د اقصی طوفان دوهمه برخه
محمدبشیر مدنی
About this book
د فلسطین بی گناه او مظلوم ولس دداسي وحشي پس فطرت او دانسانيت د ټولو حدودو او موازینو څخه بهر دښمن سره مخامخ دی چې دالله جل جلاله څخه پرته هیڅوک ورسره ملګرې نه کوي ظاهرا که نړی ته وکتل شي او دوه ملياريزه مسلمانه ټولنه په نظر کې ونيول شي نو هيڅ تصور نه کيږي چي 2.2 ملينون كلابند او بي اسري مسلمانان د داسې ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي جي هيڅ اتكل يي نه كيږي ډير مسلمانان بیا پدی هم خان نه خبروي چې ديو مسلمان په بل مسلمان څه حق شته که نه؟ درسول صلى الله عليه وسلم مبارک حدیث ته هم نه ګوري چې: مسلمان د مسلمان ورور ، داوروري ديني ده په ډيرو حالاتو کي ديني وروري په نسبي ورورۍ ډيره غوره او دلور مقام لرونکې ده ، على كل حال داقصی توپان دپیل څخه تراوسه چې کوم ظلمونه په دغه مظلوم او بی گناه مسلمان ملت ترسره كيږي هيڅ مسلمان يې دلیدلو یا اوریدلو توان نلري حتی که صرف انسان هم وي پدې وروستيو کې چې کومو اروپايي هيوادونو دفلسطين هيواد په مستقل ډول په رسمیت و پیژانده داد انسانیت تقاضا وه خو افسوس ډیر افسوس تش په نوم مسلمانانو په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو مشران چې دالله جل جلاله په وړاندې به څه ځواب وايي، کله چې تنكي مسلمان ځوانان د مصر طاغوتي زندانونوته ورتيل وهل شول نو هغوی همداسي فکر کاوه چې دغه چارواکي مسلمان ندي ، ځكه دغه ډول ظلمونه دانسان په لاس نه ترسره کيږي ، خو امام حسن الهضيبي يوكتاب د دعاة لاقضاة په نوم وليکه ، مطلب داچې د ظلمونو کيسې مو اوريدلي وي خو ليدلي مو نه وي ، ولى اوس مو دسر په سترګو وليدل ، پدي مهم او خطرناک پراو کی عامو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو مشرانوته كوم لقب وركړل شي؟ مسلمانان يا..... موږ ته ددې څخه پرته چې په لپو لپو اوښکو وژاړو او دالله پاک څخه ورته نصرت و غوار و دعا ورته وكړو بله لار نلرو ، په راتلونکې کې هڅه کوم چې دغه تيت پرک معلومات د یو کتاب په ډول خپلو هیوادوالوته وراندي کړم ترڅو دفلسطين مسئله يي څه ناڅه په ذهن کې وي اوددې مظلوم ملت آه او افسوس يي هير نشي ، همدارنګه باید یادوه چی د مقاومت د ګوندونو سرچینی می د فصل په اخر كي ذكر کړی که څوک زیات معلومات ترلاسه کول غواری هملته مراجعه وکړی
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
More Titles by This Author
Related Books
Others to Explore
د لمانځه امامت
معاش حضرت عمر ازبیت المال
په ځان باندې باور په ۲۰ ورځو کې
$2
داحساساتو نړې
ډٻرۍ پوھنه یا Set theory
په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د تطبیق په وړاند...
د سهار او ماښام اذکار
جاذب او اغېزمن شخصیت
زهرا
د افغانستان نومیالي دوهم جلد
۲۵ ارزښناکه مقالې
ژوندون شماره ۱۶ سال ۳۲
لاينيز(کرښيز) الجبر (دویم)
د پښتو ژبي ودي ته د سمبالولو او بازار له اړخه يوه...
غوره نثرونه
هغه کتابونه چې ما ولوستل
د افغانانو د غم ورځی شپې
د افغانستان اقتصادي حالت ته یوه کتنه
د کونړ کلي والي ودانۍ او وروستۍ زلزله- ١١٥
Introduction To Computer Theory
د نثر لیکلو هنر
دستور همه گانی زبان دری
Mossad: The Greatest Missions of the Israeli Secre...
انسی - 12
Popular Categories
Secured by Stripe