د نمونې (مثال) په توګه کولای شو د قانون نه نوم واخلو.

کېدای شي په قانون کې د هرې سرغړونې په هکله ځانګړې جزا لیکل شوی او پر کسانو تطبیق شي، تر څو د نورو د پند او عبرت سبب و ګرځي.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

More Titles by This Author

Others to Explore

Popular Categories

Secured by Stripe