ادبي بانډار
انجنیر همت الله امین زی
About this book
یو څو خبرې
د شعر او ادب په لویه لمن کې دا ځل د داسې غوټيو دغوړېدو او ګل کېدو زیری درکوم، چې په باور سره ويلی شم ادبي تنده مو پرې ماتېږي.
دا کتاب مې چې ادبي بانډار تر سرليک لاندې د ډېرو درنو لوستونکو تر مطالعې مې رسولی، ټولټال د ۴۳ تنو ځوانو شاعرانو او لیکوالو اندونه او انګېرنې په کې د شعر او ادب په اړه په کې را ټولې شوي دي.
ځوان لیکوالان او شاعران چې بې سارې مينې او احساس دغې لمنې ته د راتم کېدو په موخه رابللي دي، په کې نجونې او هلکان په بیلا بیلو سیمو او له خورو ورو هيلو او عواطفو سره په دغه ټولګه کې سره د نظر او احساس په کچه مقایسه کيدی شي.
شعر څه شی دی؟ شاعر څوک دی؟ څنګه مو شعر ته مخه کړه؟ په دې مرکو کې تقریباَ ټولو شاعرانو څخه په يوه ډول پوښتل شوي، اما په يوه ډېر تفاوت سره چې هېڅ دوه انده په یوه نظر نه شي موندلی. هر یوه خپل اند او خپله انګېرنه د خپلې مطالعې په محدوده کې د ځواب په برخه کې کټګوري کړي دي.
شاعرانه مزاج د هر شاعر او لیکوال په وړاندې بیلا بیل حالتونه ځانته غوره کولی شي. هر شاعر او لیکوال په خپل ډول له خپلې ټولنې متاَثر شوی او په همغه اندازه تر اغېزې لاندې راغلی دی. او خپل احساس يې له همغه تاَثر او اغېزمنتیا څخه د شعر په ډول د زړه د بړاس د ايستلو په پار بیان کړی دی.
دا مې نولسم اثر دی چې د چاپ بڼه خپلوي. تر دې وړاندې مې (یک سایه مهتابی دري شعري ټولګه، د اوښکو باران پښتو شعري ټولګه، زخمي زخمونه دوهمه پښتو شعري ټولګه، دا مې د بابا وطن علمي اثر، اټوکد ډيزاين پروګرام انجنیري اثر، کلیوال کلتور فولکلوریک اثر، پروګرام دیزاین اتوکد انجنیري اثر په دري ژبه، ښکلی غږ او د ژبې فصاحت علمي اثر، دستور زبان ادبیات و ګرامر دري علمي اثر، د پروژې جوړونې مدیریت د علمي اثر ژباړه، کمره و موارد استعمال آن علمي اثر، مبادی انجنیری علمي اثر، سر زمين من علمي اثر، وطن دوستی علمي اثر، حب الوطن د وطن دوستی اثر پښتو ژباړه، اې زما وطنه د سر زمين من اثر پښتو ژباړه، د پينځه پوړيزې ودانۍ ټولې چارې علمي اثر او ارزیابی تعلیمی در سیستم تدریسی علمي اثر) په وار سره د چاپ بڼه خپله کړې دی.
وړاندې تردې چې په خپلې خبرې راونغاړم، باید ووایم چې شعر او ادب سره بې سارې مينې د خپلو ښاغلو او اغليو شاعرانو خبرو ته کېنولم. یادونه کوم چې په ځوانو استعدادونو کې مې ډېر څه وموندل چې کيدی شي د هر لوستونکي اغلې او ښاغلي لپاره هم ډېر څه په کې وي. زه چې ډېر څه مې په دغه له عاطفې ډکې نړۍ کې زده کړي دي په کې له خپلو درنو مشرانو لیکوالو، شاعرانو او کره کتونکو ښاغلي استاد اسدالله غضنفر، استاد محمد زرین انځور، عبدالباري جهاني، عبدالغفور لېوال، استاد محمداجان حقپال، استاد حبیب الله رفیع، استاد کريمه جان دريځ، ډاکټر صیب محمد شفیق صمیم او ډاکټر صیب فیض محمد ځلاند څخه د زړه له کومې مننه وکړم چې په هر ځای کې يې له خپلې نيکې لارښوونې برخمن کړی یم.
دغه راز په وار سره اړینه بولم چې له درانه ملګري او همزولي ښاغلي رفیع الله ستانکزي او همزولي، ملګري او همکار امان الله اېمان همدا شان د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد همزولي او ملګري پوهيالي محمود مرهون او کلیوال، همزولي، ملګري او همکار نصیراحمد امرخیل نه نړۍ مننه وکړم چې تر خپرېدو وړاندې يې یاد کتاب تر پايه ولوست، خپل نیک اند يې راسره شریک کړ او بیا ځل مننه ترې کوم چې زما دغو ناسمو او ګډوډو کرښو کې یې سمون راوست چې دا کار یې د عالي ذوق استازولي کوي.
په پای کې په ډېره مينه او ادب یاد کتاب د درنو لوستونکو مخې ته ږدم، باور لرم چې هېڅ يو له لوستونکو به يې په مطالعه ستړیا احساس نه کړي.
په درنښت
امین زی
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
More Titles by This Author
Related Books
Others to Explore
۸ تفهیم القرآن مودودی تفسیری
بررسی تحلیلی پان فارسیسم
سپینې سپینې مه وایه!
امراض نسائی
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات
دګمرکونو قانون
IHD notes
جیولوجي مکمل نوټ
سالنامهء کابل - 1321
د قير (بيتوم) توليد او ځانګړتياوي د دیپلوم دفاع پر...
امورات انجنیری در یک تعمیر پنج منزله
The Web Application Hacker’s Handbook
په لیلما خماري باندې ډلیز تجاوز
خرافات وفور در زیارت اهل قبور آیت الله برقعی قمی
د افغانستان کالنۍ - 1343
ENGLISH - AFGHAN DARI
۶۱ تفهیم القرآن مودودی تفسیری
د اصحابانو کیسې
STUDY ON EMPLOYEE’S JOB SATISFACTION OF BANK-E MI...
مجلهء دری ادب 8 - 3 - 4
Dervish English Grammar
فزیک
القرآن الحکیم
د افغانستان کالنۍ - 1353
Popular Categories
Secured by Stripe