د فرصت له ضائع کېدو مخکې مهمې خبرې cover

د فرصت له ضائع کېدو مخکې مهمې خبرې

محمدبشیر مدني

Free Pashto 310 views 76 downloads

About this book

د کتاب ټول مهم مطالب په دې کې راټولېږي چې عمر د انسان تر ټولو 

ستره پانګه ده ځکه تېر شوی عمر بېرته نه راګرځي نو انسان باید خپله روغتیا ،ځواني،  ژوند او فارغ وخت غنیمت وګڼي او تر ناروغۍ زړښت 

او مرګ مخکې له دې نعمتونو څخه په عبادت علم او نېکو اعمالو کې ګټه واخلي او خپل 

وخت په بې ګټې کارونو کې ضایع نه کړي

-دنیا د آخرت کرونده ده انسان چې په دنیا کې څه وکري په آخرت کې به 

یې پایله وویني او کله چې انسان قبر ته لاړ شي د دنیا د عمل فرصت یې پای ته رسېدلی 

وي نو باید هېڅ نېکي کوچنۍ ونه ګڼي او د خیر هر فرصت غنیمت وبولي.

-انسان باید له اوږدو هیلو ځان وساتي او توبه او نېک عمل سبا ته و 

نه ځنډوي ځکه د سبا هېڅ ضمانت نشته او هېڅوک نه پوهېږي چې د ژوند وروستۍ شېبه به 

یې کله وي که تېر وخت ېېپه غفلت کې تېر شوی وي نو پاتې 

عمر باید غنیمت وګڼي او د نېکو اعمالو په وسیله یې جبران کړي

-همدارنګه له جنازې او قبر څخه باید عبرت واخلي او د نورو مرګ د خپل 

آخرت د یادونې او تیاري وسیله وګرځوي ځکه دنیا د تل پاتې کېدو ځای نه دی بلکې د 

آخرت لپاره د توښې برابرولو ځای دی

د کتاب لنډ پیغام دا دی چې روغتیا ځواني ژوند او وخت د الله تعالی 

ستر نعمتونه دي چې ډېر ژر تېرېږي او بېرته نه راګرځي نو انسان باید مخکې له دې چې 

دا فرصتونه له لاسه ورکړي خپل عمر غنیمت وګڼي توبه و نه ځنډوي نېک عملونه زیات کړي 

او د آخرت لپاره ښه توښه برابره کړي

 

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

More Titles by This Author

Others to Explore

Popular Categories

Secured by Stripe